زموږ سینې ختمې دي او د هغوي د ځانمرګو جیکټونو فابریکې په ترس کې روانې دي .
نن د بشیر بلور ځای د هندوستان د جالندر نه راغلی ماجر عمران نیولی او د شمشیر علی ځای یو ناجاړه فضل حکیم ،
زموږ مشرانو خپلې سینې مخکې کړې نتیجه یې دا شوه چې نه مو سیاست وګټلو نو مو قام خپل کړو .
ګرانه ایمل ولی خانه !
زموږ مشرانو د قام جنګ وکړو نه یې قام قربانۍ ومنلې نه یې ورله صله ورکړه ، ګرانه ایمل ولی خانه موږ د قام جنګ وکړو او باکستان دغه جنګ په منظمه توګه ستا د قام په ذهن کې وروټومبلو او قام د خپل ځان په خلاف وبللو .
ګرانه ایمل ولي خانه که ته چرې خامخا خپله او د خپلو ملګرو سینې ځانمرګو جاکټونو ته وړاندې کوې نو ددغې د وړاندې کیدلو نه مخکې به ددغې سینو د حفاظت ذمه واري هم اخلي .
نوی تنظیمونه به جوړوې لکه د کردانو به وسله والې ملیشې جوړوې او ددغې توان نه ته لرې او نه دې ورته د ګوند غړي تیار دي ،
غوره به درله دا وي چې د دې جنګ نه په سیاسي عقل فهم هم خپل ځان وباسه او هم خپل ملګري .
په درنښت