ايا د افغانستان د امريکې تېښته د کمبوډيا او ويتنام د جګړې تاريخ تکراروي؟ 0

ايا د افغانستان نه امريکې تېښته د کمبوډيا او ويتنام د جګړې تاريخ تکراروي؟

ايا د افغانستان د امريکې تېښته د کمبوډيا او ويتنام د جګړې تاريخ تکراروي؟

دا د مارچ میاشت کال ۱۹۶۹ دی د امریکې ولسمشر نکسن د امریکې هوای ځواکونو ته حکم ورکوي چې په مشرقي کمبوډیا کې د ویتنامي کمیونسټو مرکزونه په نخښه کړئ

د کال ۱۹۶۹ نه واخله د کال ۱۹۷۰ د اپریل د میاشتې پورې د امریکې جنګي الوتکې په مشرقي کمبوډیا دوه نیم ملینهٔ ټنه بمان ورول او یو لاک دیارلس زره هغه ځایونه په نخښه کړل په کومو ځایونو کې چې د دوي په فکر ویتنامي ګوریلا فوځونه موجود وو .

د امریکې دغه وحشیانه اقدام په کمبوډیا کې یو بل دوښمن جوړیدلو ته موقع ورکړه ، چې ددغې نامه کیمر روج وه

کیمر روج هم لکه د ویتنام د ویت کانګ نومې ګوریلا فوځ جوړ کړو ، د دوي دواړو اډیالوجۍ په کمیونسټ لننسټ فلسفه ولاړه وه . په لږه موده کې د کیمر روج د فوځونو تعداد دوه لاکو ته ورسیدلو.
او اخر کیمر روج د ویتامي کمیونسټو په مدد سره په هیواد کې دننه د امریکې د همایت یافته ولسمشر لون نال د حکومت تخته په بله واړوله .

د کیمر روج ،ویتنامي کمیونسټو د امریکې او د هغه د همایتي ولسمشر لون نال تر مینځ په دغه جګړه کې درې ملینه کمبوډین له مینځه لاړل .او اخر کیمر روج خپل دولت د پول پاټ په مشرۍ کې قایم کړو .

دا د دیرشم اپریل کال ۱۹۷۳ د سهار ۷:۵۳ بجی دي چې په ویتنام سایګان ښار کې د امریکې د سفارت خانې د کوټې نه د امریکې د سفارتي عملي نه ډک هیلی کاپټر پاسیدلو چې بیا وروستو د بین االاقوامي میډیا د مسخرې او مذاقو محور جوړ شو .

ویت نام په بشپړه توګه د ویت نام د کمیونسټو لاس ته وغورځیدلو ، دوي په دولت جوړولو کې کامیاب شو خو ولې د دوي هیواد ویت نام هغسې د امریکې د اقتصادي او سفارتي بندیزونو د لاندې پاتې شو .

د ویتنام نه د امریکې د فوځ د وتلو نه پس هیچا د ویتنام او کمبوډیا خالات مالوم نه کړل چې د دې داوړو هیوادونو ولسونه د دوه کمیونسټو رژیمونو تر لاندې څنګه ژوند تیروي .

اوس کال 1978دی د ویتنام نه د امریکې د فوځونو پنځه کاله وشو چې وتلي د کمبوډیا کمیونسټي کیمر رژیم د ویتنام په هغه دوه جزایرو حمله وکړه کومې چې په تاریخي توګه د کمبوډیا او ویتنام په مینځ کې متنازغه علاقې پاتې شوي .

خو ولې د کیمر فوځونو د ویتنام د کمیونسټو فوځونو مخې ته د شګو دیوال ثابت شو او اخر په کال ۱۹۷۹ کې د ویتنام فوځونو د خپلو پخوانیو هغه دوستانو کمیونسټو دولت ختم کړو کوم چې د دوي نه صرف اډیالوجیکل ملګري وو بلکې دواړه په یو سنګر کې د امریکې په خلاف جنګیدلي هم وو
دغسې کمبوډیا د کال ۱۹۸۸ پورې د ویتنام د کمیونسټو د قبضې د لاندې پاتې شوه .

د کیمر کومپاچه ریاست په دوه هفتو کې ختم کړی شو ، د دوي پاتې فوځونه د پول پاټ په مشرۍ کې د تای لینډ هغه سرحدونو ته پناه یوړه چرته چې ګڼ ځنګلونه او غرونه دي او د هغې ځای نه یې څه موده پس په ویتنامي کمیونسټ فوځونو بریدونه پیل کړل ، دغه جګړه مسلسل لس کاله جاري وه چې پکې د ویتنام دیرشو زرو فوځونو سره دیرش لاکه کمبوډین هم له مینځه لاړل .

