کله چې د فلسطین مزاحمت کاره ډله په اووم اکتوبر کال 2023 کې د غزا د پنجرې نه ووتله او په هغه خپله خاوره ورننوتل د کومې نه چې د هغوي نیکونه په کال 1948 کې بیدخله شوي وو ، نو هم د هغې نه پس اسرایل د غزه په یو سو سوه سکویر کلومیتره باندې دومره بارود وکارول چې دومره بارود په دوهمه نړیواله جګړه کې برتانیې او امریکې په ګډه د جرمني د ډریسډن په ښار نه وو کاروولي ، نن د غزا نه د موندلو شوو مړو شمیره 46 زره ښودلی کیږي چې پکې 16 زره ماشومان او د پاڅه لس زره تورسرې وژل شوي خو ولې بلخوا مختلفې رسنۍ او د بشري حقونو سازمانونه ( هیومن رايټس ) د وژلو شوو شمیره 2 لاکه او شل زره ښایې .
کله چې په غزه دغه ناتار پیل شو نو د لبنان حزب الله دغې قتل عام ته د جواب اوې ، چې د دوي ددغه جواب په نتیجه کې د اسرایل د شمال نه په لکونو اسرایلیان کډوال شو ، حزب الله نه یواځې په جوابي حملو کې د اسرایلو غیر قانوني ابادۍ په نخښه کړي بلکې د اسرایلو سرحدي ځواکونه او مستقل ځواکونه یې سخت ځپلي .
څومره چې د حزب الله لخوا په شمالي اسرایل حملې تیزیدلی نو هم دومره په بنیامین نتن یاهو د خپل ولس پریشر زیاتیدلو او هم هغه پریشر وو چې بنیامین نتن یاهو د خپل ولس سره ژمنه وکړه چې د لبنان سره د لګیدلي سرحد نه حزب الله په فوجي طاقت لرې کوو ، ددې مشن تر سره کولو لپاره اسرایل خپل 80 زره ایلیټ فوج د امریکې ، جرمني ، فرانس او د برتانیې په همایت وردننه کړو ، دوي په هوای بریدونو کې د حزب الله اعلی قیادت ټول له مینځه یوړو خو ولې بیا هم دوي ته هغه کامیابي په لاس رانه غله د کومې ژمنه چې بنیا مین نتن یاهو او د هغه کابینې د خپل ولس سره کړې وه ، حزب الله د خپل مشرتابه په قتل عام خو نقصان وموندلو خو ولې په میدان دوي شاته نه شو ، هم په دې دورانیه کې د امریکې لخوا Amos Hochstein ( اموس هوشټاین ) څو څو وارې لبنان ته ورسیدلو چې د لبنان فوج او سني مسلمانان د حزب الله په خلاف راوپاروي خو ولې څو څو وارې په خپل مشن کې نامه شو . یاده دې وي اموش هوشټاین صیهوني یهودي دی د امریکې او اسرایل دواړو تابیعت لري او په څه وخت کې د اسرایلو په فوج کې هم پاتې شوې او نن سبا د امریکې د دولت لخوا د منځڼي ختیځ لپاره ټاکلی شوی مشیر دی .
امریکه او جرمني دواړه غواړي چې په لبنان کې داسې ډلې جوړې کړې چې حزب الله پرې وځپي ، دوي یواځې نه په لبنان کې ولس راپاروي بلکې په سوریا او عراق کې هم .
هم په دې دوران کې امریکې د اردن وزیر خارجه میاشت وړاندې په بشارالاسد پسې ولیږلو که چرې ته د لبنان د حزب الله او د ایران سره ملګرتیا ختمه کړې نو د امریکې او د یورپ لخوا په سوریا لګیدلي اقتصادي بندیزونه به هم ختم شي او په سوریا کې به امن هم راشي ،
امریکه ولې په بشارالاسد پسې د اردن وزیر خارجه لیږلو؟
ځکه چې اردن په سیمه کې د امریکې او اسرایلو بااعتماده ګوډاګی هیواد دی ، بل اردن د سوریا سره خپلې سفارتي اړیکې هم بحال کړي ، دریمه وجه داده چې د اردن د ایران سره ژور سفارتي تعلق نه لري .
