0

د روس یوکراین تاریخ او شخړه

په میلادي کال 860 کې د بالټیک سمندر د علاقو نه سلاویک نسل خلکو د موجوده بیلاروس ملک په اړخ هجرت وکړو او هغلته یې د یو ښار بنیاد کیښودلو چې نامه یې Novogorodok ده ، هم دا ځای وو چې سلاویک خلکو پکې د خپل ریاست بنیاد کیښودلو د کال 960 پورې دا خلک د موجوده یوکراین پورې راوغځیدل او هم په دغه سیمه کې یې کیف ښار اباد کړو ، او دې خلکو خپل دغې سلطنت ته د Rus نامه ورکړه.
زرمه پیړئ د دې خلکو په تاریخ کې لوی مقام لري او هغه داسې چې هم ددې وخت نه روسي ارتوډکس کلیسا پیل کیږي او د دې ځای نه د روس د موجوده پایه تحت ماسکو ښار پورې رسیږي کوم چې په هغه وخت کې صرف ورکوټی کلی وو .
د دولسمې پیړئ پورې د سلاویک نسل څخه دغې خلکو ته روسان او د دوي ریاست ته روس Rus ویلی کیدلو چې په دغه وخت کې د بالټیک سمندر څخه واخله د تور سمندره پورې یو مضبوط ریاست وو، هم په دې وخت کې منګول ( ترک النسل ) خلکو په دوي برید وکړو او هغه روس یې له مینځه یوړو د کوم بنسټ چې په نهمه پیړئ کې په Novogorodok کې کیښودلی شوی وو.

د منګولو په لاس دې خلکو زیان وموندلو او کومې برخې چې د هغوي د برید څخه بچ شوې هغلته دغه پخوانی روس په واړو واړو قبایلي باچاهو کې تقسیم شو ، او څه موده پس د منګولونو څخه دغه پاتې هیواد (روس) د لیتوانیه او پولینډ د مشترکه باچاهت د لاندې راغی .
د پولینډ او لیتوانیه مشترکه سلطنت د پخواني روس دغه سیمه کومې ته چې یوکراین ویلې شي د دغې سیمې د روسانو ژبه او شناخت یې په ډیر جبر سره بدل کړو او دوي ته یې نوې نامه ورکړه کوم ته چې نن یوکرانیان یا یوکریني نسل خلک ویلی شي .
د یوکراین اصلي معنی په پخوانۍ پولینډئ ژبه کې د هغې چوکیدار ده کوم چې د هیواد په سرحدونو څوکۍ ورکوي لکه په نن دور کې چې ورته موږ په پښتو کې سرحدي پولیس یا بارډر ګارډ وایې ، نه خو یوکرایني نسل خلک شته په تاریخ کې او نه یوکرانیان اصل کې دا خلک اصلي روسان وو خو ولې د لیتوانیه او پولینډ ددغې جبر د لاسه د دوي د سرحدونو چوکیداران شو.
کله چې په شاړسمې پیړئ کې د ماسکو او روتسووا ښارونو کنټرول د روسي زار خاندان لاسو ته وغورځیدلو او دوي د مشرقي یوکراین بشمول کیف ښار کنټرول سنبال کړو نو دوي یو وار بیا د خپلو هغې جدا شوو خلکو ته خپل روسي نوم ورکړو د کومو نه چې پولینډیانو او لیتوانینو جعلي یوکریني جوړ کړي وو.
زار سلطنت یو وار بیا دغه خپل پاتې خلک په خپل ارتوډکس کلیسا وردننه کړل .
د شلمې پیړئ په دوهمه لسیزه کې چې کله لومړئ نړیواله جګړه ( دوسري جنګ عظیم ) ونختلو نو د اسټریا هنګري سلطنت د روس څخه دغه سیمې د ډیر حد پورې ونیولې او دغې روسانو ته یې یو وار بیا یوکریني نوم وکارولو ځکه دوي غوښتله چې په روسانو کې تقسیم پیدا کړي .

