[et_pb_section][et_pb_row][et_pb_column type=”4_4″][et_pb_text]
د ۱۶ اګست نه زه مکمل په کومه کې ووم ، هیڅ راسره د ویلو نه وو اوس هم هغسې یم خو پس د بیګا نه لږ ښه حالت ته راروان یم .
په تیرو دوه میاشتو کې ما ډیر څه غوښتل چې ولیکم خو بیا به مې اراده بدله کړه ځکه په مینځ کې به رانه خبرې ګډوډې او هیرې شوې .
اصل موضوع ته راځم .
پاکستاني فاشسټان نسل پرسته ولې غواړي چې د افغانستان نیولې شوې یا سړې شوې پیسې دې بیرته امریکه ورکړي ؟
پاکستانیان پرله پسې په نړۍ غږ ولې کوي چې ټالیبي رژیم دې په رسمیت وپیژني ؟
موږ هم غواړو چې د افغانستان پیسې دې افغانانو ته ورکړې شي ، ځکه ددې سره به د افغانستان ولس د انساني بحران نه وژغورل شي ، خو ولې د پاکستان سره د افغانستان د ولس غم نه د خپلو خزانو ورسره غم دې .
پاکستان بار بار ( پرله پسې) په نړۍ اواز کوي چې افغانستان دې یواځې هیڅکله پاتې نه شي او نړیوال دې ترې مخ وانه ړوي .
ولې ؟؟
کله چې ټوله نړۍ د افغانستان په شا ولاړه وه او په هر ډګر یې ورسره مرستې کولې نو پاکستان په دغه وخت کې ځانمرګي ولې افغانستان ته لیږل؟ ولې یې د افغانستان په پوهنتونو بریدونه کول ؟ًولې یې سیاسي خلګ قتلولو ؟
ولې یې د افغانستان په ادارو بې دریغه حملې کولې ؟؟؟
ایا د پاکستانیانو په هغه وخت کې په سینو کې زړونه نه وو اوس یې وشو او انسانان شو؟؟
پاکستان نن ځکه په نړیوالو د افغانستان سره د مرستو لپاره غږ کوي چې ټالبي رژیم د دوي په مرضۍ دی .
پاکستان ته په افغانستان کې څنګه قبوله ده چې د افغانیت په نامه دې ملي اردو وي ؟
پاکستان ته هغه نظام کله منظور دی کوم چې افغانانو ته د نیشنلزم لارې خلاصوي ؟؟؟
هم دغه وجه ده چې دوي د افغانستان ترانه ، ملي هویت ، د ملتپالۍ شغارونه له مینځه په افراطي ډلې ( ټالېب یوړل ) دوي ځکه اوس د ټالب لپاره رسمي پیژندګلو په نړیواله سطح غواړي چې د ټالبي نظام بنسټ په مذهبي عقیدو ولاړ دی چې نه پکې د افغانیت تصور شته نه د جدیدیت .
منم د افغانستان تیر نظام کې به غله هم وو او نااهله هم خو ولې بیا هم یو داسې نظام وو چې په جاري ساتلو به یې د افغانستان نوي او باشعوره کل ته یو وار لار جوړه شوې وه خپل هیواد به یې یوه ورځ جوړ کړی وو
او د مذهب په بنیاد جوړ نظام هیڅکله یو ښه راتلونکي ته لار نه شي جوړولی .او نه په مذهبي بنیاد جوړ نظام کې ملتپالنه او وطنپالنه شته .او د پاکستان سره ویره هم په افغانستان کې د وطن پالنې او ملتپالنې ده .
زه منم چې تیر نظام کې غله وو ، نااهله وو جنګسالاران پکې وو خو ولې بیا هم ۱۰۰ فی صده چانس وو چې دغه نظام په وطن مئینان د انتحاباتو له پروسسز د لارې یو ځل رامخې ته کړی وی .
پاکستان ځکه د نړئ نه د ټالب نظام په رسمیت پیژندګلنه غواړي چې هغوي ته مالومه ده چې که چرې هم نړۍ ټالبي نظام په رسمیت وپیژندلو نو په افغانستان کې به وطن پالنه او ملتپالنه مدام د مولا د ګیرې لاندې شي او دغسې به پاکستان خپل جغرافیای او سیاسي ګټې خوندي وساتي .
لیک ۲۵ اګست کال ۲۰۲۱
[/et_pb_text][/et_pb_column][/et_pb_row][/et_pb_section]