د اردن وزیر خارجه لخوا بشاراالاسد ته ځکه ویلی کیدل چې د ایران سره تعلق ختم کړه ، ځکه چې ایران د عراق سره د سوریا په سرحد پروت القیم ښار نه د سوریا ابوالکمال ښار ته وسلې لیږي بیا یې د هغې ځای نه د لبنان حزب الله ته سپلای کوي . د عراق د القیم ښار نه واخله د سوریا د ابوالکمال نه دغه فوجي مهمات بیا د سوریا د حمص د لارې لبنان ته په یو څو ساعته کې دغه سپلای رسیږي چې پکې ماډرن الات او فوجي عملیاتي پلانونه هم شامل وي او هم دغې مهماتو اسرایل ته په جنګي میدان کې سخت زیان اړولی ، دوهم دوي د وسلو سره سره د د عراق نه د PMU (حشد الشعبي ) جنګیالي هم په دغې لار د سوریا د ګولان ( جولان ) او د لبنان پورې په یو وخت رسیږي .
که چرې هم بشارالاسد دغه افر منلی وی نو نن به د سوریا حلب ښار او ادلب به په مکمله توګه د هغه د لاسو نه نه وتل او د امریکې د CAI او د ترکي په لاس د روزولو شوو سلافي ډلو لاسو ته به نه غورځیدل . د اردن په خله دغه افر منل شاید سوریا ته وقتي ګټه راوړې وی خو ولې د خپل نژدې اتحادي ایران ، یمن ، لبنان ، عراق او د فلسطینیانو نه به محرومه شوی وو ، بیا په خاصه توګه د لبنانیانو او ایرانیانو نه ځکه د کال 2013 نه پس هم دغه ایرانیان او لبنانیان دي چې د بشارالاسد سره اوږه په اوږه ولاړ دي .
د سوریا په روانه خونړۍ لوبه کې د امریکې ، یورپ ، اسرایل ، ترکي او قطر کردار_______________________________________
1:. د امریکې او یورپ اهداف
اسرایل د امریکې لپاره او امریکه د اسرایل لپاره په منځني ختیځ کې د سمندري بیړې رول لوبوي ، تر کومې پورې چې اسرایل په منځني ختیځ کې شتون لري نو په دغه منطقه کې د امریکې اجاره داري نه ختمیږي او چې تر کومې پورې امریکه په بین الملي سیاست او اقتصاد کې د نړۍ د یو ستر سرپرست مقام لري نو اسرایل به هم دغسې په یو طاقتور پوزیشن کې وي . د اسرایل لپاره په منځني ختیځ کې لوی سر دردې د ایران ، سوریا ، د عراق د شیعه ملیشې ، د فلسطین مزاحمت کارې ډلې او حزب الله دي ، بې د فلسطینیانو نه دغه اتحاد د شیعه مسلک سره تعلق ساتي او د شیعه سني تر مینځ روانه جګړه ننې یا شل کلنې نه ده بلکې دا جګړه څوارلس سوه کلنه جګړه ده چې د اهل بیعتو او امویانو تر مینځ روانه ده ، او هم ددې دواړو تر مینځ د نفرت نه سل کاله پخوا فرانس او برتانیې ګټې پورته کړې او بیا چې کله په کال 1948 کې اسرایل جوړ شو نو امریکې او اسرایل ، ځکه خو هیلري کلنټن وایې د شیعه سني تر مینځ جګړه زموږ په ګټه ده ، هرکله چې په کال 2013,14 کې په مشرقی سوریا او عراق کې داعش د شیعه ګانو قتل عام پیل کړو او بیا د هغوي په خلاف د نړیوالو په مرسته داعش له مینځه لاړو نو هم هغه وخت د اسرایل استخباراتو په خپل یو راپور کې دا نکته په ګوته کړې وه چې د داعش ختمیدل ستراتیژک نقصان وو ځکه که داعش نه وی ختم شوی نو نن به نه په سوریا کې ایران موجودیت لرلو او نه په سوریا کې ، هم دغه وجه ده چې امریکه غواړي چې د سوریا د مشرق عرب قبایل او د شمال کردانو له یې اتحاد په کال 2014 کې جوړ کړو کوم ته چې SDF د سوریا جمهوري عسکر ویلې کیږي ، لومړی یې هغوي د داعش په خلاف استعمال کړل او بیا یې پرې د سوریا د تیلو نه مالامال علاقې ونیولې ، دا چې د بشارالاسد حکومت په خپلو وسایلو کې محتاجه کړي او هم هغسې یې وکړه ، یو خوا که د سوریا د موجوده نظام په خلاف ترکي د القاعده پخوانې څانګې د یغورو د سختدریزه ترکستان اسلامک ګوند او پخوانی جیش الحر سپورټ کړو او په حلب ، حماه ښارونو یې برید وکړو نو بلخوا امریکې د عراق سره لګیدلی په سرحدي سیمه دیر الزور د کردانو او عرب قبایلو په لاس د سوریا د فوج په خلاف عملیات پیل کړل ، ځکه چې په دغه سیمه کې به دې کردانو او عربو د اتحاد SDF نه علاوه بله پراکسي ډله نشته چې د عراق او سوریا تر مینځ هغه کوریډور په خپله قبضه کې واخلي او د عراق نه د سوریا په لار لبنان او فلسطین ته فوجي کمکونه بند کړي ، که چرې هم امریکې په خپلو پراکسي کردانو د سوریا دیر الزور صوبه ونیوله نو سوریا ، لبنان او فلسطین به په مکمله توګه د عراق او ایران څخه بیل کړی شي دغسې به حزب الله ، د سوریا فوج او فلسطینیان
