انساني تاریخ دی چې انسانان وخت په وخت د تهذیبي ارتقا نه تیر شوي .
کله چې انسانان خواوشا شپږ نیم زره کاله پخوا تهذیب یافته کیدل نو د دوي ضرورتونه زیات شو ، دوي په خپلو ټولنو کې هنرمند او کسب ګر پیدا کړل ، حیتاتیان Hittites جګړمار وو نو دوي د هغې وخت جنګي سازوسامان ته اړتیا وه د دوي دغه اړتیاوې د هغې وخت اینګر (لوهار) پوره کړې .
په سماروي ، اشوروي ، مصري ، تهذیب کې مصوران پیدا شو د دوي کار د باچایانو وزیرانو ، او خدایانو انځورونه جوړول وو د دوي ددغې کسب په وجه باچاهانو دوي ته خاص ځایونه ورکړل
د وخت سره سره د انسانانو کرکیلې ته اړتیا شوه چا به کرکیله کوله چا به ورله الات جوړول دغسې الات جوړولو والا اینګر(لوهار) شو
د ډاک تصور نه وو انسان به د یو سلطنت پیغام بل ته رسولو دغسې هغه ته قاصد ویلی شو او پښتنو پرې ډم نامه کیښودله .
کله چې نړۍ د پرتګالیانو د استعمار سره ګلوبلایز شوه نو هم د اروپا په هیوادونو کې کسبونو پرمختګ کولو هم د پرتګال . د کرسټوفر کولمبس پلار د کپړو جوړولو تجربه درلودله دغسې هغه په هسپانوي ټولنه کې جولا وبلل شو .
پښتانه هم د نړۍ د نورو لرغونو قامونو په څیر یو لرغونی قام دی ، دوي هم د بزګرۍ عادت خلک وو د دوي لور ، کودالې ، ګینتۍ ته اړتیا وه د چا چې زمکه وه هغه زمیدار شو د چا چې نه وه هغه لوهار شو .
هر کسبګر پښتون دی که چرې څوک دوي د بلې پښتنې سیمې نه د کار کسب په عرض هجرت کړی وي نو دا نه ماجر حسابیږي او نه غیر پښتانه که په هجرت شي نو پښتانه ټول تاریخي طور خانه بدوش دي .
کله چې رومن کلیسا قوت وموندلو نو د ولس کلیسا ته اړتیا شوه د کلیسا د دوي په ژوند ژواک کنټرول او مداخلت زیات شو نو پاپائیت راغی دوي دومره قوي وو چې هم به یې د ولس د ژوند ژواک اختیار په لاس کې وو هم د ریاستي امورو کلیسا ګانې به د ولس په غنمو چلیدلې کله چې به د یو زمیدارفصل تیار شو نو دریمه برخه به یې د کلیسا وه .
همدغسې څلور پنځه سوه کلونه پخوا ( د مغلو د وخت ) نه مولائیت راغی دوي وخت په وخت د پښتنو امور سنبال کړل د دوي په ژوند ژواک کې یې مداخلت پیل کړو د وخت سره سره دوي دومره مضبوط شو چې د اروپای پاپایانو په لار لاړل ، د دوي په نظر سندره کوپر خو بلخوا اسلا**م چې د کوم ځای نه ظهور کړی د هغوي په نظر سندره د روخ سکون دی نن هغلته د شکیرا کنسرټې هم کیږي .
کوم مولا چې عرب ازم د پښتنو په کلتور منډلی نن هغوي وایې د پښتنو په کلتور کې سندره نشته اصل کې مولائیت د پښتنو په کلچر کې نشته حتا په اسلا**م کې هم نشته .ً
بعضې خبرې څیړنو ته اړتیا لري که په مولائیت څیړنه وشوه نو د دوي لکۍ په په رومن کلیسا او په پاپائیت لګیږي نه چې په اسلا*میت .