کال 2018 خبره ده ، د ملایزیا په چکر ووم ، د وړوکوالي یو ملګري میلمه کړی ووم ، ددغې ملګري سره ما شل کاله پس ولیدل ، زه چې کله د هغه خوا له لاړم نو هغه زموږ د علاقې نور انډیوالان هم رابللي وو، په دغه دیره کې زما په شمول تقریبا د 12 او پنځلسو نفرو پورې نفر موجود وو ، زه چې ورغلم نو دعا سلام مې د ټولو سره وشو ، په دغې ناست کسانو کې بې زما د ملګري نه ما یو بل کلیوال پیژندلو خو ولې نور مې نه پیژندل ، بس دومره راته مالومه شوه چې زموږ په خوا کې چې کوم کلي دي نو ټول د هغې کلو دي . څه دقې پس سیاسي بحث پیل شو ، د دوي ټولو تعلق د پاکستان تحریک انصاف سره وو ، بحث د عمران خان په ژوند او بیا د نورو ګوندونو په پلیتولو باندې وو ، زه هم خاموشه ناست ووم ، زما نه زما ملګري پوښتنه وکړه چې ته پکې هم څه ووایه ، حتی زما ملګری هم په عمراني قهر ککړ وو ، ددې ټولو دا فکر وو چې ګنې زه هم په دغې قهر ککړ یم ، ما ځان په خپل موبایل مشغول کړو خو ولې ځان مې ددغې بحث برخه جوړ نه کړو . د غرمې ډوډئ راوړلې شوه وخوړلې شوه ، د ماسپهین نمونځ پسې هم وشو او چائ پسې هم وڅښلې شوه خو ولې بحث سرته د رسیدلو نامه هم نه اخستله ، دا هغه وخت ووچې د الیکترونیکي میډیا نه واخله د پرنټ میډیا او د پرنټ میډیا څخه واخله د سوشل میډیا پورې په میډیا د عمران په حق کې یوه پاپولر بیانیه جوړیدله ، او د ولس ذهنونه دغې بیانیې مخ په وړاندې اخستي وو او نن هم دوام کوي . د کله نه چې عمران خان ته دغې سپیس ورکړی شوی وو نو دا زما لومړئ تجربه وه چې په حقیقي دنیا کې مې په دغې بیانیه ککړ خلک مخامخ ولیدلو ، زه بهر راوتلم ، ملګري مې پوښتنه وکړه دا څه کوې ؟. په ناستو کسانو کې یو کس اواز وکړو شاید چې د میلمه سیاسي بحث نه وي خوښ نو خیر دا بحث نن بند کړئ بل وخت به یې وکړو ، ما ورته ویل نه زما هر یو بحث خوښ وي او بیا هغه بحث چې ګټه ور وي ، د انسان لپاره بعضې اوقات سیکس بحث هم ګټه ور وي خو ولې تاسو چې کوم بحث راخستې ددې بحث حاصل نشته ، هغه ځکه چې ستاسو بحث د یو شخصیت نه ګیر چاپیره تاویږي ، نه چې د هغې ګیر چاپیره مسایلو نه د کومو مسایلو د لاسه چې د ولس د وګړو ژوند هر وخت په لړزان دی . زه بیرته لاړم خو ولې دغه تجربه به ما بیا د روزانه په بنیاد په سوشل میډیا لیدله هم ددغې نه مخکې هم پس حتی نن یې هم وینو .
پاپولر بیانیه یا پاپولسټ سیاست
——————————
پاپولر بیانیه یا پاپولر سیاست کول د هغې وخت نه د انساني ټولنې سره روان دي د کله نه چې انسانان تهذیب او تمدن اړخ ته راغلل او د قبیلوي ژوند څخه راوتل او ریاستونه یې جوړ کړل ، په قدیم مصري دور کې به د بادشاه په حق کې د وخت کاهنانو دا بیانیه جوړه کړې شوه چې کوم نمر د سهار په وخت د مشرق څخه راخیژي نو دا د بادشاه کار دی او چې ډوبیږي نو هم د بادشاه په حکم ډوبیږي ، هم دا بیانیه او تبلیغات وو چې دې سلګونه کلونه مزل وکړو او ولسونه یې نسل درنسل د باچا یعنی د وخت د فرغون عبادت کار جوړ کړل ، کله چې د نن څخه 3400 سوه کاله پخوا اخناتون د قدیم مصر د اتلسم خاندان بادشاه جوړ کړی شو او هغه ملا وتړله چې قدیم مذهبي عقاید له مینځه یوړلی شي نو نتیجه یې دا شوه چې هغه ولس د اخناتون خلاف بغاوت وکړو ، اصل کې اخناتون د خپلې خدای دعوه نه کوله او ولس غوښتل چې ته هم د نورو فرغونیانو غوندې خدای یې او چې ته د خپلې خدای څخه انکاري یې نو دا ته د خپل قدیم رواج سره خیانت کوې ، اصل کې د اخناتون مذهبي ریفارمز د دوي په ګټه وو خو د دوي بد مرغي دا وه چې د دوي ذهنونه د پخوانئ بیانیې او تبلیغاتو پابند وو .