کمزوري کړی شي او د اسرایل لپاره دغه خطرات به له مینځه لاړ شي ،
۲:. د ترکي اهداف
سلطان رجب طیب اردغان په یویشتمه پیړئ کې د عثمانوی سلطنت د قایمولو خوبونه ویني او د هغې خوب پوره کولو لپاره د هر حده تیر دی ، ترکي د سلطان اردغان په مشرۍ کې غواړي چې د سوریا او عراق شمال دواړه ونیوي ځکه چې دغه سیمې د کردانو په ولقه کې دي او کردان ترکي د خپل وجود لپاره خطره ګڼي ، دوهم د ترکي او امریکې هدف د اسرایل په اړه یو دی ، ځکه هرکله چې اذربایجان د ترکي په مرسته د ارمینیا نه ناګورنو کره باخ علاقه په فوج طاقت بیرته اخستله نو اسرایل د ترکانو او اذربایجان بلها کمکونه کړي او نن ترکي د هغې بدل اسرایل ته واپس کوي دا چې د ماتیدلو یا د شکست نه یې وژغوري .
۳:. د یوکراین هدف
یوکراین په یوه داسې جګړه کې د روس سره بوخت دی چې په لکونو فوج او په لکونو سکویر کلومیتره علاقه یې په روس بایللې ځکه غواړي چې کوم ځای روسي فوجي تنصیبات وي او هغلته دا امکان موجود وي چې د روس په خلاف ډلې یا ګوندونه موجود وي نو کوشش کوی چې په هغوي د روس تنصیبات په نخښه کړي او دغسې روس په سوریا کې د تیرو بلها کلونو نه پروت دی ، نو هم دغه وجه ده چې د ادلب صوبې سلافي (پخوانۍ القاعدې ) ته یې جدید ډرون او جدید وسلې ورسره ټریننګونه ورکړل چې د سوریا د فوج او په سوریا کې پرې د روس تنصیبات له مینځه یوسي .
۴:. د قطر اهداف
هرکله چې په کال 2008 کې جرمني د روس سره د دوهم نارډ سټریم ګیس پایپ لاین جوړولو معاهده وکړه نو امریکې محسوسه کړله چې ددغې سره به د جرمني اکانومي خودمحتاره شي او روس ته به هم ګټه ورسیږي او بله دا چې جرمني به د امریکې د ګیسونو د ملټي نیشنل کمپنیو نه ګیس اخستل پریږدي نو امریکې د قطر سره مشترکه غوښتله چې یو د قطر نه د امریکې د ګیسو د کمپنیو په مالي لګښت د قطر نه د سعودي او د سعودي نه د اردن په لار د اردن نه د سوریا او ترکي په لار یورپ ته د ګیسو لاین ورسوي او د روس د نارډ سټریم پروژه له مینځه یوسي خو ولې سوریا په تاریخي توګه د روس اتحادي هیواد دی نو سوریا انکار وکړو ، هم دغه وجه ده چې قطر غواړي چې بشار الاسد لرې کړي او یو داسې ګوډاګی حکومت راشي چې د قطر د سلګونو اربونو د ډالرو دغه پروژه سر ته ورسوي ،
د سوریا د جګړې نتیجه به د چا په ګټه او د چا په نقصان تمامیږي ،.؟
دا خو د لمر غوندې روښانه ده که چرې د سوریا حکومت له مینځه لاړو نو د لبنان حزب الله او د فلسطین مقاومتي ډلې به هم له مینځه لاړې شي که چرې له مینځه هم لانه ړې نو داسې ستراتیژک شکست به ورته وشي چې په بیرته اوچتیدلو به یې یو نسل هم ددې نړۍ نه فنا شي ، دغسې روس به هم د بحیره روم د ستراتیژک اډو نه محرومه شي . د سوریا مشرق به د امریکې د پراکسي ډلو ځانله په رسمیت نه منونکی (de facto )هیواد شي چې ددې مثال به د اسرایل لپاره د کلا ( قلعه ) دیوال وي . د قطر ګټه به دا وي چې د سوریا په لار به یې یورپ ته ګیس ورسیږي . او د ترکي ګټه به دا وي چې وسلوالې ډلې به په سوریا کې د ترکي لپاره د یو ګوډاګي په حیث د ترکي په فوج او اقتصادي طاقت کې لوی رول ولوبوي دغسې به سل کاله پس ترکان د عربو په سر کیني . هم ددې خطر له وجې بعضې عرب هیوادونه نن په سیاسي او سفارتي ډګر کې د بشارالاسد سره ولاړ دي چې په دې کې ، مصر ، سعودي ، بحرین ، عرب امارات ، عمان ، کویت شامل دي ، دا هغه عرب هیوادونه دي کوم چې په تیر وخت کې د سوریا خلاف وو خو ولې نن ورسره ولاړ دي ځکه دوي د سلطان رجب طیب اردوغان په امپریالسټ پلان ښه خبر دي .
