0

زیلنسکي ټرمپ ورټلو خو ولې یورپ ورله عزت ورکړو ولې؟

د کال د 2014 په یوکراین کې د جمهوري دولت د غورځولو په شا د هغې وخت د امریکې لخوا د یوکراین لپاره د سفیرې ویکټوریا نولینډ ، د USAID او د امریکې CIA ښکاره لاس وو،
د دوي سره د یوکراین بینډیراتس هم شامل وو.

یورپ ددغې ګیم پوره ملاتړ کولو
ځکه د هر چا دلته خپل خپل مفاد وو

په کال 2022 کې ددغې مفاداتو جګړه پیل شوه
ځکه اوس نړۍ بدله
د روس مفاد دا وو چې دوي خپل روسي نسل خلک په یوکراین کې بچ کړي کومو چې د مغربي یوکراین د بینډیراتس نه خطره درلودله
د امریکې مفاد دا وو چې نن د نړۍ ټیکنالوجي ټوله لیتیم ، او پلاټینیم ، یورینیم ته اوړیدلې او په امریکې ددغې پیداوار د نیشت برابر دی .

نن د ډیزلو او پیټرولو ځای لیتیم اخلي او امریکه د ګاډو انډسټري په لیتیم بدلوي هم دغه وجه ده چې د یوکراین د جګړې په صورت کې دوي دغه خزانې راټول غواړي .

د فرانس مسله
فرانس په مغربي افریقه سلګونه کلونه حکومت کړی هم د هغې ځای نه به یې یورینیم راچپه کول او د فرانس بجلۍ به یې پرې پیدا کوله خو کله چې په غربي افریقه کې ملټري کودتا ګانې وشوې نو د فرانس دغه خزانې لوټل یې بند کړل .

د فرانس سره بل متبادل یوکراین دی

د برتانیې د روس سره دوښمني تاریخي ده کومه چې د روس د زار بادشاهت د وخت داسې راروانه ده
دغسې پولینډ او جرمني دا ویره لري که چرې روس یوکراین لاندې کړو نو موږ به هغسې لاندې کړي څه رنګه چې یې په دویمه نړیواله جګړه کې لاندې کړي وو.

د دغې ټولو هیوادونو مفادات مشترکه نه دي د دوي د هر یو مفاد جدا دي او د دوي لپاره یوکراین کیک دی هر یو ترې خپله برخه غواړي
که وینې تویږي نو د سلاویک خلکو د دوي پرې څه ؟

د امریکې دوهمه ویره
——-/
تاسو ته دې مالومه وي چې د چین انډسټري نن په لیتیم او یورینیم روانه ده او دوي د روس څخه دغه ترلاسه کوي امریکې ته مالومه ده چې د چین دغه انډسټري به زموږ انډسټري په راروان وخت کې لاندې راوغورځوي نو دوي ځکه سټراټیژي بدلوي ، دوي غواړي چې د روس سره ښه تعلق جوړ کړي .
پوټن هم تیره ورځ په یوه مرکه کې ویل که چرې د روس په ذخایرو راباوسلو کې د امریکې کمپنئ دلچسپي لري نو موږ ورسره ډیل کوو او ددغې فایده به دواړو ته وي .
امریکه په دې خوشالي څرګندوي .
دوهم پلان د امریکې دا دی چې ګرین لینډ ونیوي ځکه ګرین لینډ د نړۍ تر ټولو زیات قدرتي ذخایر لري او دا علاقه د ډنمارک خودمختاره علاقه ده او ډنمارک د نیټو ملک دی
دلته کې د امریکې او یورپ مفادات جدا دي .
نو د نیټو وجود ته هم خطره ده
او د روس لومړې هدف نیټو ماتول دي .

خو ولې یورپ امریکه خامخا دې جګړې ته راکاږي .

دا لاندې بډا خانان به تاسو ګورې او شاید دا فکر کوئ چې دوي د ټرمپ په مقابل کې د خپل یورپي زیلنسکي سره ولاړ دي نو تاسو هسې ځان تیرباسۍ

اصل کې دې بډاخانانو زیلنسکي دې له راغوښتلی وو چې د ټرمپ څخه معافي وغواړه ځکه چې د ټرمپ نه او د ټرمپ د امریکې نه بغیر د دې بډاخانانو پلاننګ په یوکراین کې نه شي کامیابیدلی .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