د طالبانو مشر کیمرې ته ځکه ځان نه مخامخ کوي یا خو کیمره حرامه ده او یا د د خپلې سیکورټئ له ویرې نه مخامخ کیږي .
که چرې د ط ال بانو د مشر لخوا کیمره حرامه وي نو بیا د دنورو ملګرو لخوا ولې حلاله ده ؟
او که چرې د خپلې سیکورټئ فکر وي ورسره نو بیا د دوي دوښمن څوک دی؟ دا مهال نه دوي ته د روس نه خطره شته نه د عرب نه ، نه د غرب نه ، نه د امریکې نه ، نه د پاکستان نه
نو بیا ولئ داسې کوي ؟؟
د دې ټولو سوالونو ساده ځواب به هله پښتنو /افغانانو ته په میلاؤ شي کله چې دوي په مختلفو ادوارو کې په تیر شوو انساني تهذیبونو مطالعه وکړي دوي ته به خپله اندازه وشي چې مذهب مدام د انسانانو د غلام پاتې کیدلو لپاره کارولی شوی .
په زمانه قدیم کې به د مصر مذهبي کاهنان د خپلو هغې بتانو ( انوبي او امون) د مجسمو شاته پټ وو د کومو په اړه چې د مصرانو داسې فکرونه جوړ شوي وو چې ګنې ،باران ،سیلئ ، فصلونه ، دشتې ،صحراونه او د نیل د دریاب دواړو غاړو ته شنه فصلونه راټوکیدل هم ددغې خدایانو کار دی ، کله چې به دغه کاهنان د بت شاته پټ شو نو همدغه خبرې به یې کولې ، د مصرانو به قوی ګمان وو چې هم دا خبرې د دوي بت انوبي او امون کوي . نن په یوویشتمه پیړئ کې هاغه کار د افغانانو سره کیږي هیبت خان سیب د پردې شاته پټ دی او مختلف اوازونه کوي ، او د اکثریته افغانانو دا قوی ګمان دی چې ګنې دا د ولس او وطن حقیقي مشر او خیر خواه دی . د دوي دا فکر دی چې د ده په لاس کې د علی بابا کل جا سم سم منتر او د اله دین ډیوه ده او افغانستان به په یو ترس کې په خپلو پښو ودروئ .
د مذهب د نامې لاندې چې کومې ټوکې په پښتنو افغانانو روانې دي دوي به نور هم شاته بوځي او د نړۍ د قامونه نه به په سلګونو کلونه شاته پاتې شي ، دوي چې څو د اصحابی کهفو د خوبه بیداریږي نو د منطقې ، سکه او نظام به نور جدید او بدل شوی وي .
لیک
کال ۲۰۲۱ د دسمبر میاشت