هم دغسې کار د شپاړسمې صدئ پورې په یورپ کې شوی دی ، د سیاست مدارانو ، بادشاهانو او د کلیسا د پاپایانو په حق کې به پاپولر بیانیه جوړه کړې شوه او ولس به د هغوي تابعدار کړی شو .
پاپولسټ سیاست مدار او نرګسیت
———————-
هغه کوم سیاست مدار یا مدني فعال چې کله هم د پاپولر بیانیې د لارې سیاست کوي نو دی به لازمي د نرګسیت ښکار وي ، د ته به د خپله ځانه هیڅوک هم پوه او خودکفیله نه ښکاري ، د ته په خپل مقابل کې نور خلک ، بد کاره ، بدعمله ، غله او ډاکوان ښکاري ، او دی به خامخا د دوي کردار کشي کوي او هغه ولس کوم چې ددغسې سیاست مدار یا مدني فعال په جادو کې د لومړي څخه ګرفتار وي نو دي لازمي بددغې سیاست دان لخوا د مخالف سیاست مدار په کردار کشئ نه صرف خوشاله وي بلکې پوخ یقین به پرې هم ساتي .
یو څو مثالونه
—————-
د پاپولزم ښکار او په نرګسیت کې ډوب خلک د Basic مطالعې څخه لرې وي او څوک چې Basic مطالعه نه شي کولی نو دده ذهن به خامخا د بل انسان نه د اوریدلو مختاجه وي او بیا چې دی په انسانانو کې د چا د بیان او ګفتار نه مطمئن شو نو نتیجه یې دا شي چې دی شخصیت پرست جوړ شي او دده فکر د هغې شخص د وینا تابع وي ، چې دغه شخص څه هم وایې نو دغه دده لپاره خرف اخر وي ، او که چرې هم ددغې شخص د رائ خلاف بل شخص راځي او خپل دلایل وړاندې کوی او دې غلط ثابتوي نو د ده نه چې کوم انسان سل في صدي مطمئن وي هغه به د هغې انسان په مخالفت کې د هره حده ځي ، ځکه چې دده ذهن داسې جوړ او تابع وي چې ددغې لومړي شخصیت په حق کې بیا حق هم نه مني .
د Basic مطالعې نه زما مرام کتاب ، رساله یا اخبار لوستل نه دي بلکې حالات جایزه کول دي ، لکه مثلا زموږ په چاپیر چل کې د روزانه په بنیاد حالات او واقعات رونما کیږي ، څوک چې د Basic مطالعې capabilities ولري نو هغه ددغې حالاتو او واقعاتو څخه زده کړه وکړي او څوک چې د حالات او واقعات مطالعه نه کړي نو دی د بل انسان نه د اوریدلو مختاجه پاتې شي .
لکه یو بل مثال ؛.
که چرې نن موږ دا مثال د نن ورځې د سیاست په حوالې سره واخلو نو د عوامي نیشنل ګوند مخالفت ولس په دې کوي چې دوي په سوات او بونیر کې اپریشنې کړي ، خو ولې که څوک فکر ولري او هغه دا سوال وکړي چې اپریشنې یې ولې کړي ؟
که چرې دا سوال په یو پوه انسان وشو نو ځواب به یې داسې وي چې عوامي نیشنل ګوند ددې صوبې یو حکمران ګوند وو او د هغوي د لاسه د سوات ، بونیر بلکې د پوره ملاکنډ عملدارئ وتې وه او د حکومت وقت ذمه واري دا جوړیږي چې دی په خپله خاوره خپله عملداري قایم کړي .
