0

عمران خان د عوامي نیشنل ګوند ټغر ورټول کړو

عمران خان د باقي پښتونخوا نه څه چې د چارسدې نه یې هم د عبدالغفار د نمسي او کړوسي ټغر ورټول کړو ،
دا هغه پیغور دی چې موږ یې شپه او ورځ د عمران خان د پیروکارو څخه نه اورو بلکې د هغې چاڅخه یې اورو چاچې د پښتون قومپالنې او ملتپالنې په څادر کې ځان رانغښتې او شپږ ورځ ژاړي چې پنجابيانو خوار وزار کړو ، هم زموږ وسایل خوري ، او هم یې راله امن خراب کړی ، زه ددغې خلکو په ځواب کې دا لیکنه کوم ؛.
خو!
ولې زه په دې لیکنه کې د دوي لپاره دا نه لیکم چې عمران خان یو پخواني جرنیل حمید ګل پروموټ کړو او مشرف ته یې وسپارلو ، زه دا هم نه لیکم چې هغې عمران ته د مشرف نه پس جنرال کیاني سیاسي زمېنه برابره کړه ، زه دا هم نه لیکم چې هغه عمران ته جنرال شجاع پاشا او جنرال ظهیرالاسلام دومره کمپاین او مرستې ورکړې چې سیاسي بلا یې ترې جوړه کړه دا چې په دغه بلا د پاکستان روایتي ګوندونه له مینځه یوسي .

خو ولې دا به ضرور لیکم چې د فوج لخوا د سوشل میډیا د influencers نه واخله د ټیلي ویزیون د صحافیانو پورې چینلې پرانیستلې شوې او په هغې دومره کمپاین عمران خان ته وکړې شو چې د پښتنو هغه طبقه کومه چې د سیاست څخه لرې هغوي عمران خاني سیاست ته د پروپاګنډو په ذریغه کش کړی شوه وه ، کومه سیاسي حلا چې دلته موجود وه هم هغه سیاسي حلا وه چې د شلو ، شلو زرو د تنخوا په بدل ډکه کړې شوه .

د هغې پښتنو کوم چې خانداني طور د سیاست څخه لري وو، د پاپولزم یوه داسې هوا راولوتله چې د پښتنو غیر سیاسي اکثریتي طبقه یې عمران اړخ ته لکه د باد یوړه ، او هم دغه سیاسي انجنئرنګ وو چې د هغې له برکته ، د پښتنو اصلي نماینده ګان چاچې پښتنو ته د پښتونخوا په شکل کې شناخت ورکړو ،
چاچې پښتنو ته په تاریخ کې په لومړي ځل د بجلي او تمباکو بقایات راوړل ، او چاچې د پښتنو بچیانو ته 9 پوهنتونونه او د پیښور څخه واخله تر بونیر ، دیر او چتراله پورې د هغې پوهنتونو کمیپسونه خلاصول .
بجلي د دوي ضرورت او په هغې کې یې ورله 21 سوه میګاواټه اضافه کوله
امنیت ددې قوم ضرورت وو هغوي ورله د خپلو یو زرو ملګرو د سرونو په بدل امنیت ورکړو .
هغه خلګ وروستو کړی شو
او د هغوي ځائ د پښتنو هغه اکثریتي طبقې کوم چې د یو مخصوص فوجي ایجنډې د لاندې برین والش شوي وو هغوي داسې خلکو ته وسپارلو چې ددې خاورې پرمختګ پریږده بلکې دا خاوره یې په غربت بدله کړه ، نن ددې خاورې غربت د جنوبي پنجاب د غریبو صحرای علاقو څخه زیات دی .
کومې ټولنې ته چې عوامي نیشنل ګوند پوهنتونه جوړول پکار خو دا وه چې دوي دغه منصوبې مخ په وړاندې وړی وی خو ولې د پښتنو بچیانو له یې د بده مرغه د تعلیمي منصوبو په ځای د سوشل میډیا د کنځلو منصوبې ورکړې .
د پښتنو هغه ټولنه کومه چې د لوړو اقدارو او اخترام لپاره مشهوره وه هغه یې په کنځلو کې بدله کړه ،
که د ټولنې د جوړولو یعنې د سوشل کارونو نه یې رابهرشي او د انفراسټرکچر پورې او د انفراسټرکچر نه تر د صحت د ادارو پورې لاړې نو د هرې ادارې غورځیدلی دیوال به درته خپله حال ووایې چې د کوم حال څخه تیریږي .
د کال 2014 نه واخله تر روان کال د اخره پورې هم دې صوبې ته د مرکز نه د ټریلینو روپو بودیجې راغلې خو ولې د عمران د ناهله ګورننګ ( د صوبائ حکومت ) د لاسه خو یا بیرته لاړې شي او یا دلته کې غلا کړې شي .
لومړي پنځه کاله د صوبې د عوامو پیسې د مرکزي حکومت سره په دې شخړه ولګیدلی چې زموږ سره درغلي شوي او د دوهم دور پیسې د پښتونخوا ولس ته ځکه عمران خان ورنه کړې ځکه چې د فوج او عمران پلان دا وو چې مرکز مضبوط کړو او صدارتي نظام په ملک کې نافد کړو یانې فوجي جرنیل به لکه د ایران د طرز حکومت سپریم لیډر وي او زه به صدر یم او په ملک کې به یو پارټي سسټم وي او هغه به صرف پي ټي ائ وي ،
خو ولې بدمرغي یې دا وه چې عالمي سیاست کروټ وخوړو او ددغې کروټ سره فوجي انتظامیې په ملک کې سیاسي سیناریو بدله کړه او هم د هغې په نتیجه کې عمران لاړو ، او هغې پښتنو کوم چې د فوجي میډیا سیل په ذریعه برین والش شوي وو هغوي دا وار نوي پاکستان له نه بلکې د عمران خان د ځندان راخلاصولو له ووټ ورکړو .

