د کال ۲۰۰۷ خبره وه په اسلام آباد کې د مملکت خداد د پارلیمان نه په څو کلومیترو کې د سور جومات محاصره وشوه ، هم دغه وخت وو چې په سوات امام ډیرئ کې د ایف ایم مولا کشاله روانه وه ، په پښتونخوا کې د مذهبي ګوندونو (متحده مجلس عمل ) حکومت وو ، د صوبې د ثقافت وزیر اصف اقبال داودزی وو د کوم تعلق چې د جمعیت علما اسلام فضل رحمان ګوند سره وو .
د خیبر ټي وي یو جرنلسټ ترې پوښتنه کوي چې یو خوا په سوات کې د صوفي محمد زوم سي ډي سنټرې سوځوي بلخوا د لال جومات کشاله هم روانه ده ، د اصف اقبال داودزئ ورته ځواب وو سي ډي سنټرې غیر اسلامي دي دا یو ښه عمل .
د سور جومات اپریشن سر ته ورسیدلو خو د سوات شخړه نوره زیاته شوه خون ریزي پیل شوه او څه وخت پس عوامي نیشنل ګوند په صوبه کې په حکومت کې راغی . څو میاشتې پس عوامي نیشنل ګوند په صوبه کې د امن راوستلو په خاطر د سواتي تالېبانو سره امن لوظنامه وکړه په دې کې د صوبې حکومت او د تالېبان مخامخ ناست وو چې مشري یې امیر عزت خان کوله .
د حکومت شرط دا وو چې تالېب به ټوپک ږدي او د تالېب شرط دا وو چې شرعی عدالتونه به قایمیږي .
هم په دې شرایطو اتفاق وشو .
د دسمبر کال ۲۰۰۸ میاشت وه چې صوبای حکومت په دغه عدالتونو جوړولو ګوتې پورې کړې او تالېب په بونیر کلیل کنډاؤ او ګدیزو یرغل وکړو بلخوا یې د سوات له اړخه په دیر .
عوامي نیشنل ګوند چونکې په دغه وخت کې په واک کې وو نو د هغوي دستوري او اینی فرایض جوړیدل چې د تالېبانو د ټوپک نه خپل ولس وژغوري .
په سوات او دیر بونیر کې د سکولونو او کالجونو سوځولو ،ړنګولو سلسله د هغې وخت نه پیل شوې وه په کوم وخت کې چې د تالېبانو ترجمان علی بخت وو د هغه د وینا مطابق دوي سکولونه ځکه ړنګول چې فوځیان یې د چیک پوسټونو او چاونو په ځای کاروي .
د ملاکنډ ولس یو داسې فیصله کن مرحلې ته داخل کړی شو چې یا به دوي د تالېب د لاندې ښه په خوشالئ ژوند کولو او د فوځ یا صوبای حکومت مخالفت او یا به یې د تالېب مخالفت او د حکومت د اپریشن مخالفت کولو ، ولس چونکې د تالېب نه تنګ وو او د حکومت د فوځي اپریشن ملاتړ یې وکړو ، هم په دغه وخت کې مولانا فضل رحمان د قامي اسمبلۍ په یو اجلاس کې په خپله یوه وینا کې ویل ؛اسلام آباد اور بونیر کے درمیان صرف مارگلہ کے پہاڑ واقع ہے لیکن حکومت آج بھی سو رہی ہے ؛ دغه اپریشن چې نامه ورته راه راست ورکړی شوه د پاکستان د ټولو سیاسي ګوندونو د مشاورت نه پس په متفقه طور شروع شو .
اوس سوال خلک دا کوي چې اپریشن عوامي نیشنل ګوند کړی او دغې بیانیې ته د فوج په لاس پروموټ شوي او ساز کړي شوی ګوند عمران خان ورکړه .
فرض کړه که عوامي نیشنل ګوند د خپلو یو نیم زرو ملګرو او مشرانو قربانۍ نه وی ورکړی او د تالېب مخالفت یې نه وی کړی نو ایا د ملاکنډ خلک دې ته تیار وو چې د تالېبانو د نظام او ټوپک د لاندې ژوند وکړي ؟؟؟
دوهمه :- عوامي نیشنل ګوند عسکري تنظیم یا ملیشا نه وه چې د فوج اپریشن یې په نظر کې نیولی وی چې د دوي مقاصد څه دي ؟
یو عسکری تنظیم یا ملیشا فوځي حکمت عملئ په خپل نظر کې نیولی شي خو سیاسي ګوند نه عوامي نیشنل ګوند چونکی سیاسي ګوند وو نو هغوي په دغه وخت کې د اپریشنونو نه پس په فوځي اوږد مهاله پالیسۍ بې خبره پاتې شو .
د سوات ،بونیر او دیر ولس د عوامي نیشنل ګوند په قربانیو د صوفي محمد د شاګردانو نه وژغورلی شو او فورا یې د دغه سیمې په بیا رغونې کار پیل کړو صرف په سوات کې 250 هغه سکولونه او په درځنو هغه کالجونه بیرته د عوامي نیشنل ګوند په وخت کې جوړ شو .
یو خوا په صوبه کې هرخوا ترهګري وه بلخوا سکولونه او کالجونه جوړیدل ، ددغې سره سره اتلسم ترمیم د ګوند په مسلسل جهد او کوښښونو سره پاس کړی شو چې د کافی حده پورې اختیار د صوبای حکومت پورې لاس ته راغی .
