0

راروانه لویه جګړه

د امریکې د سیاست تر ټولو مشهورې څیرې هیلري کلنټن یوه ورځ پخپله وینا کې ویل ، په منځني ختیځ (مشرقی وسطی ) کې د شیعه او سني تر مینځ جګړه د امریکې او اسرایل دواړو په ګټه ده ، ځکه چې کله هم شیعه او سني په خپلمنځنئ جګړه کې بوخت وي نو اسرایل به په ارام ناست وي ، او د اسرایلو د ارامتیا لپاره ضروري ده چې د اسرایل په ګاونډ کې تودې جګړې وي .

کله چې په ایران کې د خمیني انقلاب راغلو او د شیعه مسلک د مولایانو دولت جوړ شو نو د عراق د سني دولت (د صدام حسین ) سره غم شو که چرې د ایران دغه نظام ژوندی پاتې شو نو امکان دی چې په عراق کې شیعه ملیشې جوړې کړي او د سنیانو ( د صدام حسین ) دولت پرې له مینځه یوسي ، هم دغه وجه وه چې د عراق د هغې وخت صدر صدام حسین په ایران حمله وکړه ، دغه جګړه څه د پاڅه اته کاله جاري وه ، (1980,1988 )
صدام حسین که هرڅومره د اسرایلو خلاف وو خو ولې بیا هم امریکې هغه ته د ایران په خلاف د انټیلجنس سپورټ سره سره په اربونو ډالرې هم ورکولې ، اسرایل ته ښه مالومه وه چې امریکه د عراق ملاتړ کوی خو ولې اسرایل هیڅکله هم امریکې ته دا نه ده په ډاګه کړې چې زما د دوښمن ملک ( عراق ) ولې ملاتړ کوې؟ ځکه چې جګړه یو داسې عمل دی چې که یو هیواد پکې ګټه هم ومومي خو ولې بیا هم دغه هیواد یو بلې جګړې ته او بیا هغې دوښمن ته تابیعه نه شي نیولی کوم دوښمن چې دده د جګړې په وخت په ارام ناست وي او تماشا کوي . د ایران عراق جګړې په نتیجه کې دواړو هیوادونو ته سخت زیان ورسیدلو ، په منځني ختیځ کې د جګړو له رنځه لا دواړه هیوادونه روغ نه وو چې اسرایل د هغې صدام په خلاف په امریکه کې دننه لابنګ وکړو او اخر امریکه یې مجبوره کړه او د صدام حسین دولت یې په کال 2003 کې له مینځه یوړو ، د صدام حسین د دولت د ختمیدلو نه پس په عراق کې ایران ته موقع په لاس ورغله او هغوي شیعه ملیشې جوړې کړې ، دغسې د صدام حسین د بعث ګوند خلک او د هغه د فوج نه پاتې افسران لاړل او د عراق القاعده یې جوړه کړه چې بیا په کال 2013 کې هغه القاعده په داعش نومې تنظیم بدله شوه .
پکار خو دا وه چې د اسرایلو د لوی دوښمن صدام حسین د ړنګیدلو نه پس په عراق کې هغه امن راغلی وی د کوم امن خبره چې په کال 2001 کې د اسرایلو موجوده وزیر اعظم بنیامین نتن یاهو د امریکې سینیټرانو ته په یوه وینا کې ویل که چرې تاسو صدام له مینځه لرې کړو نو په متځني ختیځ (مشرق وسطی ) کې به امن راشي . امن رانه غې خو ولې جګړو نور زور واخستلو او د شیعه سني ترمینځ د عراق نه سوریا او یمن ته منتقل شوه ، د عراق او سوریا نه واخله د یمن پورې په لکونو عرب په دغه جګړو کې وژلي شو ، او بلاخر په کال 2023 کې د چین په کوښښونو سره شیعه ایران او سني سعودي عرب دواړه کیناستل او په متځني ختیځ کې یې د امن لپاره ګډ کوښښونه پیل کړل ، شیعه ایران په عراق کې شیعه ملیشې خاموشه کړې او سني سعودي عرب د سوریا د سنی ملیشو نه لاس واخستل او د ایران اتحادي بشارالاسد ته یې لاس ورکړو ، دغسې د دواړو هیوادونو تر مینځ له امن لپاره د کوښښونو په نتیجه کې په یمن کې هم د جنګ بندئ تړون وشو ، هم په دې دورانیه کې د اسرایلو وزیر اعظم بنیامن نتنیاهو بلها ناکامه کوښښونه وکړل چې د ایران او سعودي ترمینځ سولېز مذاکرات د Abraham accord د لارې له مینځه یوسي خو ولې په کال 2023 کې دغه هسې د حماس د حملې په نتیجه کې له مینځه لاړې .
ابراهام اکارډ هغه لوظنامې ته ویلې کیږي د کومې تر مخه چې مراکش ، متحده عرب امارات او بحرین د اسرایلو سره سفارتي اړیکې بحال کړي . اسرایل ددغې لوظنامې نه پس مسلسل په دې هڅه او کوښښونو کې دی چې سني عرب هیوادونه له ځانه سره ملګري کړي او هغوي قایله کړي چې د یمن نه واخله د عراق ، سوریا او لبنان پورې چې کوم شیعه ، زیدی اتحاد دی دا اصل کې زما په خلاف نه بلکې ستا دوښمنان هم دي . خو ولې په دې اړه سني عرب هیوادونه خاموش پاتې دي ، پرون د ایران په حوالې سره د سعودي عرب د ولی عهد محمد بن سلمان بیان نه یواځې د متځني ختیځ لپاره ګټه ور او مثبت دی بلکې د ټولې منطقې لپاره هم د امن ، مینې او ورولۍ پیغام دی ، محمد بن سلمان په خپل دغه پیغام کې د اسرایل لخوا په فلسطینیانو وحشیانه بریدونه وغندل او د ایران سره یې د امن قایمولو لپاره ژمنه هم وکړه .