په صوبه کې د بده مرغه عمراني سسټم دوام لري هرڅو که یې فوج د مرکز څخه ټغرراټول کړی ، په صوبه کې ځکه دوام لري چې فوجي اسټبلشمنټ او ورسره سېول مافیې ته پښتانه قومپاله مدام دا یادونه کوي چې بجلي زما وسایل زما ، د پاکستان زراغت زما په اوبو چلیږي او کارخانه یې زما په بجلئ .

ای پیغور جنو تاسو ته دا مالومه ده چې هم د هغې پي ټي ائ او هم د هغې عمران په لاس یې ستاسو د تاریخي ټاټوبي د کومې نامه چې پښتونخوا ده د هغې د ماتولو قرار داد یې منظور کړو او د هزاره صوبې په نامه به اوس هم هغه عمران خانیان ستا په خاوره بله صوبه جوړوي .

د کومو اوبو او د کومو ډیمونو چې ته دعوه کوې چې زما دي هغه به د هزاره صوبې سره داسې پنجاب ته ورکړې شي لکه یو نهار ته چې پولاؤ کیږدي .

د بجلئ او د اوبو سره سره به مو سیلګري هم له مینځه لاړه شي بیا ګورو چې د پښتونخوا د سیلګرئ پیسې د خیبر په خړو غرونو ګټې که د لکي مروت په خړو دشتو .

سمه ده دا بلکل منو چې زموږ ( د عوامي نیشنل ګوند ) څادر عمران خانئ ورټول کړو خو ولې تا د قومپالنې په جامه کې څه وګټل ؟
که چرې ستا قومي سیاست زده وې ستاسره مرام وی تاته خپل منزل مالوم وې ، ستا قومي سیاست زده وې ، ستاسره ددې خاورې ددې وطن او ددې ولس غم وې نو زموږ د پیغوره به دې لومړې دا فکر کړې وو چې زه کله هغه چاته پیغور ورکوم کوم چې ددې خاورې او د ولس په سیاست کې د قربانو یو ځانګړې تاریخ لري نو ولې ما کومه ګټه وکړه ؟

سمه ده عمراني سیاست زموږ ټغر د هشنغر نه ورټول کړو خو ولې تا پکې څه وموندل ؟
ایا تاته عمران خانئ دا خاوره دا ولس راجوړ کړو که نه تقسیم او کنګال یې کړو؟
قومي سیاست تا هم بایلو او ما هم ، نن ستا د صوبې واک د بیرسټر سیف لاسو کې دی یانې د حکومت چابي یې نن هم د فوجي اسټبلشمنټ لاس کې ده خو ولې پیغور دې زموږ په نصیب دی .
موږ پریږده که چرې ته نن واقعي ددې خاورې ددې قوم خیرخوا یې نو صرف په تیرو څوارلسو کلونو کې پښتون خوار شوې که نه د عزت او د ابرو خاوند شوی؟
نو بیا دا فیصله وکړه چې ستا د قومپالنې سیاست په کوم ډګر ولاړ دی؟
موږ تاسو ته دا هم نه ووایو چې زموږ ملاتړي شئ خو کم ازکم د هغې سنګر نه په موږ ګوذار مه کوئ د کوم سنګر نه چې هم ته خوار شوي هم زه .
او که نه!
خامخا پیغور راکوئ نو دا پیغور موږ ته د خپلې لرغونئ خاورې د غربت راکوئ او که نه دتقسیم ، د هغې تقسیم د کوم تقسیم قراردونه چې د عمران پیروکاران یو وار نه بلکې درې وارې راوړي .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