0

په مستقبل کې افغانستان ته چیلنجونه

په مستقبل کې افغانستان ته چیلنجونه
—————
په دې کې هیڅ شک نه دی پاتې چې تالېبانو وسلوال جنګ ګټلی ، په شا یې څوک وو؟ جنګی ستراتیژي یې ولې کامیابه وه؟
د مخالفینو ناکامی یې څه وه ؟
دا بیل بحث دی .
اوس تالېبان د یو بل لوی چیلنج سره مخامخ دي دوي به ددغه مقابله څنګه کوی؟
دا مهال د ټولې نړئ سترګې په افغانستان کې د تالېبانو په عکس العمل او په راتلونکي نظام دي .
تالېب به په دغه نظام کې ښځو ته برخه ورکوي ؟
د بیان د آزادئ حق به ورکوي ؟
اقلیتو ته به حقونه ورکوي ؟
د جدید علم حق به د افغانستان ځوانانو او نجونو ته ورکوي ؟
مجرم ته به د دوي په عدالت کې د وکیل حق وي او که نه؟؟
خپل سیاسی مخالفینو ته به د سیاسی هلو ځلو اجازت ورکوی او که نه؟
په زور خو به د خپل نظام او د هغې د امیر بیعت د اولس نه نه اخلي ؟
د خپل ولس رائ ته به احترام لري او که نه؟
عرب ، ترکستانیان ، شیشانیان ، او ازبک به د مخکې غوندې په افغانستان کې ساتي او که نه ؟؟
د دې نه علاوه هم تالیب د ډیرو چیلنجونه سره مخ دی .

تالېب به په دغه هرڅه کې کامیابیږي او نړئ ته به یې عملا ثابتوي چې نړئ پرې باور وکړي او یقیني شي چې دوي عملا دا هرڅه ثابت کړي نو کیدی شي نړیوال یې په رسمیت وپیژني ، او که چرې تالېب په دې کې ناکامه راغې نو دغسې به دوي په نړیواله سطحه په ځانګړي تشخص او په رسمی پیژندګلو کې به هم پاتې راشي .او ددغې سزا به افغانستان ته د سختو اقتصادي بندیزونو په شکل کې میلاؤ شي .

د کابل نه د اشرف غني د وتلو په وخت د افغانستان په بانک کې نهه ۹ ملیارده ډالرې وې چې د دوه نیمو ملیاردو پکې سره زر هم شامل وو ، دغه ټولې امریکې فریز کړي ، دا مهال د افغانستان بانک کنګال پروت دی .
امریکه دا مهال د افغانستان په ټول کمیونکیشن او الیکټرانک ، کمپیوټري الاتو جام کولو بوخت ده ، او دغه ټیکنالوجي بیرته بیا بحالول نه د پاکستان کار دی چې خلاص یې کړي او نه د ایران ، ددې سره به د افغانستان ټول نظام په ټپه ودریږي .

د اشرف غنی د تلو نه مخکې چې نړیوال بانک او نړیوالو کوم امدادونه د افغانستان سره کول هغه پنځه ورځې وړاندې بند شوي دغه کمکونه او مرستې به د تعلیم او صحت په لړ کې کیدلې . ددغې د بندیدو نه پس د افغانستان سکولونه ،پوهنتونه هم په ټپه شي .
د افغانستان کرنسي به ورځ په ورځ وغورځیږي او په مکمله توګه به بې ارزښته شي . د افغانستان ځائ کاروباریان به د غربت له ویرې بهر لاړ شي ، ځکه په خپل وطن کې به دننه کاروبار د هغوي لپاره ګران شي .
د افغانستان د اوبو د بندونو لپاره چې کومې پیسې اسیای بانک ورکولې او هندوستان دغه به بند شي او د اوبو د مهارولو پروژې به ختمې شي .

دا مهال خو تالیب په پخوانیو نوکرانو ، پولیسو ، ډاکټرانو غږ کوي چې لیرته لاړ شئ دوي به لاړ هم شي خو ولې دکومې پورې به تالیب هغوي ته میاشتنې معاش پوره کوي ؟؟

پخوا به ټالبانو خپلو جنګیالو ته د افیونو ، تاریاکو نه پیسې پوره کولې ، او په هغې به یې ضرورتونه پوره کیدل ، خو ولې اوس خو یې ثابت هیواد لاس کې دی د هغې ضرورت به په څه پوره کوي ؟؟

د اقتصادي بندیزونو په صورت کې به بهر میشت په ملینو افغانان خپلو کورنیو ته پیسې نه شي لیږلې نو مجبورا به یې د پاکستان په بانکونو لیږي او دغه به د پاکستان د بانکونو حالت ښه کړي او ګټه به یې پاکستان کې وي ، دغسې به د افغانستان هوائ ډګرونه هم بند شي او په لکونو افغانان به د پاکستان هوائ ډګرونه کاروي او ټوله ګټه به پاکستان ته وي .
په داسې حالاتو کې به د نړئ هیڅ یو هیواد ته اجازت نه وي چې په افغانستان کې د پرمختګ پروژې واخلي .
د بې ارزښته پیسې په صورت کې به خوراکي توکي ګران شي او په ملینو خلګ به د لوږې سره مخ شي ، مجبور به شي او د خپل هیواد نه به در په در او خاک په سرشي .

اوس قدرت او طاقت د تالیب لاس کې دی چې افغانستان کوم اړخ ته بیايی ؟
که افغانستان بچ کوي او پرمختللی یې غواړي نو د نړیوالو او خپل اولس شرایطو ته به تیاریږي او که د خپل اولس او نړیوالو شرایطو منلو ته نه تیاریږي نو خدائ مه کړه افغانستان به د یو سخت ناورین سره مخ شي

لیک ۲۵ سیپتمبر ۲۰۲۱

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