په دې دنیا کې داسې قامونه تیر شوي چې هغوي په سلګونو کلونو ځورولي شوي دي هغوي د سلګونو کلونو غلامۍ لیدلي ،پس د هغې نه د هغوي یو قوم جوړ شوی .
د داسې قامونو نه یو قام بني اسرایل هم دی چې دوي ته خپلو نیکونو درې نیم زره کاله پخوا خپل هیواد جوړ کړو ، خو وخت په وخت د خپلمنځني انتشار او شر سره مخ شو ، او د دغې نه د هغوي ګاونډي قامونو فایدې واخستلې او په هغوي یې یرغلونه وکړل ، د دوي ښارونه یې وسوځول او دوي یې وخت په وخت مصر او عراق ته د غلامانو په توګه واستول .
دوي فارسیانو د عراقیانو د ځندانونو نه خلاص کړل ،
دوي د مصر د طاقتورو باچاهانو نه هم وخت په وخت خلاص شو دوي عاضي طور اتفاق هم وکړو خو ولې د هغې نه پس بیا پاره پاره شو او د خپلمنځني انتشار سره مخ شو .
په نولسمه پیړئ کې دا خلګ دومره اکاډیمک شو چې د دوي دانشوران ، لیکوالان او پوهان به د منځني ختیځ نه په کډه شو او په اروپائ هیوادونو به په خپلو خلکو پسې ګرځیدل کوم چې وخت په وخت د خپلمنځني انتشار او د بهرنو د یرغلونو په وخت د دوي نه بېدرکه شوي وو .
یو یهودي مبارز چې به د کور نه په خپل ورک شوي ورور پسې ووتلو نو لس کاله به خپل کور ته بیرته نه تلو دوي به تر هغې پورې بیرته نه تلل تر کومې چې به دوي خپل ورک شوي یهودي نه وو پیدا کړی او هغه به یې په سیاسي ډګر کې منظم کړی نه وو .
د دوي دغه ورک شوو خلګو په برلن ، ماسکو ، پیرس ، لندن او واشنګټن کې ذاتي جایدادونه هم درلودل د هغې ځای علوم یې هم حاصل وو ، مالی طور خوشاله هم وو خو چې تر کومې پورې د دوي فکرونه د خپل ځان پورې محدود وو نو دوي او د دوي کورنیو ته ته عارضي خوشالۍ خو میلاویدلې خو ولې د یو قام په حیث دوي ته هیڅکله هم خوشالۍ نه په نصیب کیدلې .
هرکله چې د دوي قامي فکر وده وکړه نو خپل هیواد یې هم جوړ کړو او اجتماعی طور پرې مالي خوشالي هم راغله نن د هغوي سیسټم داسې جوړ دی که د یو سړي کار هم نه وي نو نه دی د لوږې مري او نه یې د کورنۍ نور خلګ .
دوي نه یو یواځې د نړۍ په اقتصاد او ټیکنالوجۍ کنټرول لري بلکې د سیاست واهګې یې د نړۍ هم په خپل لاس کې نیولي .
یو انسان کې ډیر علم حاصل کړي او دی افیسر ، کمشنر ، یا ډاکټر هم جوړ شي خو چې دده فکر قامي نه وي د ده ګټه دده د خپل ذات او کور پورې محدوده وي نو دغه عاضي وي .
د یو بې شعوره قام ډاکټر تنخوا اخلي د ده په تنخوا د ده کورنۍ خوشاله وي خو چې کله دی د دې نړۍ نه سترګې پټې کړي نو د ده کورنۍ د ده په مرګ بیا د مالي ستونزو سره مخ شي .
که چرې دغه ډاکټر ،افیسر ، سنیټر ، پارلمینټیرین ، اکانومسټ ، او کمشنر قامي سوچ درلودلې وي او د دوي د خپل قام لپاره خدمات تر سره کړي وي د دوي فکر ذاتي نه وي او اجتماعي وي ، دوي خپله ټولنه جوړه کړي وي خپل خاوره او وطن یې جوړ کړی وي نو د ده قام به لازمه ده چې خوشاله وي بیا که دی مړ هم شو نو د ده په کورنۍ د ده د مرګ نه پس هیڅ مالي بد حالی نه راځي .
موږ پښتانه یو د یو قام په حیث موږ د نړۍ د جدید قامونو نه خو په لس چنده ډیر او په ګڼ شمیر یو ، موږ تعلیمونه هم وکړو موږ افیسران ، کمشنران او ډاکټران هم جوړ شو خو ولې بیا هم موږ اوچت نه شو ،
وجه یې دا ده چې زموږ مفاد ذاتي دي نه چې اجتماعي .
تر کومې پورې چې یو قام خپل اجتماعی فکر نه وي ساز کړی او دوي خپله ټولنه نه وي جوړه کړی نو تر هغې پورې دوي هیڅکله نه سیال جوړیدلی شي او نه یو قام ، ددوي موهار به تل د ګاونډي قامونو په لاس کې وي او د دوي د راتلونکي به هم هغوي فیصلې کوي .
امیر یوسفزی