او که چرې د سوریا موجوده حکومت د نني بحران نه ووتلو او په خپل وجود برقرار ساتلو کې کامیاب شو نو د امریکې بستره به د عراق ، لبنان ، او سوریا نه ګول شي او دغسې به د امریکې اسرایل نومې کشتې د سمندر په ګرداب کې ګیره پاتې شي .
د ترکي راتلونکي وخت په سوریا کې
———______________
نن که ددې جګړې لوی ایکټر ترکي دی او لاس یې هم په سوریا ، ایران ، حزب الله ، فلسطینیانو ، کردانو او په روس پورته دی خو ولې په راتلونکي وخت کې ددې جګړې لوی تاواني او د زیان سره مخ هم ترکي دی ، هغه څنګه ؟
هغه داسې چې امریکې چې کله هم د کردانو په مرسته د سوریا مشرق محاصره کوی او د عراق او ایران سره یې زمکنې لارې شلوي نو ښکاره خبره ده چې امریکه به کردان دغسې مستقل د خپل چتر لاندې بچ ساتي او ترکي کردان هیڅکله هم نه شي زغملی چې دوي دې ډي فیکټو ریاست یا فوجي طاقت وي ، که چرې هم ترکي په راروان وخت کې د کردانو وجود ختموي نو د خپل اتحادي نیټو هیوادونو او امریکې سره به یې اړیکې شلیږي او دغه اړیکې شلیدل به د نیټو د شلیدلو په مانه ( معنی ) وي . او دا د روس تر ټولو لومړی ارمان ، کوشش او ستراتیژک پالیسي ده چې د نیټو په مینځ کې اختلاف رامخې ته شي نو په داسې حالاتو کې به ددې لوبې کامیاب لوبغاړی روس ثابتیږي . بل ترکي به د نیټو او امریکې سره په اختلاف د هغوي فوجي ټیکنالوجي او اقتصاد هم د لاسه ورکړي ، دریم نقصان به یې دا وي چې ترکي تیره میاشت د برکس اتحاد لپاره خپل درخواست جمع کړی چې په دغه اتحاد کې شامل شي او روس به هیڅکله د ترکي درخواست په داسې حالاتو کې قبول نه کړي ، یو خوا به ترکي د یورپ بازار بایلي او بلخوا د چین ، روس ، او عرب هیوادونو .
په داسې پیچیده جیو پولیټیکل معاملاتو کې هر څه امکان لري ، شاید امریکه د نیټو په خاطر د ترکي مفاداتو ته وګوري او کردان داسې پریږدي لکه چې څه رنګه یې جنوبي ویتنام ، افغانستان پریښودي وو او بیا ترکان د کردانو ځپل پیل کړي نو د کردانو سره به یواځینې لار د بشارالاسد سره د اتحاد پاتې شي او په داسې حالاتو کې به بیا ترکي ته په ستراتیژک اهدافو حاصلولو کې مشکل راپیښ شي.
شاید داسې هم څوک وي چې زما دا تجزیه رد کړي چې ګنې د کردانو لپاره به امریکه ترکي پریږدي ؟؟ خو ولې دلته کردان مهم نه دي دلته د امریکې لپاره اسرایل او د اسرایل لپاره امریکه مهمه ده او دوي په خپل منځنۍ رشته کې نن موږ وینو هغه امریکایان او یورپیان هم نه برداشت کوي کوم چې د فلسطین خبره کوی او په اسرایل نیوکې.
د لرغونی سوریا په خاوره د عرب ، او غرب ، د ترکانو ، د روسانو او اسرایلیانو ددې جګړې لوی تاوان به د سوریا خلکو ته اوړي خو که چرې هم سوریا او د سوریا حکومت په داسې حالاتو کې ونه غورځیدلو نو مغربی اسیا ورسره ټول متځني ختیځ سوریا او په خاصه توګه فلسطین ، عراق ، او لبنان به سل کاله پس د غربي استعمار نه ازادي واخلي .
امیر یوسفزی