پاپولسټ سیاست مداران به مدام د ولس نبض ته ګوري او د هغوي د نبض مطابق بیانات به ورکوي .او بیا په هغې ولس په کوم چې سلګونه مسایل انبار وي نو هغوي به خامخا ددغې بیانیې ملګري کیږي ، څه موده پس د ولس هغه لومړي دروغ هیر وي کوم چې ورته خپلو پاپولسټانو ښودلي وي .
کله چې دغې پاپولسټانو ته مالومه شي چې پخواني دروغو مې سر خوړلی او محسوس کړي چې د مشهورتیا ګراف مې غورځیږي نو دی به د ولس د مسایلو حل کولو په ځائ نور دروغ راوړي او ولس به د یو وخت لپاره مشغولوي .
کله چې په کال 2013 کې په پښتونخوا کې په لومړي وار د عمران خانئ حکومت د تالېېبانو ، جنرال شجاع پاشا او جنرال ظهیرالاسلام په مرسته راغی نو سمدستي یې دا اوازې پیل کړې چې موږ به نوې پښتونخوا جوړوو ، خو ولې څه موده پس یې د جوړولو په ځائ د صوبې لوئ بینک خیبر بینک دیوالیه کړو .
کله چې ترې په لومړئ هفتو کې وار پار خطا شو نو بیرته خپلو پاپولر نعرو ته لاړل چې زموږ سره په الیکشن کې درغلي شوې ده ، او د ولس پنځه قیمتي کلونه یې په سیاسي کشالو ، پرلتونو او رقصونو کې برباد کړل .
د عمران خانئ پاپولسټ بیانیې په یو وخت کې عمران خان په عمران خانئ مطمئنه ولس د امت مسلمه لیډر کړو ، خو ولې په حقیقت کې یې حکومت د باجوه ، جنرال فیض حمید د وټس اپ په میسجونو چلیدلو .
کله چې په حقیقي دنیا کې عمران یو کمزوری سیاست مدار په کال 2022 کې نمودار شو او د هغې کاغذي حکومت د پارلیمان غړو د عدم اعتماد د ووټ د لارې وغورځولو نو بیا به یې ولس ته دا بیانیه ورکړه چې زه ځکه لرې کړی شوم چې ما امریکې ته absolutely not ویلي خو ولې حقیقت د absolutely Not دا وو چې عمران دغه الفاظ د HBO جرنلسټ جوناتن سوان ته د یو سوال په ځواب کې ویلي وو نه چې امریکني حکومتي چارواکو ته .
په کال 2019 کې د امریکې د دورې نه پس ښاغلي عمران خان ویل نن ماته داسې محسوسیږي لکه څه رنګه چې په کال 1992 کې د ورلډ کپ ګټلو نه پس د استریلیا څخه ملک ته راوپس شو ، خو ولې د عدام اعتماد د ووټ د غورځیدلو نه پس عمران خان د امریکې د دورې څخه راوړی کپ په دروغژن سائیپر بدل کړو .
نن عمران په جیل کې دی ، خو ولې په جادو منتر یې نن هم پښتونخوا روانه ده او هغه جادو منتر پاپولر ، بیانیه او دروغ دي کومه چې وخت په وخت د ولس په ذهنونو کې ورټومبلې کیږي .
نن د ولس سره همدغه ټوکې روانې دي ، د کال 2013 نه واخله تر 2018 پورې یې ولس په دې مشغول ساتلی وو چې نوې پښتونخوا درله جوړوو او د کال 2018 نه واخله تر کال 2022 پورې یې ویل عمران د امت مسلمه لیډر دی او د لیډر کار سړک ، ابادئ ، اقتصادیات او معاشیات جوړول نه وي او نه په دغې پرمختګ راځي بلکې د لیډر کار دا وي چې په مللي متحده (اقوام متحده ) کې په زوړ واسکټ کې د خپل تقریر پیل د ایاک نعبدو ایاک نستعین نه وکړي .
د ولس حال نن دادی چې په خپله خیټه پورې ستومانه دی او د واکدارانو یې حال دادی چې د دوي د نهرو خیټو مړولو ، د دوي بچیانو ته د تعلیم ورکولو لپاره نوی پروجیکټونه راوړي خو ولې په ځای د هغې دوي د یو دروغ د پاسه بل بل دروغ او د یو پالسټ بیانیې د پاسه بله بیانیه راوړي .
نوټ ؛. د وزیر اعلی لاندینئ دړه کې د نن ورځې دي . یاد ساتئ چې میاشت پس به دا دروغ دا جذبات او دا دړه کې شاته پاتې وي هم به د پاپولزم په مرض د اموخته ولس هیر وي او هم به یې د پاپولسټ مشرانو او د یوې بلې پاپولسټ بیانیې سره به راځي ، خو ولې تاسو د دوي نه پاتې دا هرڅه په ریکارډ ساتئ او ولس ته یې یادونه کوئ . هم دا یوه لار ده چې د دوي د دروغو ، د جذباتو او نااهلئ او پسمانده سیاست او د پسماندګئ نه د ډک حکومت څخه به خلاصیږئ ګنې د دې خاورې او ددې وطن دا ولس به د پاکستان د نورو قومونو او صوبو نه ډیر وروستو او برباد پاتې شي .