اسرایل د منځني ختیځ دا سیاسي منظره په خپلو سترګو ګوري ، او داسې ورته محسوسیږي چې د کوم شیعه او سني په مینځ کې چې کومه جګړه زموږ له ګټو لپاره د تیرو څلویښتو کلونو نه روانه وه که چرې دغه پای ته ورسیدله نو موږ نه شو کولی چې په متځني ختیځ کې ژوند وکړو او یا د خپل کلونیل اینیټیټئ (colonial entity ) وجود بچ وساتو ، په داسې حالاتو کې د اسرایل سره یواځینې اپشن دا وو چې په امریکه کې دننه یو ځل بیا AIPAC نومې اداره فعاله کړي او په متځني ختیځ کې امریکه یوې لوی جګړې ته راکش کړي .
یاد ساتۍ ایپاک AIPAC هغه یهودي صیهوني اداره ده کومه چې د امریکې په سیاست او هر سینیټر او د کانګریس په هر ممبر حتی د امریکې په ولسمشرانو هم ژور اثر رسوخ لري ،
د امریکې راتلونکی ولسمشر ددغې لابۍ تر ټولو مشهوره څیره ده او په مکمله توګه د هغوي په لاسو کې دی ، ټرمپ که هرڅومره د یوکراین د جګړې خلاف دی او غواړی چې د یوکراین د کمک نه لاس واخلي خو ولې بلخوا ټرمپ د اسرایلو په دفاع کې د اخري حد پورې ځي .

د امریکې په سیاسي او حکومتي چارواکو کې چې څوک هم د اسرایل د دفاع لپاره هر وخت لاس په نامه ولاړ وي نو هم هغه خلک به د ښاغلي ټرمپ په راروانه کابینه کې په لوړو چوکو باندې وي چې په دغې کې د مللي متحده لپاره راروانه سفیره ایلس سټیفانیک Elise Stefanik ده چې د امریکې د صیهوني تنظیم AIPAC نه د کال 3 ملیونه ډالرې رشوت اخلي .
دغسې سنیټر لینډزی ګراهم Lindsey Graham قوی امکان دی چې هغه ته د امریکې د دفاعي چارو وزارت وسپارلی شي ، ښاغلي لینډزی ګراهم ته هم ددغې لابیګر تنظیم نه د کال یو ملیون ډالره رشوت میلاویږي .

د امریکې په حکومتي سرپرستانو کې لوړه چوکۍ د صدر نه پس د مشیر خارجه سره وي او د هغې لپاره ټرمپ Marco Rubio مارکو روبیو ټاکلی ، مارکو روبیو ته هم ددغې تنظیم څخه د کال یو نیم ملیون رشوت تر لاسه کوي .بل مارکو روبیو د ایران په خلاف تر ټولو سخت دریځ لري ، د ټرمپ په راروانه کابینه کې چې کوم درې لوی منصبونه دي هغه درې واړه د صیهوني لابیګر تنظیم رشوت خوارو ته ورکولی کیږي او د دوي تر ټولو لوی ارمان په ایران کې د نظام بدلون او د ایران د وسلو کارخانې او اټومی ری ایکټرې له مینځه وړل دي .
داسې ښکاري چې د امریکې راروان دولت به ډیر په اسانې سره د ایران په خلاف راروانې جګړې ته راکش شي ، خو اوس سوال دا دی چې ایا روس کوم چې د ایران نژدې اتحادي دی هغه به د ایران د بربادۍ تماشې صرف وکړي ؟؟
دلته دوه خبرې دي او هغه دا دي چې د روس په خلاف امریکه په ډاګه د یوکراین ملاتړ کړی او د ایران په خلاف د امریکې او اسرایلو لخوا د جګړې په صورت کې به روس ته ښه موقع په لاس ورشي چې د ایران هغسې ملاتړ وکړي لکه څه رنګه چې امریکه د یواکراین ملاتړ کوي .
دوهمه خبره داده ؛. که چرې هم امریکه وغواړي چې په ایران حمله وکړي نو لومړی به امریکه په یوکراین کې جنګ بندي کوی او روس به قایله کوی چې ستا په خلاف به یوکراین نور نه استعمالوو نو شاید روس خپلو ګټو ته وګوري او د ایران کمک له رانه شي .
خو ولې بیا هم امریکه به کوښښ کوی چې یو داسې معاهده د روس سره وکړي چې عزت او ابرو یې په نړۍ کې ژوندۍ پاتې شي خو ولې روس چرې هم داسې یو معاهدې ته غاړه کې نه ږدي په کومه کې چې د امریکې عزت او برو ژوندې پاتې کیږي .
امریکه که د روس سره د یوکراین په سر تفاهم ته رسیږي نو هم د امریکې شکست دی او که تفاهم او د روغې جوړې خبرو ته ونه رسیږي نو هم .
یعنې په دواړو صورتونو کې به امریکه د مشکلاتو سره مخ شي .

که چرې امریکې لومړی د روس سره د یوکراین په سر مسایل حل نه کړل او بې د دواړو تر مینځ د تفاهم نه امریکه په ایران حمله اوره شوه نو روس به د ایران په څنګ کې ودریږي او په داسې صورت کې به کومه روانه پټه دریمه نړیواله جګړه ښه په ډاګه شي . نه به دغه جګړه صرف د منځني ختیځ نقشه بدله کړي بلکې د نړۍ سیاسي ، مالیاتي فوجي او جغرافیای نقشه به هم بدله کړي .

امیر یوسفزی

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