دا د تاریخ دی چې کله پولینډیانو ددغې خلکو اصلي شناخت او د دوي اصلي ژبه روسئ ته یې یوکریني نامه ورکړې وه حتا د دوي په ژبه کې یې بدلون هم کړی او خپله پولینډئ ژبه یې پکې شامله کړې وه هم هغه کار د استریا هنګري سلطنت حکمرانانو هم د دوي سره د کافي حده پورې وکړو .
کله چې په کال 1917 کې په روس کې بالشیویک انقلاب راغی نو مشرقي یوکراین د دوي د کنټرول لاندې او مغرب د پولینډ لاندې پاتې شو ، او دغسې پولینډ دغه تاریخي روسي خلک په مکمله توګه په یوکرایني پولینډي بدل کړو او د دوي اصلي مورنې ژبه یې ریز مریز کړه .

کله چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پیل کې جرمني په پولینډ برید وکړو نو هم په دې وخت کې د مغربي یوکراین څخه سټیفن بنډیرا نومې کس د مغربي یوکراین د ځوانانو څخه ملیشې جوړې کړې او د جرمني په فوج کې د روسي سوشلسټانو سره د نفرت د وجې شامل شو.
اوس څه کیږي؟
————-
دلته اوس مهمو جیو پولیټیکل لوبو ته ځیر شئ
د دوهمې نړیوالې جګړې په دوهم راونډ کې د روس فوج د جرمني فوج په مخه واخستلو او د مغربي یوکراین سیمې ( کومې چې د پولینډ د لاندې وې) هغه سیمې د روس فوج بیرته ونیولې د هغه سیمې وې په کومو سیمو کې چې د سلاویک نسل خلکو په نهمه پیړئ کې د روس بنیاد ایخودی وو،

په دوهمه نړیواله جګړه کې روس په پولینډ ، هنګري اسټریا او مشرقي جرمني قبضه وکړه او امریکې ، فرانس ، برتاینه په مغربي جرمني .
په کال 1948 کې د سوشلسټ روس او امریکې برتانیې د مینځ څړه جګړه پیل شوه او هم په دغې لړ کې امریکې د نیټو بنیاد کیښودلو چې په لومړي پړاو کې پکې دوي برتانیه ، فرانس ، مغربي جرمني اسپین ، بیلجیم ، نیدرلینډ او کاناډا شامل کړل .
کله چې روسانو ته مالومه شوه چې ددې اتحاد یعنې د نیټو جوړولو مقصد زموږ په خلاف دی نو روس په کال 1955 کې خپل اتحاد جوړکړو کوم ته چې وارسا پاکټ ویلی کیږي چې پکې چیکوسلواکیه ، پولینډ ، البانیه هنګري ، رومانیه او مشرقي جرمني شامل وو.

دا اتحاد د کال 1991 پورې موجود وو کله چې شوروي اتحاد ( سویت یونین) مات شو نو دا اتحاد هم له مینځه لاړو دغسې مشرقی جرمني د روس د لاسو څخه ووتلو او جرمني یو ځای شو ، د شوروي اتحاد د ماتیدلو سره سم امریکې د هغه زاړه اتحادیان کوم چې په وارسا پیکټ کې شامل وو هغه یې په نیټو کې شامل کړل .
د روس لپاره دا د تشویش وړ وه د شوروي اتحاد اخري صدر ګورباچوف او بیا د روسي فیدریسون صدر بورس یلسن او د هغه نه پس پوټن پرله پسې په امریکه غږ کولو چې زموږ سرحدونو ته مه راغځیږئ خو ولې بیا هم دوي دغې کار ته دوام ورکړو او دغه هیوادونه یې په نیټو کې شامل کړل .
په کال 2000 بخارسټ نیټو کانفرنس کې د امریکې د هغې وخت صدر بش په ښکاره اعلان وکړو چې موږ به په نیټو کې جارجیا او یوکراین شاملوو
هغه یوکراین د کوم خلک چې تاریخي طور روسان دي ، هغه یوکراین د کوم سرحدونه چې د شوروي اتحاد د ماتیدلو په وخت یعني په کال 1991 کې د مغرب په مرضئ راښکلي شوي وو.

