د بنګله ديش په ازادۍ کښې د روس کردار 0

د بنګله ديش په ازادۍ کښې د روس کردار

د بنګله ديش په ازادۍ کښې د روس کردار

د بنګله ديش په ازادۍ کښې د روس کردار
د بنګله ديش په ازادۍ کښې د روس کردار

د دویمې نړیوالې جګړې نه پس په دنیا کې ۸۰ جګړې شوي او دغه اتیا واړه جګړې د دنیا د دریمې درجې په هیوادونو کې مخې ته راغلي ، دغه جګړې که چرته د ترهګرۍ په نوم نو چرته د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم چرته د انقلاب او د نظام د بدلون په نوم نو چرته د انقلاب د مخې د هلو په نوم شوي

په دې کې هیڅ شک نشته چې په دغې اتیا واړه جګړو کې امریکه او روس مخامخ ملوث دي .
په دغه جګړو کې امریکه صرف د کال ۱۹۶۰ نه واخله د ۱۹۸۷ پورې په ۲۲ جګړو کې ملوث پاتې شوې او روس په پنځویشتو جګړو کې

او باقې پاتې جګړې هم د دوي په سیاسي کشالو مخې ته راغلي هرڅو که دا دواړه هیوادونه پکې مخامخ شریک نه وو

د روس او امریکې تر مینځ په دې جګړو کې یو محاذ د مشرق پاکستان محاذ هم پاتې شوی

هر څو که د بنګالیانو مطالبات جینوین وو دوي سیاسي طور هم مضبوط وو د دوي په ټولنه کې توازن هم وو په دوي کې نیشنلزم ، اتفاق او اتحاد هم وو خو ولې بې د بین المللي طاقتونو د مداخلت نه بغیر د دوي د آزادۍ اخستلو خوب ناممکنه وو .

بنګالي نیشنلم د هغې نه شروع کیږي کله چې محمد علی جناح صیب په کال ۱۹۴۸ کې په مشرق پاکستان ډهاکه پوهنتون کې سټوډنټانو ته په یو تقریب کې ویل زموږ قامي ژبه به اردو وي هم دغې خبرې د بنګالیانو په ذهنونو کې دا سوال پریخودلو چې هرکله موږ خپله ژبه لرو نو موږه څنګه پرادۍ اردو ژبه خپله قامي ژبه تسلیم کړو ؟

د بنګالیانو د خپلې ژبې ، او سیاسي جمهوري حقونو ګټلو یوه بل روخ اختیار کړو او اخر د مغرب پاکستان د زور واکانو په وړاندې په کال ۱۹۷۱ کې ودریدل .

په 26 مارچ کال ۱۹۷۱ د پاکستان فوجي قیادت په مشرق پاکستان کې خپلو فوځونو ته حکم ورکړو چې د بنګالیانو تحریک په مکمله توګه ختم کړۍ . ددې حکم نه پس د پاکستان فوځونو په غټه پیمانه اپریشن شروع کړو. د اپریشن نه ټیک یوه هفته پس د روس ( سوویت یونین ) د هغې وخت صدر نکولائ پوډګورني د پاکستان فوجی ډکټیټر یحیی خان ته خط ولیږلو چې د بنګالیانو مسایل په پرامنه او سیاسي لاره خل کړي او د هغوي مطالبات ومنۍ .

خو ولې د روس د هغې وخت د صدرپوډګورني په ځواب کې یحیی خان وایې چې موږ به په هر قیمت د خپل سالمیت دفاع کوو هیڅکله به په خپله خودمختارۍ سمجوته ونه کړو زموږ د اپریشن هدف واضح دی او هغه دا دی چې بنګالیان قام پرستان د مخې نه صفا کړو او د عامو خلکو د ژوند ، مال دولت او جایدادونو دفاع وکړو ، هرکله چې موږ په خپل مقصد کې کامیاب شو نو بیا به موږ د بنګله دیش ( د مشرق پاکستان) منتحب شوو خلکو ته حکومت ورکوو

خو ولې د یحیی خان وعده وعده پاتې شوه ، د بنګله دیش جګړې نور زور واخستلو د بنګالیانو د آزادئ ملیشې مکتی باهني ته هندوستان د مشرق پاکستان په سرحد مرکزونه کولاؤ کړل او هغلته به هغه بنګالیانو ته د جګړې ټریننګ ورکولی کیدلو کوم چې د جګړې په وخت هندوستان ته مهاجر شوي وو

هم ددې ځائ نه به هغوي ته وسلې سپلای کیدلې دا هغه وسله وه کومه چې به روس هندوستان ته ورکوله .
په دنیا کې هیڅوک هم د خپلې آزادۍ جنګ په خپل سر نه شي ګټلې کله چې په یوه علاقه کې د نړیوالو طاقتونو انټرسټ پیدا شي نو هغلته بیا دغه طاقتونه د خپل انټرسټ د بچ ساتلو لپاره هر ممکن کوشش کوي چې د آزادئ غوښتونکو ته یا د آزادۍ په خلاف ولاړو خلکو ته فوځي ، معاشي او سفارتي کمکونه ورکړي .

