که ته چرې په یو خدای یقین ساتې او سترګې د یوې لحظې لپاره پټې او د اسلام نه دوه زره کاله شاته زمانې ته لاړ شې نو په دغه وخت کې نور هیڅ نه وو بې د بت پرستۍ نه .
په دغه وخت کې افریقه هم وه ، امریکه هم ، یورپ او استرالیا هم خو دغلته مدنیت نه وو ددغې سیمو او جغرافیو انسانان نه په سهی معنو د مدني ژوند نه خبر وو او نه دوي کې ټولنېز ژوند وو.
که په دغه وخت کې مدنیت ، پرمختک ، ټولنېز ژوند ، ریاستي تصور او ریاستي سټراکچر چرته موجود وو نو هغه صرف د مصر نه واخله د اباسین پورې وو ، او چرته چې مدنیت وو انساني پرمختګ وو د دوي خپل ریاستي سټراکچر وو نو هم هغلته مذهبونه وو ،
او دغه مذهبونه په بت پرستۍ چلیدل .
د قدیم دجله او فرات تهذیبونه هم په بت پرستۍ ولاړ خو ولې دوي په طریقه کار او عقیدوي لحاظ سره د مصرانو او اریایانو ( د اریانه ، باختر، موجوده افغانستان ) د امو نه واخله د اباسین پورې مختلف وو.
که ته چرې سترګې پټې کړې او بیا دغه دور ته لاړ شي چې په دغه دور کې د یو خدای تصور نه وي او دوي کې یو انسان پیدا کیږی چې هغه دغې خپل قام ته د یو خدای تصور ورکوي نو ته پوه شه چې دغه قام او دغه انسان له خدای له اړخه خاص قام دی .
دوي کې مدنیت هم شته دوي کې علم وفنون هم شته او دوي د یو مالداره کلتور خاوندان هم دي .
اوس که موږ وایو چې دنیا ته تهذیب پښتنو ( د امو او اباسین ) خلکو ورکړی، نو خلک به خاندي ،
ولې؟
کله چې هم ددغې تهذیب یافته راتلونکی نسل د تهذیب نه ووځي دوي د بل سیاسي پروژې مخ پر وړاندې وړي ، دوي په اونه ، اینځر او توت هم یو بل له مینځه وړي دوي برګران وي دوي شادوله ګان وي نو د دوي ذمه وار هغه تهذیب یافته ( د مدنیت خاوندان) نیکونه نه دي کوم چې د نړۍ په تاریخ کې د لمر غوندې ښکاره او روښانه مثالونه لري .
په یو داسې دور کې کوم چې د اسلام نه زرګونه کلونه وړاندې وي په دغه دور او دغه قام کې سپین تمن ( زرتښت ) پیدا کیږي او خپل قام ته د اهوره مزده ( د یو خدای د عبادت تبلیغ کوي ) او قام یې ورسره ملګری کیږي او د هغه په هغه اصولو عمل کوی کوم چې لاندې دي
/۱تر یو خدای وروستو د نړۍ له ابتدا څخه دوه روحه شته چې یو په نیکه لار ځي او بل په بده .
مثلا څه رنګه چې نن موږ په اسلامي حدودو کې وایو یوه نیغه لار ده یانې صراط مستقیم که په دغه لاړې جنت دی که په کږه یانې بده لاړې نو دوزخ
۲/ ژوند یو باطني جګړه ده چې د شر او فساد د قوتونو په ضد دوام لري .
اوس دلته دا تصور هم په اسلام کې موجود دی یعنی په دې دنیا کې د شر او فساد خپرونکي عمل او خپرونکي انسان مخه ونیوه .
۳/ رڼا او تیاره د یو بل سره په مقابل کې دي .
دلته کې اسلام څه وایې،؟
کوم انسان ته چې هدایت وشي نو دې رڼا اړخ ته راوبللی شي ، د زرتښت د رڼا او د تیارې نه د مقابل سمت مانه هم دغه ده .
۴/ زرتښت شراب د خپل قام لپاره حرام وګرځول .
اوس دلته کې شراب په اسلامي رو سره هم حرام ګرځولی شوي .
ددې نه مطلب دا شو چې شراب د اسلام د راتلو نه لومړی په پښتونیت او پښتونولۍ کې حرام وو.
دوهم
زرتښت وایې شراب او کثیف نشه کونکی نیکي نه شي کولی
یانې نیک کار نه شي کولی
هم په دې وجه اسلام شراب حرام ګرځولي ، ځکه د اسلام د احکاماتو مطابق د شرابو په نشه کې نیکي کول ناممکنه دي .
جاري دی
نوټ :- د زرتښت د ائین ( قانون) دغه اصول د عبدالحئ حبیبي صیب د ریسرچ نه اخستلی شوي او بیا دغه اصولو ته د اسلام له زاویې نه کتنه زما خپل ریسرچ دی
مننه