دا د پښتو ژبې ولسي سندرغاړی سلطان عاشق دی
د که زومبق ګیره درلودلی ، پاینسې یې په ځنګانه راښکلی په سر یې تور ترپال تړلی وی ، د عربۍ ژبې ع یې په پښتو کې د تالو او د مرۍ تر مینځ ویلی ، په غاړه یې روسی ، امریکنی ټ وپک ګرځولی او د خپل هیواد په خلاف یې جنګ کولی او هغې ته یې د ج هاد نامه ورکولی ، په سړکونو او دولتي ودانو کې یې زیړې بوشکې خښولې ، په خپل ولس یې حدونه جاری کولی او د هغوي په خلاف یې د مکې د کوپارو په خلاف څوارلس سوه کاله پخواني ایاتونه پلي کولی د جومات په منبر یې فابریکیټیډ احادیث بیاونولی نو نن به د غوړو زیړو مالک وو ،
خو چونکې سندره یې ویله پښتو ژبه او کلتور یې ژوندی ساتلو خلګو ته یې د نوک هومره د ضرر په ځای خنداګانې ورکولې نو نن یې دا حال شو چې ایران ته در په در شو خاک په سر شو او بیرته راغی د راتلو سره سم پسې قرضداري ورغلل چې یا پیسې راکړه یا لورکۍ .
د سلطان عاشق سره دا عمل د پنځه زره کلن باتور ملت په لمن تک تور داغ دی دوي به یې تر قیامته پاک نه کړي .