0

William Tyndale ویلیم ټینډیل

د مسیحی مذهب پادري او د اکسفورډ پوهنتون استاذ ښاغلی ویلیم ټینډیل په میلادي کال 1494 کې د انګلستان په ګلوسټرشایر کې وځیګیدلو ، ویلیم ټینډیل مذهبي درس د کلیسا او اکسفورډ پوهنتون څخه حاصل کړو ،
دا هاغه وخت وو چې په ټول یورپ د مذهبي خونخوارانو لخوا د هر اړخه تیارې خپرې وې مسیحي مذهب د سیاسي ګټو او د شخصي فایدو او بدماشئ قایمولو لپاره استعمالیدلو ، په دې زمانه کې انجیل شریف په هیبرو ژبه کې وو ولس د انجیل په ترجمه نه پوهیدلو او د کلیسا پادریانو به د ولس د ناپوهۍ نه ګټې پورته کولې او هغوي ته به یې د خپلې مرضۍ مفهومونه بیانول .
ښاغلی ویلیم ټینډیل په د تیارو په دغه زمانه کې پاسیدلو او د انجیل شریف اصلي ترجمه یې په خپله مورنۍ انګلیسۍ ژبه کې مکمل کړه ، د ښاغلي ویلیم ټینډیل دغه ترجمې او نورو مذهبي لټریچرو د هغه وخت په خونخواره کلیسا زلزله راوستله د کلیسا پادریان او د هغوي شر پسنده ړانده پیروکاران د ښاغلي ټینډیل په خلاف سخت غبرګون وښودلو او هغه بیلجیم ته په مهاجرت مجبور کړی شو ، هغلته د مسیحی چرچ لخوا ونیولی شو او 400 ورځې پس په سخت ځندان کې قتل کړی شو او د هغه هډوکي وسوځولی شو .
د کلیسا د پادریانو او د هغې وخت د مذهبي واکدارانو دا ګمان وو چې د ویلیم ټینډیل په بې ایمانه قتل به د هغوي د مذهبي تجارت په خلاف به د دغه اکیډیمک پاسون مخه ونیولی شي خو ولې څه وخت پس دوي ناکام شو او دغسې نوي کل نه صرف په انګلستان کې بلکې په ثابت اروپا کې د کلیسا او د مذهبي سیاسي تجارت د جبر تخته الټا کړه .
اروپائ هیوادونه یو نیوي پړاؤ ته داخل شو دوي د خپلمنځني جګړو څخه ووتل او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیدل .
دنیا ته یې نوی سیاست او جدیدیت ورکړو ، د سیارو او حلا پورې ورسیدل د لوبو د میدان نه واخله د طب د میدان پورې هغوي پرمختګ وکړو ، ټیکنالوجي یې د نړۍ د ګوټ ګوټ انسانانو ته ورسوله چې نن ترې هغه پښتون مولا هم استفاده کوي کوم چې د څوارلسمۍ پیړئ د اروپا د کلیسا د پادري غوندې قبضه مافیا دی .
کوم عمل چې د اروپا د څورالسمۍ ،پنځلسمۍ ، او شپاړسمې پیړئ د کلیسا پادري د ولس سره کړی هم هاغه عمل نن پښتون مولا کوي ، سلافی خپل دین ایجاد کړی او دیوبندی د مذهبي کتابونو بیل بیل مفهوم لري .
د پولئ یو اړخ ته د مولا مذهبي جمهوریت کاروبار دی او بل اړخ ته ددغې مسلک مولا په ولس حدونه جاري کوي ، یو خپل بچی انګلستان او امریکې ته سبق له لیږي او د نورو بچیان په مندرسو کې قیدیان ساتي او بل اړخ ته ددغې عقیدې مولا وایې عصری تعلیم مباح عمل دی .
د وخت ضرورت دی چې نوی پښتون کل پاسي د دوي د دین په نامه خونړی کاروبار بند کړي او دوي په اکیډمک علومو د لاره د خپلې ټولنې ختم کړي او موهار یې کړي ، ګنې پښتانه به د وسني حالت نه نور خوار در په در او بې سرنوشته شي .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