هرات سیکورټي ډایلاګ
یو خوا که د نړۍ لوی هیوادونه په توازان برابریږي نو ولې بلخوا هغه ولسونه هم د نوي حقیقتونو سره مخ کیږي کومو چې مدام په امریکه او غربي اتحاد ملاګانې تړلې .
ارجنټینا په نړۍ کې په لویو هیوادونو کې شمار دی ، خو ولې د تیرو کلونو نه د سخت معاشي بحران سره مخ دی ، ولس یې په تیرو سیاستمدارانو بې باوره وو هم دغه وجه وه چې د دوي یو لوی اکثریت د ارجنټینا پاپولسټ سیاستمدار جیویر میلیمی په یو لوی اکثریت کامیاب کړو ، د جیویر ملیمی په انتحابي منشور کې دا هم شامله وه چې د کمیونسټ بې تهذیبه هیواد نه به د خپل ملک ډایریکشن بدلوم او تهذیب یافته امریکې اړخ ته به ځم او د ارجنټینا اقتصاد به ډالر ته اړوم ، خو ولې د چوکۍ سنبالولو نه پس د یو نوي حقیقت سره مخ شو ، او ورته مالومه شوه چې د چین نه بغیر هیواد چلول ګران دي ،.
په ملټي پولر دنیا کې نه خو یو هیواد د چین او د جنوبي دنیا نه لاس اخستلی شي او نه په امریکه کې هغه قوت پاتې دی چې دوي د خپلو اتحادیانو هغسې ملاتړ وکړي لکه د جزیره نما کوریا د جنګ نه پس چې هغوي د مشرقی جنوبي اسیا د هیوادونو کړې وه .
په دنیا کې د جمهوریت په نامه جګړې د امریکې په ملټري انډسټریل کمپلیکس بدلې شوي دي . د یوکراین جګړه د امریکې د فوج ایکسپنشن نه په ملټري انډیسټریل کمپلیکس بدله شوې ، نه خو اوس د پخوا په څیر زیلنسکي ونسټن چرچل دی او نه د یوکراین نیو نازي رژیم ماډرن جمهوریت . د یوکراین جګړې او د یوکراین د موجوده رژیم انتظامي بدلونونو د امریکې سیاستمداران د نوي حقیقت سره مخ کړل هم دغه وجه ده دغه جګړه صرف د امریکې د وسلو جوړولو کارخانو ته محدود کړې شوه .
په داسې حال کې د هرات سیکورټي ډایلاګ په نامه د راجوړې شوي غونډې د اعلامیې او په هغې کې د رحمت الله نبیل او محسن داوړ د بیان نه مالومیږي چې دوي د افغانستان موجوده کورنۍ سیاسي شخړه په جنګي کمپلیکس بدله کړي . رحمت الله نبیل په موجوده نظام د کمیاوي وسلو جوړولو تورونه لګوي . د داسې بیان نه مالومیږي چې رحمت الله نبیل ددغې بیان د لاندې امریکه او د هغه اتحادیان په افغانستان یرغل کولو ته داسې راوبلي لکه په عراق چې د کیمیاوي وسلو د بهانې لاندې امریکې یرغل کړی وو . د نبیل دوهم مهم هدف پاکستان وو چې پاکستان دې خبر وي چې ستا په ګاونډ کې په داسې حال کې موجوده نظام په کیمیاوي وسلو لاس پورې کړی په کوم حال کې چې ستا د هغوي سره د پاکستاني ت ا لییبانو په سر شخړه روانه ده .
بلخوا ددغې کانفرنس غړی محسن داوړ وایې چې په جنګ راغلی خلک دې په جنګ لاړ شي . خو ولې د ملټي پولر دنیا په حقیقي رنګ نه دی خبر چې کوم اړخ ته روانه ده ؟
او یا امریکه دومره توان لکه د ۲۰۰۱ په څیر لري ؟؟
یا امریکه په افغانستان کې ستراتیژک ګټې؟ که امریکه ګټې هم ولري نو هغه به صرف د امریکې د وسلو د جوړولو د کمپنو وي او د هغوي په امداخلت به دافغانستان کورنۍ سیاسي شخړه په ملټري انډیسټریل کمپلیکس بدله شي ، او نتیجه به یې د افغانستان او د افغانستان د ولس په رسوایې تمامیږي . زما په اند د افغانستان او د دواړو اړخ ته د پښتنو خیر په دې کې دی چې نړیوال حالات دې ژور په نظر کې ونیوي او دا حقیقت دې مالوم کړي چې زموږ په منطقه که په موجوده وخت کې د چا سیاسي اثر رسوخ زیات وي نو هغه لومړی د چین دي ، بیا د ماډرن خلیج هیوادونو او په دریم نمبر کې د روس . دا هغه هیوادونه دي چې دوي هیڅ ملټري ایمبیش military ambitious په خپله اسیای منطقه کې نه لري دوهمه په موجوده وخت کې هم دا هیوادونه دي چې د موجوده نظام سره اړیکې لري ، هم دوي کولی شي چې د افغانستان د پخوانیو سیاست مدارانو او موجوده نظامیانو تر مینځ د افغانستان په داخلي معاملاتو خبرې وکړي او سولې ثبات ته لاره پرانیزي . او که چرې بهر هیواد میشته د امریکې او غربي اتحادونو په تمه وي نو دوي به د هغې حقیقت سره مخ شي د کوم په نتیجه چې دوي نه دي خبر او دغسې به افغانستان د امریکې د ملټرۍ په انډسټریل کمپلیکس بدل شي . ګټه به د امریکې وي او بربادي به د مدام لپاره د افغانستان په نصیب راشي .