هیڅوک هم دا ثبوت نه شي وړاندی کولی چې د عوامي نیشنل په وخت کې د ملاکنډ وران کړي شوي سکولونه او کالجونه د هغوي نه وران پاتې شوي وي او د عمران خان ګوند بیرته جوړ کړي وي .
په جنګي حالاتو کې داسې کول د هیوادونو لپاره ناممکن وي او هغه عوامی نیشنل ګوند ممکن کړه .
تاریخ دا دی چې د تالېب پروجیکټ د لروبر پښتنو د قامی سیاست په خلاف جوړ شوی چې پکې یواځی د دوي په جوړولو کې پاکستانی فوځ نه دی شامل بلکې عربي او غربي هیوادونه هم د څه حده پورې په دې پروجیکټ کې شامل وو .
د ترهګرۍ په بهانه د ګوند یو نیم زرو ملګرو قربانۍ ورکړې چې پکې دننه د اسفندیار په حجره کې د هغه نه ګیر چاپیره یو درځن ملګري هم شهیدان شو، خو ددغې هرڅه باوجود د بدنامۍ کاڼې د فوج په لاس جوړ کړي شوي ګوډاګي ګوند تحریک انصاف د عوامي نیشنل ګوند په کاته کې واچول .
د بده مرغه پښتون ولس چونکې مدام د خپل سیاست نه لرې ساتلی شوی نو هغوي د دغه پروپاګنډونو او بیانیې په ضد کې راغلل او د عمران (فوځي پروجیکټ) ملاتړ یې وکړو او هغوي ته یې تاج ور په سر کړو ، د عمراني پروجیکټ سره نه پښتونخوا صوبه د نورو صوبو نه وروستو او شاته پاتې شوه بلکې د پښتنو په ټولنه کې یې برداشت او د تهذیب هم جنازه وباسله .
پښتونخوا په لسو کلونو کې دومره شاته لاړه چې د جنوبي پنجاب د صحرای علاقو نه هم شاته پاتې شوه ، خیبر بینک پکې دیوالیه شو ، د صوبې ټوټل قرضه جات نهه نیم سوه اربو روپو ته ورسیدل دا مهال صوبه د اسیای بینک د هغې قرضو د لاندې ده کومې چې د عمران په حکومت کې اخستلی شوي ددغې پیسو سر هم مالوم نه شو چې کوم ځای لګیدلي . کوم کالجونه ، پوهنتونه ، سکولونه چې عوامی نیشنل ګوند په جنګي حالاتو کې جوړول هغه د عمران حکومت په لسو کلونو کې په هغه ماحول کې هم جوړ نه کړی شو کوم پر امن ماحول چې ورته د عوامی نیشنل ګوند مشر شمشیر علی ، عالمزیب خان او میا مشتاق ورکړی وو .
پښتونخوا ته د پاکستاني نیشنلزم پروجیکټ راوړلی شو دوي یواځې عوامی نیشنل ګوند نه ټارګټ کولو بلکې دوي د ارمان لوڼي او عارف وزیر د خړ کمر شهیدانو ته د کتا مار مهم نوم هم ورکړو .
دوي یواځې د مامودخان په پښتون څادر ملنډه ونه کړله بلکې د پښتنو ماشومانو په مستقبل یې هم هغه وخت ملنډه وکړه کله چې یې هغوي ته په نصاب کې د یوسفزو ستر سردار او د مغل یرغلګرو په خلاف د ازادۍ ستر اتل کالو خان بابا هم غل او ډاکو وګرځولو .
دوي په فوجي چاپلوسۍ کې په پښتون نیشنلزم هره ملنډه وکړه او په هغوي د غلاګانو الزامونه هم ولګول خو ولې بیا یې هم پرې هیڅ ثابت نه کړل چې هم ورسره د فوج ملاتړ وو هم عدالتی بابا رحمتی او هم د نیب اداره .
په اخره کې د نړۍ سیاست چورلک وخوړولو او د عمران اړتیا پاتې نه شوه نو هغه فوج ورله لغته ورکړه کوم چې لس کاله مسلسل په دوي خرچونه کول ،
عمران یې لرې کړو او بې عزته یې کړو خو بیا هم د دوي په هغه بیانیه کې بدلون رانه غی کومه چې ورته فوج ورکړې وه او په پښتونخوا کې د بیا بدامنۍ راوستلو کې یې د جنرال فیض حمید د زړه د اخلاصه ملګرتیا وکړه ،
څوک چې عمران د فوځ په خلاف بولي د هغوي سیاسي بصیرت ته لس وارې سلام خو دا به هم د پامه نه غورځوي چې د عمران مخالفت د فوځ سره نشته بلکې د عمران د فوځ نه خفګان دی او هغه خفګان چې مادرله هرڅه ومنل تاسو چې څه ویل زه خاضر جناب ووم خو اخر ګناه مې څه وه ؟؟
عمران اوس هم په دې تالاش کې دی چې په فوج کې دومره څوک پیدا شي چې ما په اوږو سپور کړي او تر پارلیمان مې ورسوي .
په داسې خالاتو کې د بحثیت یو پښتون او یو عام ملتپاله کارکن په حیث زما دا فرض جوړیږي چې د کوم عمران په لاس زما د صوبې استحصال شوی زما د مشرانو پګړئ کتځلي شوي ، هغې عمران ته د سزا ورکولو او د هغه د فاشسټ سیاست د ختمولو بیخي مخالفت نه کوم
هرڅو که زما د فوجي سیاست او د پښتون په خاوره د هغوي د پروجیکټونو مخالفت په خپل ځای موجود وي .
امیر یوسفزی