0

پاکستاني سیاست د فوځ لاس کې

پاکستاني سیاست د فوځ لاس کې

د پاکستان سیاسي تاریخ دی چې فوج څوک هم د اقتدار په کرسئ کینوي ، نو دغه کس په ملک کې دننه یا خولومړی د وړو قامونو په مشرانو حمله اور شي او یاترې داسې فرغون جوړ شي چې د خپل ځانه پرته ورته هر مخالف سیاست مدار غدار ښکاریږي .

کله چې د مشرقی پاکستان د بنګالي نیشنلزم د کاونټر کولو لپاره فوج ښاغلی ذوالقهار علی بټو د سیاست میدان ته راکوز کړو نو تر ټولو ستر محب وطن وو خو چې کله سم رانه غلل نو هغه بټو یې د مخې نه

لرې کړو او څه موده پس یې د هغه په ګوند پسې مسلم لیګ جوړ کړو

تقریبا شل کاله یې په پیپلیانو او مسلم لیګیانو د پیشو او منږک لوبه وکړه ، بیا یې هغه نواز شریف سره دې بې نظیرې بهر کینول او په دواړو ګوندونو پسې یې عمران خان ساز کړو .

عمران خان د بلا بچي دواړه ګوندونه د غولو او ډاکوانه بدنامې زمانه ډلې وبللې .

اخر هغه عمران کوم چې د ټولو نه لوی محب وطن پاکستانی او د فوج نیازبین وو هغه یې جیل ته وغورځولو او د ګوند واهګې یې د بونیر د پیپل پالټئ پخواني مشر بیرسټر ګوهر علی خان ته ورکړې کوم ته چې به بونیریانو بالیشتر ویل .

بلخوا یې په پاکستان کې دننه د عمران خان په ړاندو کارکنانو شیر افضل مروت دومره مقام ته ورسولو چې د عمران خان نوم یې پکې د پښو لاندې کړو خو ولې د عمران په مېنه مست پوه نه شو چې د بونیر بالیشتر او د ټیکټاک وړ ګیا شیر افضل مروت د فوج د پروجیکوټونو څخه یو پروجیکټ دی .

سیاست دان مخې ته راوستل او هغوي ته اقتدار ورکول بیا هغه شرمول د پاکستان د فوج مشغله ده ځکه دوي غواړي چې دغسې جمهوریت کمزورې وساتي او د هیواد ټولې چارې دوي د هغې په شا وچلوي .

دا د پاکستان تاریخ دی .

خدای بخښلی ولي خان بابا وایې کله چې اسټبلشمنټ د ون یونټ فیصله وکړه نو موږ د هغې په خلاف پاسیدلو ، کله چې زموږ نه د بنګله دیش حسین سهروردي خبر شو نو ماته یې پیغام راولیږلو چې ون یونټ د پنجابیانو داسې سازش دی چې یو خوا دوي په مغربی پاکستان کې په وړو صوبو براه راست حکومت غواړي او بلخوا یې د مشرق پاکستان په خلاف ودروي .

سهروردي ماته ویل چې زه مو کلک ملګری یم ، ما ورته ویل چې هسې نه سبا رانه وتښتې نو سهروردي سینه وډبوله چې په خدای که درنه یو قدم هم په شا شوم ،
څه موده پس هغې سهروردی ته په کابینه کې ځای ورکړی شو ، یو ځلې زموږ سره میلاؤ شو نو ویل یې ما د پاکستان د دوښمنانو ملاماته کړه .

سهروردی اصل کې د بلوڅ ، پښتنو او سندیانو قامپرستانو مشران یادول .
ولی خان بابا بیا وایې
چې کله نور خلک لاړل نو اخر کې یې ځانله کړم ویل یې تاسره خبره کوم .
ما ورته ویل ستا سره د خبرو ګنجایش نور نه دی پاتې .

ویل یې تاسره چې د ون یونټ د جوړولو کوم دستاویز دي هغه ماته راکړه ، حقیقت دا وو چې د ون یونټ بل جوړولو کې سهروردي هم شامل وو،

ما ورته بیا ویل چې یو خوا ددغې پلان ملګری وو بلخوا زموږ خو چې یو وازارت دې په جبین وهلو نو لاړې زموږ خلاف شوې نور څه غواړې ؟؟

که چرې دغه اسناد مې درکړل نو کیدې شي پنجابیان درته وزیر اعظمي هم درکړي ځکه هغوي ستا په اړه وایې چې دده سره سودا کیدلی شي ،ځکه دی چې څومره هوښیار دی دومره د کرسۍ وږی او شوقي هم دی .
په پاکستان کې د سیاست دانانو په لاس دا لوبه نن هم دوام لري . پرون عمران محب وطن وو او مسلم لیګیان غله او ډاکوان نن عمران غدار دی او د اقتدار خوندونه د پرون غداران اخلي .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