کله چې په کال 2008 کې د کال 2000 د بش ایډیا عملي کیدله نو روس لومړي په جارجیا برید وکړو او د ابخازیه نومې علاقه یې د جارجیا څخه جدا کړه ځکه د دغې علاقې خلک روس النسل وو ، دوي هم د شوروي اتحاد د ماتیدلو په وخت جدا شوي وو، روس ته دا چرته متظوره وه چې د دوي خپل خلک دې د دوي د دوښمن په سنګر کې ودریږي ؟
په کال 2010 کې په یوکراین کې الیکشن وشو او د یوکراین ولس ویکټر یانوکووچ ته ووټ ورکړو او دغسې هغه د یوکراین صدر جوړ کړی شو ، ویکټر یانوکووچ غوښتله چې یوکراین به یو غیر جانبدار هیواد وي نه به په نیټو کې شاملیږي او نه به په روسي فوجي اتحاد کې خو ولې ویکټر یانوکوچ د مغربي یوکراین هغې خلکو چرته زغملو کوم مغربي یوکرانیان چې د هغې سټیفن بنډیرا په لار وو د کومو نفرت چې د روس سره تاریخي وو؟
کوم سټیفن بنډیرا چې د جرمني د نازیانو ملګری وو هم د هغه پیرکار وو چې د امریکې د سي ای ای سره یې تعلق جوړ کړو او د ویکټر یانوکوچ په خلاف یې په کال 2014 کې مظاهرې پیل کړې .
اخر د ویکټر یانوکوچ حکومت ختم کړی شو او دغسې د کیف ښار واک د بینډیراتس لاسو او د امریکې سي ائ ای ته وغورځیدلو .
روس چې د حالات ولیدل نو لومړې قبضه یې په کرایمیا وکړه کومه کرایمیا چې د روسي زار بادشاهت په وخت او بیا د سوشلسټ روس په وخت کې د روسانو لپاره په تور سمندر کې مهم ستراتیژک مقام وو.

په کیف ښار کې د ویکټر یانوکوچ د حکومت د ړنګیدلو سره سم د مشرقي یوکراین خلکو ویره محسوس کړه او هغوي د خپلو مهمو علاقو کومو ته چې لوهانسک ریپبلک او ډونباس ریپبلک ویلي کیږي هغه یې قبضه کړې خو ولې د کیف ښار بینډیراتس رژیم ته کله داسې منظوره وه ، هغوي په دغه سیمو هم په دغه روان کال کې برید وکړو او په زرګونو روس النسل خلک یې له مینځه یوړو .هم په دې دوران کې نیټو او امریکې د یوکراین بینډیراتس په وسلو وپړسول او هغه وسلې هغوي د روسي خلکو په خلاف وکارولې ، دغه روسي نسل خلکو پرله پسې پوټن ته درخواست وکړو چې موږ د دوي نه وژغورئ خو ولې روس د دې هرڅه باوجود د ډیپلومیسئ نه کار اخستلو او دغسې روس د جرمني ، فرانس په موجودګئ کې د بیلاروس په ښار منسک کې د یوکراین د غیر قانوني بینډیراتس سره کیناستل او د منسک لوظنامې په نوم لاس لیک وشو .
د لوظنامې مهم ټکي دا وو چې د مشرقي یوکراین د روسانو ژبه به سرکاري وي دوي ته به نیمه خود مختاري ورکولې کیږي ، او د دوي په کلیسا به بندیز نه لګولی کیږي .
دا ایګریمنټ هم فرانس ومنلو هم امریکې هم جرمني او هم د یوکراین بینډیراتس خو ولې دلته اوس څه کیږي؟
په دې وقفه کې امریکې ، برتانیې فرانس د یوکراین په فوج کې هغه بینډیراتس ته خاص مقام ورکړو کوم چې د دوهمې نړیوالې جګړې په وخت کې د روس په خلاف د نازي جرمني ملګري وو، دلته د روس لپاره اوس صرف د خپل روسي نسل ژغورل نه وو بلکې د هغې خلکو مقابله هم کول وو د کومو خلکو په لاس چې روس په دوهمه نړیواله جګړه کې زیان موندلی وو.

