اخر د دیارلسو کالو د خونړۍ جګړې نه پس د سوریا د بعث ګوند 54 کلن حکومت ړنګ کړی شو چې ددغې ټول کریډټ خو په میدان اخوان المسلمین ، سلافیانو ، جمهوریت پسندو او کردانو ته ځي خو ولې د دوي په شا د نړۍ طاقتور هیوادونه بشمول عرب او ترکان اګنور کولو والا خلک به د احمقانو په دنیا کې اوسیږي .
د بشارلاسد حکومت د ایران ، روس او د حزب الله په مرستو ولاړ وو خو ولې د حماس او اسرایل تر مینځ جګړې د بشارالاسد د منطقې دغه دوه مهم اتحادیان په سوریا کې کمزوري کړل ، ایران د خپلې دفاع فکر واخستلو او حزب الله د اسرایل سره په مخامخ جګړه کې بوخت شو .
بلخوا د بشارالاسد طاقتور حمایتي روس خپل ټول طاقت په یوکراین کې وغورځولو او دغسې د یوکراین جګړې د روس لپاره د سوریا ستراتیژک اهمیت ختم کړو ، هم ددغې کمزوریو نه د بشارلاسد مخالفو هیوادونو ګټه پورته کړه او هر یو خپله خپله وسلواله ډله د هغه په خلاف په کامیابۍ سره استعمال کړه .
امریکې او یورپ غوښتله چې په سوریا کې دې داسې حالات جوړ کړی شي چې روس مجبور شي او یو ځل بیا سره د ټیکنالوجۍ او فوجونو د سوریا د جګړې میدان ته وغورځیږي نو هم دلته به یې ګوشمال کړو او چې کله روس دلته بوخت شي نو د یوکراین په محاذ به هم کمزوری کړی شي ، خو ولې روس د امریکې لخوا په دغه دام کې د ښکیلیدلو نه ډیر په هوښیارتوب ځان بچ وساتلو او د روانې شخړې نه یې پښې وباسلې ، د روس د سوریا نه پښې وباسل خو نن په منطقه (په منځني ختیځ او بحیره روم ) کې د روس لپاره ستراتیژک شکست دی خو ولې فوجي شکست چرته هم نه دی . دغسې دوهم پلان د سوریا جګړې ته ایران او د حزب الله راښکل وو چې دوي به حامخا د خپل نژدې اتحادي بشارلاسد د حکومت ژغورنې له راځي او چې کله دوي خپل عسکر سوریا ته ورداخل کړي نو له یوې خوا به یې په خپلو پراکسي ډلو اوهو او د بلې خوا به یې امریکه او اسرایل په هوای بریدونو کې له مینځه یوسي خو ولې ایران هم د بشارلاسد د حکومت د ژغورنې نه ډډه وکړه .
یو خوا که امریکه ، اسرایل د بشارلاسد د حکومت په ړنګیدلو کې کامیاب شو خو ولې بلخوا یې په سوریا کې د ایران لپاره ساز کړی دام هغسې په خپل ځای پاتې شو ، اوس ګورو چې په دغې دام کې ترکي کردان رانیوي ؟ که امریکه او ترکي پکې خپله ګیریږي؟
ځکه د بشارلاسد په اړه خو دواړه یو وو خو ولې ستراتیژک مفادات د دواړو بیل دي .
ترکي به غواړي چې اخوان المسلمین (سلافیان + وهابیان ) د دمشق په چوکۍ کینوي خو ولې بلخوا کردان هم یو لوی طاقت دی او هغوي غواړي چې سوریا دې یا تجزیه شي او یا دې ډیموکراسي وي چې د کردانو برخه پکې هم په لویه کچه وي ، اوس سوال دا دی چې د هغې ډلو په منشور کې د ډیموکراسۍ تصور شته کومې ډلې چې په شریعت او خلافت یقین ساتي ؟
که چرې ډیموکراسي راغله نو هم به د عرب هیوادونو لپاره مشکل پیدا کړي او که امارات یا خلافت قایم شو نو هم ، ځکه لومړی خو د سوریا مهم ګاونډي او د امریکې او اسرایل لوی اتحادي هیواد اردن نه جمهوریت دی نه خلافت نو په داسې صورت حال کې به د اردن لپاره دواړه د زغملو وړ نه وي ، او نه به د ترکي لپاره په سوریا کې کردان د زغملو وړه وي او نه د کردانو لپاره خلافت یا امارت .
د امریکې او ترکي لخوا چې کوم دام روس او ایران ته ایخودلی شوی وو نن هغې دام اړخ ته خپله د ترکي او امریکې پراکسي ډلې روانې دي ، که چرې ډیموکراسي رانغله نو هم د سوریا د تجزیې سوال دی او که چرې راغله هم نو د سوریا وجود ته خطرات دي ، ځکه د ډیموکراسئ په راتلو سره به اسلامسټ لارې بیلې کړي او د هغوي لارې بیلیدل به اسرایل او امریکه بهانه وګڼي او د بفرزون په نامه به خامخا اسرایل د سوریا خاورې ته داخلیږي .
وخت به فیصله کوی خو ولې روان حالات به ترکي اسرایل او امریکه داسې کمزوري کړي په منطقه کې لکه څه رنګه چې روس ، ایران او حزب الله کمزوري کړی شو.
امیر یوسفزی
Appreciate
ښه تبصره وا نور داسی ښه شه