د ترکي سفر
لومړۍ برخه
د جنورۍ د میاشتې په اومه نیټه کال ۲۰۲۳ د سویس (سویټزرلینډ ) د زیورخ هوای ډګر (Airport) څخه د ترکي د ستر لرغوني ښار استنبول ته د سفر په موخه پورته شوم ، د دې نه وړاندې ما د ترکي هیواد فقط تاریخ لوستلی وو خو هاغه څه ما په ترکي کې په خپلو سترګو نه وو لیدلي کوم چې په کتابونو کې موجود وو .
هر کله چې د استنبول د هوای ډګر څخه بهر شوم نو د ښار د مرکز لپاره مې د ټیکسي والا سره خبره وکړه او هوټل ته یې راورسولم ، یو وخت د ښار په روان ټریفک کې ټیکسي ودریدلو څه ګورم دوه ماشومان رامنډي وهي د ټیکسي په لور ،لاس یې د ټیکسي په شیشه کې رادننه کړل او خیرات یې غوښتلو ما هم په بیړه جیب ته لاس کړو او ماشومان مې رحصت کړل ، د ټیکسي ډرائیور څخه مې وپوښتل چې دا ماشومان د سوریا (شام) دي هغه ویل بلکل کله چې شامیان د جنګ له بربادیو څخه دلته مهاجر شو نو په استنبول کې خیراتیان زیات شول.
څه دقې(منټه) پس چې هر کله ټیکسی د هوټل مخې ته ودریدلو ما خپل سامان ښکته کړو څه ګورم چې د ټیکسي په هوا یعنی زما په څنګ کې یوه ښکلې جینئ ولاړه ده ورسره په غیږ کې ماشوم او په خوا کې میړه هم وو دوي لاسونه راوغځول او د خدای په نامه یې قسم وکړو چې د نن شپې لپاره د خوراک هیڅ نه لرو ما ورته هم د خدای په نامه د خپل وس مطابق په لاس کې پیسې کیښودلې د دوي نه ما وپوښتل نو دوي هم ویل موږ د سوریا مهاجر یو .
زما یو دم فکر افغانانو /پښتنو ته لاړو چې دوي هم بربادۍ او جنګونه ولیدل دوي هم مهاجر شو خو بیا یې هم هیچا ته لاس ونه غځول ماشومانو یې د پښتونخوا په کوڅو کې کباړونه ټول کړل ښځو نرو یې د جامو پیزار پنډونه وګرځول خپل محنت او مشقت یې وکړو خو هیچا ته یې لاس ونه غځولو ځکه د پښتون افغان په وینه کې تاریخي برم ،عزت او ابرو خوندي ده .
د پښتون افغان صرف یوه کمي ده او هاغه دا ده چې دی د خپل ملي سیاست څخه لری دی نو ځکه خو د ده د سیاست واګې د اغیارو په لاس کې دي هم هغه یې فیصلې کوي او هم هغوي ورله قسمت بدلوي .
په دوهم سهار د د ترکی د لرغونی کلیسا حاجیه صوفیه د لیدلو لپاره روان شوم ،څه ګورم چې دومره قطار لګیدلی چې صرف سرونه ښکاري دا خلګ اروپایان ،جاپیان ،چینایان ،روسیان او د مسلمانانو هیوادونو خلګ وو کوم چې د حاجیه صوفیه د لیدلو لپاره راغلي وو .
حاجیه صوفیه هاغه تاریخي (لرغونی) ابادی دی کوم چې د نن څخه اتلس سوه کاله پخوا یوناني ارتوډکس چرچ جوړ کړی وو ، هرکله چې عثمانوي سلطنت قایم شو نو هغوي دغه کلیسا په جومات بدله کړه خو ولې ورستو په شلمه پیړئ کې د خپل متنازغه حیثیت له کبله نه جومات پاتې شو او نه کلیسا خو ولې د ترکي موجوده ولسمشر طیب اردغان په کال ۲۰۲۰ کې حاجیه صوفیه ته بیرته د جومات درجه ورکړه .
نن حاجیه صوفیه د نړۍ د هر مذهب او عقیده لرونکي لپاره خلاصه ده دوي دغې ته دننه ورځي او تاریخي مطالعه یې کوي .