په کال 2019 کې د یوکراین ارب پتي کالوموسکي د ډرامه اسټیج څخه یو اداکار راوچت کړو د کوم نامه چې زیلنسکي ده او هغه ته یې دا منشور د انتحاباتو په وخت ورکړو چې د روس سره به دایمي امن قایموم او هم دغه وجه وه چې د یوکراین خلکو هغه ته ووټ ورکړو ، ځکه د یوکراین د ولس تاریخي ارمان دا وو چې زموږ تعلق دې د روس سره بهتره وي ، خو ولې کله چې زیلنسکي د هیواد صدر جوړیږي نو دی ډایریکټلي د بینډیراتس لاسو ته غورځیږي ځکه چې په هیواد دننه هره چوکۍ او هره اداره د دوي په لاس کې وه او د دوي په شا امریکه او د هغه ثابت اتحادیان ولاړ وو.

دا د مغرب د جمهوریت هغه دعوې دي چرته چې دوي واک د جمهوري صدر ویکټر یانوکوچ څخه اخلي او بینډیراتس ته یې په غیر قانوني توګه ورکوي . روس اته کاله صرف تماشې کولې خو ولې اخرکار صبر یې هغه وخت تمام شو کله چې د تش په نامه جمهوري صدر زیلنسکي په لاس بینډیراتس په هغه ګوندونو بندیزونه ولګول کومو چې د روس سره هغه تعلق غوښتل ، دوي هغه ارتوډکس کلیسا ختمه کړه کومې چې په لرغوني روس جوړولو کې رول لوبولی ، او په هغه اصلي روسئ ژبه یې هم بندیز ولګولو کومه روسي ژبه چې به د دوي غور نیکونو په نهمه پیړئ کې ویله .

اوس دلته د امریکې او یورپ پلان څه وو؟
۱/ یوکراین په نیټو کې شاملول او تور سمندر ورسره قفقاز ته خپل فوج رسول او د روس نه ګیره چاپیرول
۲/ د یوکراین بینډیراتس په لاس روس زخمي کول
۳/ د جنګ په بهانه په روس بندیزونه لګول او د هغې ګټه به امریکې او یورپ ته دا وي چې په روس کې به سیاسي شخړې رامینځ ته شي او د هغې په نتیجه کې به د پوټن په خلاف راوچت شي کوم پوټن چې د جارجیا نه واخله د کیف ښار پورې تاریخي روسي نسل خلک ژغورل غواړي .

۴/ کله چې پوټن او د هغه حکومت له مینځه لاړ شي نو روس به تقسیم شي او هغلته به ګوډاګیان امریکه کینوي او د هغوي د لاندې به د روس د قدرتي ذخایرو خزانې ولوټي .

خو ولې د روس د زخمي کولو پرځای دغه اتحاد یوکراین د خپلو ګوډاګیانو په لاس زخمي کړو چې تر ننه پورې یې یو ملیون خپل ګوډاګیان د لاسه ورکړي .

که چرې نن د روس سره روغه ونه شوه او ددغې روغې په لړ کې پاتې یوکراین غیر جانبدار هیواد پاتې نه شو نو د روس دریځ واضح دی او هغه دادی چې دوي به خپل روسي ولس هیڅکله هم د امریکې ، نیټو او د یوکراین د بینډیراتس په رحم وکرم پرې نه ږدي .

امیر یوسفزی

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