دوهمه ؛. فرض کړه که چا دا سوال وکړو چې سمه ده عوامي نیشنل ګوند له د اپریشن همایت نه وو پکار خو دا راته ووایه چې که چرې دغه اپریشن نه وی شوې نو دلته کې به حکومت د چا وو؟ عدالت به د چا وو؟ د چا حکم به چلیدلو ، ولس به د چا تابع وو ، ستا د بچیانو د تعلیم به څه بندوبست وو د کومو بچیانو سکولونه چې په رڼا ورځ الوتل او د هغې د سي ډي کیسټی به په بازارونو کې خرڅیدلې؟
نو کوم انسان چې د پاپولر بیانیې ښکار شوې وي نو دی به ضرور دغه عمل د پنجاب په کاته کې اچوي او هغه خلک به skipp کوي کومو چې به خپله په ځان ګواهي کوله چې دغه اعمال موږ ترسره کوو .
که چرې مطمئن هم شو چې بلکل دا عمل هغوي کړی نو بیا به درته د منظور د هغې انټروئ حواله درکوي چې دا خلک خو جوړ کړی د پنجاب فوج دی ، خو که چرې تا پرې سوال وکړو چې کوم خلک د پنجاب فوج جوړ کړی وو دغه خو ښکاره هغې فوج په خپلو کتابونو کې بیان کړي دي ، خو ولې هغه ځانله وخت وو دا ځانله هغه بل جنریشن وو دا بل .
دوهم مثال
————-
په نني وخت کې خو نه یواځې د پښتونخوا ولس د پاپولر بیانیې په مرض اموخته دی او نه د پښتونخوا اکثریتي ولس د نرګسیت ښکار دی بلکې د امریکې غوندې د طاقتور هیواد ولسمشر ټرمپ هم په نرګسیت ککړ دی چې د شهباز شریف غوندې سیاست مدار ورته هم چونه په مصر کې ولګوله ، که چرې شهباز شریف دغسې په نن وخت کې شي جي پنګ یا پوټن ته مخامخ شو نو دغسې بوټان به ورپالش نه کړي ځکه چې هغه ته مالومه ده چې نه خو دغه دواړه مشران پاپولسټان دي او نه په نرګسیت کې ککړ دي چې چونه به ورته ولګوئ او د ځان خپل به یې کړې .
دریم مثال
————
عوامي نیشنل ګوند د پاکستان په تاریخ کې یو وار په پښتونخوا حکومت کړی او هغه هم د پیپلز ګوند په مدد سره ، دلته کې عوامي نیشنل ګوند 9 پوهنتونونه جوړ کړل او ددغې پوهنتونو کیمپسونه یې د صوبې اکثریتي ضلعو ته ورسول ، خو سوال به پرې لازمي کیږي چې عوامي نیشنل ګوند څه کړي؟؟
بې د ایزي لوډ نه
خو که چرې ته ددغې خلکو نه دا پوښتنه وکړې چې د تیرو دیارلسو ، څوارلسو کلونو نه ستا حکومت دی نو تاسو ولې ددغې کرپشن تحقیقات نه کوئ ؟ نو ځواب یې کنځل یا د کنځلو د پاڅه بل الزام او تور داغ لګول وي .
دده سره بل ځواب پاتې نه شي وجه یې دا وي چې دده ذهن په پاپولر بیانیې او دروغو دومره ډک شوې وي چې په دغې کې منطق ، دلیل ځائیږي نه . د پاپولر بیانیو د ښکار ولس ذهنونه محدود وي . دی د alternative مطالعې نه محرومه وي .
Alternative Study متبادل مطالعه
———————
کوم انسان چې خپله پوه لري دده ذهن د چا د شخصیت تابع نه وي او کله هم دی په بحث کې پاتې راشي نو دی کوشش کوی چې دی دوه اړخیزه مطالعه وکړي ، او ځان improve کړي په خاصه توګه د هغې بحث په حواله په کوم کې چې دی پاتې راغلی وي ، دی بدیله مطالعه وکړي ، لکه مثلا زموږ په ټولنه کې که یو انسان د مولوي یونس خالص یا د جلال// الدین ///// حقاني د کردارو نه سل في صدي مطمئن دی او هغه ته صرف دا ووایې چې داسې یو وخت وو چې دغې دواړو ته به د امریکې CIA په ملینو ډالره فنډونه ورکول نو که چرې دغه انسان ددغې اشخاصو تابع نه وي نو دی به خامخا د دوي په اړه متبادل مطالعه کوي او په دې نتیجه به رسیږي چې بلکل دغه یاد خلک د چا په لاس جود شوي وو نو زما لپاره ائیډیل نه شي کیدلی او که چرې شخصیت پرستان وو نو ځواب به یې دا وي چې اصل کې ته د امریکې روزولې شوې یې بیا که ورته ته د ریګن او د یونس خالص د پینټاګون ویډیو ملاقات هم د ثبوت په توګه وړاندې کوې نو پړ به یې نه کړې بلکې الټا به پرې ځان وشرموې.
