د مجائید ملت یو ستر مولا په خپل فیسبوک د فرانس د ولسمشر د پروني فټبال میچ انځور ورکړی وو کوم کې چې خوشالي لمانزی د پاڅه یې پرې لیکلي وو خدایه دا څه کانې راوشوې د مسلمانانو په کور کې کوپار چچکې وهي او ګډیږي
دا فکر یواځې ددغې مولا نه دی بلکې د اکثریتو پښتنو مذهبیانو فکر دی چې عرب بیرته په خرو ولې نه سپریږي .
په ننۍ عصری وخت کې پښتون مولا د خر سپرلي سنت ګڼي خو هیچا پرې دا غږ ونه کړو که د نن نه څوارلس سوه کاله مخکې د رسول الله ص په وخت کې فیراری ، مرسډیز او لیمبورګیني ګاډو وجود درلودلې نو هغوي به په اس ،اوښ او خر سفر نه کوو بلکې د سفر لپاره به یې دغه مارکه ګاډي کارول .
کجوره خوراک ځکه سنت دی چې د مکې او مدینې په خاوره سېو نه راټوکیږي .
پښتنو به شپیته کاله وړاندې د وربشو ډوډئ خوړلې حلانکې وربشې د څاروو خوراک وو ، ځکه نه خو د غنمو د فصل ایډیا د دوي سره موجوده وه او نه دوي ته د غنمو تخم رسیدلو چې کرلې یې وې او دوي لکه د نن پاسته نانونه خوړلی وی .
دوي به د وربشو ډوډئ د ورځې خوړلې او د شپې به یې په خیرنو بړستنو کې تروې تروې پوسکئ اچولې نن هم ناست وي وایې پخوانی وخت ښکلی وو 

پښتون مولاجانه نړۍ بدله شوې ، عرب بدل شوې نن عربو ته د غرب اړتیا ده او عرب ته د غرب ، ته ماته صرف دومره ووایه چې ستا نه نړۍ او عربو ته کومه ګټه ده بې د نیابتي جګړو نه .
که چېرې ته د دوحه په دفتر نازیږي چې دغه یې راکړې نو دغه دفتر یې هم د یوې نیابتي جګړې لپاره درکړی که چرې د ډیپلومیسۍ لپاره وی نو خو پرون د فټبال میچ ته د نړۍ نه راټول شوي سفیران او سیاسي خلګ هم ناست وو ستا سوهیل شاهین او متقیان چرته وو؟؟
مولا جانه عرب تاسو دې له ساتي چې ستاسو د حاکمیت د لاندې افغانان د جدیدیت نه لرې وساتي هغوي ته مالومه ده که افغانان جدید شو او جدید علمونه یې حاصل کړل نو دوي به د خپلې زرخیزې زمکې نه ، یورنیم او لیتیم راوباسي .
مولاجانه وخت بدل دی نړۍ ته د تیلو اړتیا ختمیږي د تیلو ځای لیتیم نیوي او عرب د لیتیم حزانې نه نه لري بلکې افغانستان یې لري نو ځکه ستا ملاتړ کوي .
د دوي ستاسو سره د موسلمانۍ رشته نه بلکې د خپلو ستراتژکي اهدافو او د افغانستان د ګټو په زمانه کې ستاسو په لاس د ساتلو رشته ده .