[et_pb_section admin_label=”section”]
[et_pb_row admin_label=”row”]
[et_pb_column type=”4_4″][et_pb_text admin_label=”Text”]
د جرمنی دولت پرون اعلان کړی چې هاغه خلګو ته به په پاسپورټ ورکولو کې اسانتیاپیدا کوو کوم خلګ چې د پنځه کلونو نه په قانوني اسنادو په جرمنی کې ژوند کوي.
د پاسپورټ د پروسیسز لپاره به د جرمني په ټولنه کې انضمام ، پنځه کاله سل فی صده ټیکسونه ورکول ، په ژبه پوره مهارت اړین وي .
د دې نه بیرته به د پاسپورټ لپاره د درخاست ورکونکي لپاره دا هم اړینه وي چې دی د جرمني په کلتوري لوبو او نورو سرګرمیو کې برخه اخلي او ورسره د جرمني په ژوند ژواک ،تاریخ او جغرافیه علم ولري .
په جرمني کې په لکونو پښتانه دي د بده مرغه دوي شل شل کلونه هم تیر کړي خو دوي د پاسپورټ اخستلو اهل نه شي وجه یې داده چې دوي د ځان سره هاغه خپل حویونه ، زاړه ،روایتونه ،د کور کلي تربګنۍ ،ژبه نه زده کول ،لایبریریو ته نه تلل ،او خپله تش په نامه پښتون ولي راوړي .
د جرمن میشت پښتانه که چېرې خپل غوره مستقبل او په ټوله نړۍ کې د سفر اسانتیا ځان ته پیدا کوي نو د ددغې نوي قانون نه دې استفاده وکړي او د هغوي په ټولنه کې دې بهترین انضمام وکړي .
[/et_pb_text][/et_pb_column]
[/et_pb_row]
[/et_pb_section]