0

د پښتون قامي سیاست او د پښتنو تر مینځ حلا

په کومه زمانه کې چې د امریکی صدر جارج واشنګټن او د هغه نه پس جون ایډمز دې د امریکې بنیادونه مضبوطول نو هم په دغه زمانه کې د افغانستان بادشاه احمد شاه ابدالي په هندوستان حملې کولې او د هندوستان په شمال کې یې غیر پښتون سیمې په خپله جغرافیه کې شاملولې .

د امریکې ولسمشرانو که غوښتلې نو هغوي د واشنګټن نه د سویلي امریکې پورې هم قبضې او جګړې کولې شوې او هغوي د خپلو قبضو د لاندې راوستل خو ولې هغوي دا مهم نه ګڼله هغوي د یوې داسې امریکې په محکمو جوړولو بوخت  وو چې نن یې هم د نړۍ نظام په لاس کې دی .

خو که چرې موږ بل اړخ ته وکتل نو د احمد شاه بابا ددغې اقدام د هغې وخت مطابق مثبتې نتیجې هم وې ،ځکه که چرې هغه په هند حملې نه وې کړې نو هم دغه هندیان د جنوب نه او ایرانیان د مغرب نه په افغانستان قابضیدل .

د احمد شاه بابا ددغې جګړو ګټې خو وقتا پښتون افغان قام ته په لاس راغلې خو ولې دایمی نقصانات یې هم وموندل او هغه دا وو چې د یو مضبوط دولت په جوړولو او د مضبوطو محکمو په جوړولو کې او د افغانستان په مستقله جغرافیه جوړولو کې ناکامه راغې نتیجه یې دا شوه چې د هغه د وفات نه پس افغانستان انتهای کمزوری پاتې شو او څه موده پس په څلورو حصو تقسیم شو .

د احمد شاه بابا نه پس د پښتنو لوی غورځنګ خدای خدمتګاري تحریک وو چې دغې د هغې وخت مطابق هم ګټې درلودلې او نن او هم لري خو که بل خوا موږ د هغوي د هاغه وخت سیاست وڅیړو نو ناکامۍ یې هم وې او هغه موږ د کانګریس سره د اتحاد په شکل کې وینو .

که چرې د کانګریس سره اتحاد نه وی شوی نو هم پښتنو ته د هغې وخت زبرځواکونو آزادي نه ورکوله ځکه د هغوي دایمي ګټې د پښتنو د ځانله ریاست سره د سوویت یونین په خلاف ختمیدلې او سوویت یونین ته د برتانوي استعمار د هندوستان نه د وتلو په صورت کې لاره بندیدله .

بیا هم که په دغه زمانه کې یانې د پاکستان د جوړویدو نه پس که چرې خدای خدمتګاري په وسلوال غورځنګ بدله شوې وی نو پښتنو به نقصان موندلو ،ځکه د هندوستان نه کراچۍ ته انتقال شوې مشینرۍ دومره مضبوطه لابي کوله چې د هغوي د لابۍ او پروپاګنډونو په جال کې د دیر غوندې د آزاد ریاست او د قبایلی سیمې آزاد پښتانه ښکیل شو او په کشمیر ورغلل .

که چرې په دغه وخت کې خان عبدالغفار خان د پاکستان په مخالفت کې وسلواله مبارزه کولی نو ښکاره خبره وه چې دغه پښتنو به د هغوي سره هم ټکر راتللو او د پاکستان د برتانیې نه پاتې اسټبلشمنټ به د هغوي غوږونه ډکول چې د کشمیر پرځای د دوي سره هم وجنګیږۍ ځکه دا د هندوستان خلګ او کانګریسیان دي .

د پښتنو مشرانو د تیر وخت د سیاست او بادشاهي فیصلو ناکامۍ هم شته او تر ننه د هغې حلاخو یا د مذهبي بنیاد پرستۍ په شکل کې پوره کیږي او یا د پاکستاني نیشنلزم په شکل کې .
خو ددغې دایمي ګټې هم دا دي چې تر نن پورې په پښتنو کې د سیاست کولو ماده شته ګنې دوي به تر نن پورې په ذاتي عناد او خپلمنځنو تربګنو کې بوخت وو .
د انګریز د وتلو نه پس په خاصه توګه د سوویت یونین د ختمیدلو نه پس د پښتنو سیاست نور هم کمزوری شو وجه یې د سختدریزو نشنلسټانو تنګ نظري او غلطې پالیسۍ وې ،چې د هغې په نتیجه کې ترې هغه څه شاته پاتې شو د کومو چې حاصل ممکن وو او هغه د پاکستان په جغرافیه کې دننه د یو خودمختاره ریاست یا د یوې صوبې حاصل وو ،

د سختدریزه سیاست او ولس تر مینځ دومره حلا پیدا شوه چې د هغې حلا د یولسم سيپتمبر دوه زره یو نه پس مذهبي بنیاد پرستانو ډکه کړله چې په نتیجه کې یې بیشماره وسلوالې ترهګرې ډلې راغلې او هغوي پښتنو ته بې تحاشه نقصان ورسولو چې تر نن ترې هم متاثره دي .

سختدریز سیاست او بند ذهنونه تر نن هم په غټه پیمانه د پښتون قامي سیاست په شکل کې کیږي چې حلا یې د پښتون قام تر مینځ تر ننه موجود ساتلې او هغه حلا یو دا ځل د جی ایج کیو د لوی پروجیکټ نیا پاکستان تر نامې لاندې ډکه شوله او د پښتنو په مینځ کې یو موثره اواز او غالب اکثریت جوړ شو .

نن دوخت ضرورت دی چې پښتانه نړیوال او سیمېز سیاست په خپل فکر کې ونیوي او مکان زمان ته وګوري چې موږ ته څنګه سیاست پکار دی ؟
پس ددغې به په دې نتیجه ورسیږي چې د تیر وخت غلط او جذباتي سیاست موږ ته ګټه نه ده راکړې بلکې نقصان یې راکړی ،پښتنو له لومړی خپل قامي سیاست ګټل دي او هم دا کامیابۍ اړخ ته لومړی ګام دی .

امیر یوسفزی

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