ګل چاهت د خپل سر بچ کولو لپاره مالیزیا ته کډه یوړه هغلته هم پښتنو پرې نه ښود ،
هوښیار وو د پښتنو نبض ته یې کتل چې د دوي په مینځ کې ژوند صرف د مذهب په جامه کې کیږي نو اخر د مذهب لار یې اختیار کړه
څنګه چې ګل چاهت د پښتنو نبض مالوم کړی دغسې د پښتنو د سوشل میډیا لیکوالانو هم .
چرته چې باشعوره پښتنو له د مذهبي افراطیت ، مذهبي بنیاد پرستۍ په خلاف مبارزه پکار ده هغلته بعضې د ابن الوقت اولاد افراطیت ته راښکل کوي .
دوي ځانونه د پښتنو قامپرستانو په مینځ کې لږ ډیر مشهور کړل اوس ناکامه کوښښونه کوي چې د بنیاد پرستو مولایانو په حق کې هم قصیدې ولیکي .
د دوي لپاره ستر پښتون د تورې او د قلم خاوند ستر شاعر ستر ادیب ستر نیکه خوشال بابا د مغلو اله کار دی خو پرون تیر شوی د راولپنډئ د مغلو اله کار مولا سامی الحق اتل .
………….
د پښتون قام په خلاف د تیرو سوونو کلونو نه مولا او مذهب استعمالیږي ، که مغل اورنګ وو که اکبر وو که پیرنګ دوي مدام د پښتنو په خلاف مذهبي بنیاد پرستان ځیګولي چې په تیره کې بیا دغه میراث باکستان ته په لاس ورغې .
……
د دواد خان د دور نه واخله تر نن پورې چې څومره هم مذهبي جبهې او ګوندونه دي ماته داسې یو ګوند یا جبهه څوک نه شي ښودلې چې د هغوي په شا د استعماري قوتونو لاس نه وي .
سامی الحق مولا خپله د جمهوری (سیکولر) نظام د چتر د لاندې سناتور (سینیټر) او د باکستان د دفاعی کمیټۍ مشر پاتې شوی خو اور یې د شری یات په کابل پورې کړی وو اخر هاغه اور په ډیورنډ لاین راواوړیدلو چې تر نن پورې پکې پښتانه سوځیږي .
ایا تاسو چرته د هغه د خولې نه تشه غندنه د مذهبي بلوایت په خلاف اوریدلې؟؟؟
بلکل نه ځکه د هغه لپاره د راولپنډئ د مغل خیلو وظیفه عظیمه وه .
———-
پښتانه دانشپران وایې پښتون مولا حقیقت دی دوي په ټولنه کې مقام لري د دوي منفي کول د غربي سیکولرانو کار دی .
——-
حقیقت دا دی چې پښتنو پښتون مولا نه دی منفي کړی بلکې پښتنو مولایانو پښتانه د خپل مینځ نه منفي کړي .
ایا دوي پښتنو میرمنو ته د عصری علم حق ورکوي ؟؟
دوي پښتنو ته د خپل کلتور پالتې حق ورکوی ؟
دوي د پښتنو انجنیر ،داکتر او سیاست مدار مني ؟؟
دوي د پښتو ټپه چاربیته ،ستار ،رباب او غزل مني ؟؟
دا لسټ ډیر اوږد دی زما د فیسبوک په لیک سر ته رسیږي خو دا پوښتنه به ضرور وکړم چې موږ به څنګه هاغه پښتانه مولایان نه منفي کوو د کوم د خلې نه چې د خیسور د حیات د مورکۍ په بې عزتۍ تش الفاظ نه راوځي ؟؟
موږ به څنګه هاغه مولا د خپلې ټولنې نه نه منفي کوو د کوم مولا په فتوو چې د پښتنو افغانانو کالجونه .پوهنتونونه ،بازارونه ،حجرې او جوماتونه په وینو لړلي شوي .
نن علی وزیر په ځندان کې پروت دی د کوم یو پښتون مولا د خولې غږ خيژي ؟؟
موږ به هاغه مولا د خپلې ټولنې نه ولې نه منفي کوو د کوم مولا چې د ستر پښتون دانشور خدای بخښلي ارمان لونی په نامه یو ورکوټې چوک نه هضمیږي ؟؟
———
نوی پښتون کل ته خواست .
——-
په موجوده دنیا کې بې شماره قامونه داسې شته چې د هغوي په مینځ کې داسې طاقتور خلګ موجود وو چې د خپل قام نسلونه یې برباد کړي خو په دغې قامونو داسې وخت هم راغی چې هغوي کیناستل هغوي څیړنې وکړې او د خپلو بربادیو لاملونه مالوم کړل او په اخره کې په دې نتیجه ورسیدل چې زموږ د بربادۍ لامل زموږ په خپل مینځ کې دی او د مدام لپاره یې ترې ځانونه وژغورل
ددغې ژوند مثال د جرمنی نازی ګوند د اټالیه مسولینی او د بنګله دیش ،البدر او ال شمس دي .
پښتون نوی کل به یا مولا خانزیب ،مولا بهرام او قاری الطاف ادینزی ځیګوي او یا به دوي د خپل عقل ،فکر او علم د لارې بنیاد پرسته مولایان په خپله ټولنه کې بې اثره کوي ..
والسلام .