څه کلونه وړاندې د ملایزیا په کوالالمپور ښار کې د یو چینای ټیکسي ډرایئور سره په ټیکسي کې کیناستلم یو څو کلومیتره سفر مو وکړو خو سړي خوله خلاصه نه کړه ، ماته یو ټیلیپون راغی ما ددغه کس سره خبرې په فرانسوۍ (فرنچ) ژبه سر ته ورسولۍ
اخر د ټیکسي ډرایئور خوله خلاصه کړه ویل یې د کوم هیواد څخه راغلی یې ؟
ما ویل د سویس نه
سړی د سویس د ژوند ژواک په اړه سوالونه پیل کړل ، ما هم ځوابونه ورکړل ، دغه کس ماته ویل انسان له پکار دي چې د هر راروانو څلوریښتو ساعتونو ( ګنټو) لپاره پلان جوړ کړي ، چې دغه پلان کله په کامیابۍ سره سر ته ورسیدلو نو بیا دې د نورو راروانو څلورویشتو ساعتونو هدف وټاکي ، دغسې د دې انسان ژوند ټول د کامیابو څخه ډک شي او د ده یو ساعت هم بې ځایه لاړ نه شي .
د نړۍ د پرمختللو قامونو هم دغه فلسفه ده چې د راروان وخت فکر کوی کوم چې تیر شي که هغه ښه او که بد بلکل یې نه یادوي .
زما یو یمنی دوست دی چې پیدا شوی او لوی شوی په امریکه کې دی اوس یې ۵۵ کلونه عمر دی ، دی چې کله د دیرشو کلونو وو نو د ملینو ډالرو مالک وو بیا یې داسې ګړځ وخوړو چې لس زره ډالره ورسره نه وو ، په تیره اونۍ ( هفته ) کې زما سره ناست وو ، ما ورته ویل که دومره نقصان ما کړی وی اوس به پخوا مړ ووم ، ماته یې راوکتل ویل یې په کوم وخت کې چې د انسان پیسو ته اړتیا وي نو هاغه وخت د پنځویشتو او پنځوسو تر مینځ دی او ما ددغې وخت نه خوندونه اخستي اوس یې ټسوم هم نه او نه راته احساس شته .
د نړۍ پرمختللي قامونه په تیر وخت بلکل سوچ نه کوي دوي وایې do not think about the past because you cannot change it
تیر وخت که ښه تیر شوی او که بد خو ته یې بدلولی نه شي البته راروان وخت د انسان په لاس کې دی ، دی کولې شي چې په خپل محنت ،فکر او بهترینه حکمت عملۍ یې جوړ کړي .
اصلي موضوع ته راځم
کرن خان زما د خوښې سندرغاړی دی اوس مې ورله یوه سندره اوریدله ویل یې
زموږ چې به په کلي کې کچه کچه کورونه وو
څه ښکلي وختونه وو
پښتون د نړۍ یواځینې ډاینوسار دی چې په خپل تیر وخت پسې خپه دی ، ځوانۍ به ټوله د حجرې په کټ او د جومات په ګوټ او د غره په ګټ تیره کړي او د ژوند بهترین وخت به ضایع کړي بیا اوښکي تویوي څومره ښکلی وخت وو ، ښکلی ځکه وو چې په دغه وخت کې د ده سټ د مسافر پلار او ورور په مال پروت وو ، بیا هرڅه د ته په سر شي نو وخت ترې تلی وي .
پښتونه شکر وباسه چې نړۍ پرمختګ وکړو جاپانیانو ،امریکایانو ،اروپایانو ،چنایانو ،عربیانو خپلې شپې ورځې روڼ کړې او د هغوي ګټه لږه ډیره تاته درورسیدله تا د هغوي له برکته سپینه بنګله جوړه کړه او د خټو د غوجل دخیرنو ،بړستنو د خوب نه یې خلاص کړی .
پخوا به دې د وربشو ډوډه خوړله نن تک سپین اوړه خورې ،پخوا د شپږ شپږ میاشتې په للمه زمکه کې په سرو غرمو کودالې وهلي او هیڅ صله درته نه ده میلاؤ شوې .
په یو ګوټ اوبو پسې به د غره سر ته ختلی ،نه دې علاج وو نه د جامې او پیزار او بیا هم په دغې پسې ژاړې ؟؟
په خدای پښتونه که ته د سبا شوې هم ددغې پرون به دغسې ناکامه او نامراده پاتې یې.