هندوستان هم په یواځې سر د بنګله دیش جګړه نه شوه ګټلې ځکه د مغرب پاکستان په شا چین او امریکه ولاړ وو ، د چین مسله دا وه چې د دوي هم د هندوستان سره په دغه وخت کې سرحدي تنازغات او جګړې وې او د امریکې مسله دا وه چې یو خوا یې پاکستان د سیټو او سینټو فوځي اتحاد ملګری وو او بلخوا دوي دا ویره محسوسوله چې د بنګله دیش د آزادۍ سره به په جنوبي مشرق اشیا هیوادونو کې به روسي کمیونزم ته لار خلاصه شي او خلیج بنګال به د روسي سمندري فوځونو د ولقې لاندې راشي .

د جنګ په دوران کې امریکې په اقوام متحده کې د هندوستان د رول په خلاف قرارداد راوړو خو ولې دغه قرار داد روس د ویټو پاور په ذریغه بلاک کړودغسې روس بنګالیانو ته په نړیوال سټیج په برپور قوت سره سفارتي ملاتړ ورکړو د روس لخوا د بنګالیانو په حق کې د ویټو د طاقت استعمال سره د بنګالیانو حوصله نوره هم اوچته شوه . ددغې نه پس یو ځل بیا په اقوام متحده کې د سیز فایر ( د اور بند ) قرار داد امریکې مخې ته راوړو پاکستان هم دا غوښتله چې په مشرق پاکستان کې نوره جنګ بندي وشي ځکه د فوج ټولې لارې تړل شوې وې او دوي ته د وسلې او د خوراک په سپلای کیدلو کې مشکلات وو

دغه قرار داد هم روس ویټو کړو ځکه روس ته مالومه وه که چرې دا قرار داد متظور شو او په مشرق پاکستان ( بنګله دیش ) کې ډز بندي وشوه نو ګټلې لوبه به زموږ د لاسو نه وغورځیږي

امریکې هیڅکله هم نه غوښتله چې د دوي د سینټو او سيټو مهم فوځي اتحادي هیواد پاکستان دې تقسیم شي ، هم په دغه وخت کې د امریکې تر ټولو نه غټ بحری 7 th fleet د ویتنام په اوبو کې موجود وو چې پکې د امریکې د هغې وخت بحری بیړه د USSانټرپرایز هم موجود وه . کله چې روس ته مالومه شوه چې د امریکې تر ټولو نه طاقتوره بحري بیړه د خلیج بنګال په لور روانیږي نو دوي سمدستي د وولادوسټوک د سمندر نه فلوټیلا نومې بحري جنګي جهاز د خلیج بنګال په لور روان کړل د روس فلوټیلا بحری فوځونه د امریکې د رسیدلو نه وړاندې خلیج بنګال ته ورسیدل او په خلیج بنګال کې د هندوستان د بحري ځواکونو نوره ملا مضبوطه کړله دوي د مشرق پاکستان (بنګله دیش )ټولې لارې وتړلې . که چرې هم د امریکې بحري بیړه خلیج بنګال ته رسیدلی وی نو بنګالیانو ته سل فی صدي شکست ممکن وو په دغه بیړه د امریکې اویا هوای جنګي الوتکو هر وخت کولو شو چې د هندوستان د هوای فوځونو مخه ونیوي او د پاکستان هوای ځواک نور مضبوط کړي او ددغې سره د بنګالي مکتي باهني له مینځه یوسي . خو ولې د روسي بحری ځواکونو د رسیدلو نه پس د امریکې تر ټولو طاقتور بحری 7th fleet د سینګاپور په اوبو کې ولاړ پاتې شو

د دسمبر په میاشت کال ۱۹۷۱ کې په مشرق پاکستان کې د پاکستان فوځ د هرې خوا نه محاصره شو او په شپاړسم دسمبر د ډهاکې ښار د لوبو په میدان کې د هندوستان د فوځونو په وړاندې سرینډر شو ، او دغسې یو بل نوی هیواد چې نامه یې بنګله دیش وه د دنیا په نقشه راڅرګند شو

د بنګله دیش د آزادئ نه اته دیرشت ورځې پس کمیونسټ روس د دنیا لومړی سوپر پاور وو چې بنګله دیش یې د یو آزاد هیواد په توګه تسلیم کړو

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