کله چې ذوالفقهار علی بټو امریکې ته په کال 1973 کې په دوره وو ، نو د امریکې د هغې وخت مشیر خارجه هنری کسنحجر د بټو نه پوښتنه کوی چې په پاکستان کې د جلسو جلسونو په موقع په مونږ پسې ولې بدې ردې وایې؟
نو د بټو ځواب ورته دا وو چې صیبه په پاکستان کې چې دې په جلسوجلوسونو کې د امریکې بد ونه ویل نو ولس ووټ نه درکوي .
دې ته ویلی شي په سیاست کې د دروغو بیانیه .
چې دننه به پټې معاملې کوې خو چې کله ولس ته مخامخ کیږي نو بیا به ولس ته هغه څه وایې په کوم چې ولس خوشالیږي او بیا هغه ولس کوم چې د سیاست څخه لرې پاتې شوې وي .
دلته عمران خاني راغله او ولس ته به یې ویل باقي ګوندونه ( پارټئ ) ټولې غلې دي ، مطلب یعنی صرف یواځینې زه یم چې پاک دامنه ، صادق او امین یم . کله چې یو داسې ولس ته کوم چې د سیاست څخه لرې وي او وخت په وخت فوجي مارشل لائ نظامونو او د هغوي سیاسي انجنئرنګ معاشي او اقتصادي طور ځپلی وي نو هغه به خامخا ددغې بیانیې ملګری کیږي .
د پاکستان په 78 کاله تاریخ کې 33 کاله فوځ براه راست حکومت کړی او په دغه 33 کاله کې په پښتونخوا کې فوجي ګورنرئ وی باقی پاتې 45 کاله کې دلته د مختلفو ګوندونو لنډ مهاله حکومتونه راغلي ، چې پکې مسلم لیګ ، پیپلز ګوند ، جمعیت علما اسلام ، جماعت اسلامي شامل دي ، د کال 2008 څخه واخله د کال 2013 پورې د عوامي نیشنل ګوند حکومت د پیپلز ګوند سره په اتحاد کې پاتې شو ،
په دغې 45 کاله کې څوارلس کاله د پیټي ائ دور پاتې شو او لا روان دی .
که چرې موږ یې دغې عمراني منطق له راولو چې ټول سیاسي ګوندونه غله دي او موږ پاک یو صادقان یو ، امینان یو او په لمنو مو لمونځونه کیږي نو بیا خو د پاکستان په 78 کلن تاریخ کې د عمران خان پیټي ائ ده چې د پښتونخوا واک یې تر نورو ګوندونو زیات په لاس کې پاتې شوی نو د پښتون ولس ورځ ولې ښه نه شوه ؟؟
ولې د پښتونخوا د ولس کاروبار ، اقتصاد ، تعلیم او صحت برباد دي ؟؟
د دې سوال ځواب د اکثریتي ولس سره ځکه نشته چې ددې ولس یوه لویه برخه د سیاست څخه لرې وه او کله چې هم د سیاست څخه د لرې خلګو مینځ ته پاپولر بیانیه ، یا دروغ راشي نو دغه اکثریتي ولس د هغې دروغو ښکار شي او د دوي نه شخصیت پرستان جوړ شي ، او کومو خلکو چې د دوي ذهن سازي کړې وي دغه که یې بیا بربادوي هم نو دوي ته پکې حکمت ښکاري .
پرون ذوالقهار علی بټو وو چې ولس ته یې د امریکې مخالف بیانیې ورکولې خو ولې په حقیقت کې د امریکې تر ټولو نژدې ملګری وو نن دغسې عمران خان او بیا په صوبه کې موجوده وزیر اعلی دی عمران خان ولس ته وایې زه د امریکې خلاف ووم ځکه زما فوج خلاف شو خو ولې بلخوا د امریکې سنیټران ، جوئ ویلسن او بریډ شرمین د عمران خان سره کلک تر اوسه ولاړ دي .
که د دروغو سیاست او پاپولر بیانیې له راشې نو همدغسې سهیل افریدي دی په صوبه کې چې د تیراه د بې کوره شوو خلکو مینځ له راغی نو په مخ یې لومړی لاسونه راښکل چې د ظلم تپوس به کوو بیا یې ورته ویل اوس کډې واخلئ او کیمپونو ته ځئ .
هم یې ولس خوشاله او مطمئنه وساتلو او هم فوج .
ولس یې په ډوزو خوشاله کړو او فوج ته یې دا پیغام ورکړو چې صیبه د کیمپ لاره مې ورته سمه کړه نوره ستا خوښه چې په تیراه کې هرڅه چې کوې .
نن په پښتونخوا کې د اسټریټ مهم چلول هم د پاپولر او د دروغو د سیاست د بیانیې د ژغورلو پرته نور هیڅ هم نه دي . ځکه چې کارګردګي ښودل ولس ته امنیت او پرمختک ښودل د پوه او باصلاحیته سیاست مدارانو کار وي او دوي ددغې صلاحیتونو څخه محرومه دي ، نو اوس دوي ته هم مالومه ده چې که خپل سیاست خپله کرسئ په راروان وخت کې بچ کول غواړې نو ولس مشعول وساته .
لکه څه رنګه چې به د برتانیې پخوانی وزیر اعظم بینجمن ډي ایسرایل ویل چې ولسونه مشغول کړه او حکومت پرې وکړه .