امریکه په کال ۱۹۶۵ کې د مشرق اشیا په هیواد ویتنام ځکه حمله کوله چې د مشرقی اشیا نه کمیونزم ختم کړي ، امریکې لس کاله مسلسل جګړه وکړه خپله یې ۵۸ زره فوځ بایلو ، په ویتنام کې دننه او په ګاونډي هیوادونو کې د ویتنامي ګوریلا فوځونو په مرکزونو یې یو لاک او دیارلس زره وارې بمبارۍ وکړي چې په نتیجه کې یې په زرګونو عام خلک قتل کړلو خو ولې بیا هم د مشرقی اسیای هیوادونو نه په کمیونزم ختمولو کې پاتې راغله .
خو چې کله یې د اپریل په دیرشم تاریخ کال ۱۹۷۳ کې د سایګان نه منډه وکړله نو ددې منطقې خلک یې د یو بل سره لاس وګریوان کړو کمیونسټان یې خپلو کې په جګړو واچول او اخر هغې کمیونسټانو خپله یو بل ختم کړلو کوم چې اته کاله مسلسل د امریکې په خلاف په شریک سنګر کې جنګیدل

اته څلویښت کاله تیر شو په کابل کې د امریکې د سفارت نه هیلي کاپټر پورته کیږي دا هغه صحنه او هغه منظر پیش کوي لکه د ویتنام د سایګان ، او د هیواد کنټرول داسې هغې تالېبانو ته غورځیږي لکه د ویتنام کمیونسټو ته چې څنګه ویتنام غورځیدلی وو ، دلته هغسې دولت قایمیږي چې د نورې دنیا نه isolate دی نه لکه د ویت کانګ ګوریلو امریکې ته په سفارتي نړۍ کې قابل قبول دی او نه یې اتحادیانو ته نه لکه د ویتنام د بحر دنیا سره معاشي اړیکي لري او نه اقتصادي .

اوس د ګاونډي هیواد مثال د کمبوډیا دی او پښتونخوا د ویتنام کومپوچا دی هم ددې ځای مذهبي ګوندونه وو چې دیرش کاله یې مسلسل په افغانستان کې دننه خپلو نظریاتي ملګرو تالېبانو ته اخلاقي ، مالي ، بدني سپورټ ورکړی ، دوي ددغې ملګرو فتح خپله فتح ګڼلې ، جشنونه یې کړي دوي ورته د مبارکیو نه ډک پیغامونه لیږلي ، حتا د دوي مشرانو دا هم د امریکې د وتلو په وخت په جار ویلي وو

طاقتیی تمهاری او خدا همارا
ډیورنډ لاین هغسې متنازغه کرښه ده لکه د ویتنام او کمبوډیا تر مینځ پا کوک جزیره
نن د هغې نظریاتي ملګرو نه یوه ډله جدا کیږي ځکه د دوي پخواني تالېبان یاران په خلا*/ فت قایمولو یقین نه ساتي او هم هغوي رالږي او د خپلو هغه ملګرو په غونډه په باجوړ کې خونړ*ی برید کوي کومو چې دوي ته په تیر وخت کې اخلاقي ، بدني او مالي سپورټ ورکړی

د کمبوډیا کیمر فوځونه په ویتنام خپلې حملې ته یو جواز دا هم ورکوي چې د ویتنامي کمیونسټو پلان دا دی چې په مشرقی اسیای او په خاصه توګه په ګاونډي هیوادونو قبضه وکړي او د ویتنام د کمونسټي نظام د لاندې یې راولي

نن دلته دغه پلان د هغه جیادی ډلو هم دی چې پښتونخوا د خپل نظام د لاندې راولي خو ولې اوس دلته اصل امتحان د هغه چا دی چاچې په افغانستان کې د شری یات لپاره ، چندې ، مرکزونه ، پټانځایونه ، مالی ، بدني ، معاشي ،اخلاقي مرستې لکه د کیمر روج د کمیونسټو خپلو ویتنامي ملګرو ته ورکړي .

امریکه لاړه خو ولې هغه ګاونډي ته یې هم د مدام کشاله ور په سر کړه کوم چې د امریکې د وتلو په وخت ویل

طاقتی تمهاري اور خدا همارا

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