تیر کال په ترکي کې د یوکراین او روس تر مینځ عنقریب امن معاهده کیدلو والا وه چې کله بایډن او د برتانیې وزیر اعظم بورس جونسن خبر شو نو زیلنسکي ته یې ویل نه ګوره معاهده ونه کړې موږ درسره د اخري فوجي پورې ولاړ یو او ستاسو دفاع به کوو
زیلنسکي د بایډن او بورس جونسن ومنله او خپل 5 لاکه فوج یې د روس په خلاف میدان ته ورکوز کړو
د تیر کال د اپریل د میاشتې نه واخله تر اوسه پورې د روس 40 زره فوځیانو خپل ژوند د لاسه ورکړی او د یوکراین څلور نیم لاکو فوجیانو
د یوکراین یو څو ملیونه ابادي وه او په ملینو کې چې کله یو نیم ملیون ځوانان مړه شي د هغوي صرف بوډاګان ماشومان او ښځې پاتې شي . نن د یوکراین ښځې او بوډاګان فوج ته په زور لیږلی کیږي .
امریکه او یورپ ورته وایې بې غمه شه پیسې به موږه درکوو . د امریکې او یورپ ډالرې د یوکراین د مافیه حکمرانانو جیبونو ته ځي او په سختو واورو کې یې فوج د روزانه په بنیاد د مخې صفا کیږي .
نه په امریکه کې څوک زړه سواند پیدا شو او نه په یورپ کې چې ددغې ناورین مخه ونیوي .
نن د روس پخوانی صدر دمتري مدویدوف وایې موږ د اخري حده پورې کوښښونه کړي چې یوکراین د روس په خلاف د استعمال نه بچ شي او غیر جانبدار پاتې شي خو ولې د یوکراین نااهله مشران د امریکې او یورپ په بوټانو کې پراته وو ، اوس چې څه موږ غواړو هم هغسې به کیږي .
۱/ د یوکراین موجوده حکمرانان او د زاړو بوډاګانو فوج به له مینځه ځي .
۲/ هارکوف او اودیسا د روس تاریخي ښارونه وو دا به روس ته بیرته واپس کیږي .
او په کیف کې به هغه دولت جوړیږي کوم چې موږ غواړو
که چرې روس هارکوف او اودیسه ونیول نو دا د نیمې نه زیات یوکراین دی د اودیسه ښار په نیولو به د یوکراین ټول سمندر د روس د لاندې راشي او هم دغسې د یوکراین تر ټولو زرخیزه زمکه
که چرې د یوکراین حکمرانانو هغه وخت د بورس جونس او بایډن نه وی منلی نو نن به د یوکراین یو نیم ملین ځوانان ژوندي وو نه به یوکراین د ناورین سره مخ کیدلو او نه به یې د نړۍ د نقشې نه د ورکیدلو خطرات درلودل .