پاپولر بیانیه انسان ته نرګسیت وربخي او دغه دواړه چې یو ځائ شي نو انسان د یو شخص تابع کړي ، او ددغې شخص لپاره ضروري وي چې کله دوي ته مخامخ کیږي چې د دوي د خواهشاتو مطابق خبرې وکړي ، که چرې هم د د دغې ولس د خواهشاتو خلاف لاړو نو شاید دده مثال هم د مصر د زمانه قدیم فرغون اخناتون شي .
څلورم مثال
—————
تر کومې نه چې زموږ په سیمه د ترهګرئ په نوم جګړه پیل شوې نو د پاکستان د فوج او د مختلفو حکومتونو دا دعوه ده چې په دې جګړه کې اتیا زره پاکستانیان له مینځه تلي ، د اتیاؤ زرو دا فیګر اصل کې د پاکستان د ادارو دی او دا فیګر د پاکستان ادارو نړیوالو ته په مختلفو غونډو کې وړاندې کړې او ددغې لاندې پاکستان ته نړیوالو ادارو مرستې ورکړي . خو ولې د نن وخت د پیټي ایم ځوانان دغه اتیا زره صرف پښتانه بلي .
حلانکې په دغې اتیاؤ زرو کې څه د پاڅه لس زره پاکستاني فوج په دې کې د وسلوالو ډلو خلک هم شامل دی .
په دې کې د کراچئ د کار ساز او غازي عبدالله شاه ، د واګه بارډر برید ، د مهران ایربیس برید ، د متحده قومي مومنټ اپریشنونه د لیاري ګینګ طریقه واردات د بلوڅو او فوځ تر مینځ شخړې ، د مناوا لاهور بریدونه ، د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر ، د پنجاب د یو وزیر شجاع خانزاده ق تل . دغسې نورې په درځنو هغه دهماکې هم شاملې دي کومې چې په اسلام اباد کې دننه شوي .
منم د پښتنو تعداد پکې زیات دی خو ولې که نن یو کس دا سوال کوي چې اتیا زره پښتانه صرف مړه دي او تاترې د لسټ پوښتنه وکړه نو بیا بد رد وایې . ځکه د دوي ذهنونه د اتیاؤ زرو د جوړې شوې بیانیې تابع شوي ، د دوي ذهنونه دې بیانیې تابع کړي چې زموږ پلانکی ځکه خوښ دی چې دوښمن يې په ډاګه کړو .
کوم دوښمن؟
هغه دوښمن چاچې زموږ په خاوره جنګ جوړ کړی هغه تور مخی پنجابی .
نو که ته ورته دا ووایې چې دغه دوښمن دې ښکاره په خپلو کتابونو کې لیکلي چې بلکل موږ د پښتنو مذهبي طبقه استعمال کړې نو ایا به به هغې پخواني جرنیل ته هم وای چې ته زما مشر په دې یې خوښ مې په دې یې چې تا په خپل کتاب کې صفا صفا او ریښتیا ریښتیا لیکلي .
بیا خو ستا اتل جرنیل محمد یوسف او حمید ګل پکار دي .
نو په داسې صورت کې به بیا کتځلی کیږي .
د پاپولر بیانیو متاثره خلک د یو شخص څخه ګیر چاپیره ګرځي او هم د ده پورې یې ذهن محدود وي ، او دغه شخص هم د دوي د خواهشاتو مطابق کار کوي دوي په ګډه د نرګسیت ښکار وي او د دې په مقابل کې خلک جاهلان ، غداران او جاسوسان بللي کیږي ، دوي نه خپله غور کوي نه خپله تګلاره لري نه میکانیزم دوي ته صرف داسې ماحول پکار وي چې دوي پکې خپله هم متاثره شي او ولس هم متاثره شي او بطور victim card هغه حالات د خپلو خواهشاتو او ارمانونو د پوره کولو لپاره وکاروي .
امیر یوسفزی










