په بین الاقوامي میډیا کې د واګنر ګروپ نامه هغه وخت مخې ته راغله ، کله چې په سنټرل جمهوري افریقه کې سیاسي اړی ګړی پیدا شو ، دغه هیواد په دوه ډلو کې تقسیم شو چې په نتیجه کې یې دواړه اړخ ته سخت جاني زیان ورسیدلو .
سنټرل جمهوري افریقه هم لکه د نورو افریقائ هیوادونو غوندې د فرانسوي استعمار د لاندې پاتې شوې . تاریخ دا دی چې فرانس په خپله خاوره کې دننه یو د سرو زرو کان نه لري خو بیا هم د دوي سره په لکونو ټنه سره زر خوندي دي ، دغه سره زر دوي د افریقې بیا په خصوصي توګه د سنټرل جمهوري افریقې نه غلا کړي .
سنټرل جمهوري افریقه په نړۍ کې هغه هیواد دی چرته چې د سرو زرو بلها ذخائر موجود دي .
د 2018 د کورنۍ جګړې په وخت هغوي کولی شو چې د فرانس نه امداد وغواړي او دغسې کورنۍ جګړه د هغوي په مدد ودروي خو ولې هغوي فرانس ته دعوت ورنه کړو ،ځکه په تیر دور کې د دوي استحصال د فرانسوي استعمار په لاس شوی .
دوي روس ته دعوت ورکړو چې خپل ځواکونه ولیږي او د هیواد دننه کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کیږدي ، روس خپله ملیشا یعنی د واګنر دوه زره د کرای فوځ په دې شرط ولیږلو چې موږ به درته ته په هیواد دننه امنیت درکړو د روس دغه ملیشا( واګنر )که څه هم د ډیر حده پورې په امنیت راوستلو کې کامیابه شوه خو ولې د سرو زرو هغې کانونو ته ورسیدل په کومو کې چې د بلینو ډالرو سره زر پیدا کیږي .
واګنر ګروپ ددغې کانونو نه چې څومره سره زر وباسي نو ۵۰٪ ګټه یې دوي ته رسیږي .
هم په دغه وخت کې په لیبیا کې کورنۍ جګړې زور واخستلو او دغسې د لیبیا یوې ډلې کومې ته چې د لیبیا نیشنل ارمي ویلی کیږي (د دوي مشري خلیفا خفتار )
کوي د دوي د کمک لپاره د واګنر ملیشا ورسیدله. لیبیا هم په نړۍ کې په هغه هیوادونو کې شمار دی چرته چې په زرګونو د تیلو او ګازو ذخایر موجود دي .
واګنر په سوریا کې په بیلا بیلو نامو موجود دي دوي د بشارالاسد که یو خوا مرسته کوي خو ولې بلخوا د سوریا د ټولو نه په غټ ګیس فیلډ (حمص ګیس فیلډ) باندې قابض دي او د هغې نه دیرش فی صده ګټه اوچتوي .
د واګنر ګروپ نامه هغه وخت د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیدله هرکله چې د یوکراین جګړه پیل شوه ، هم په دې جګړه کې د واګنر پنځوس زره د کرائ فوځیان شامل شو .
خو ولې د بخاموت ښار د جګړې په وخت د واګنر ګروپ د مشر یفګوني پریګوژن او د روسي ځواکونو د سترو سپه سالارانو تر مینځ اختلافات مینځ ته راغلل دا اختلافات دې حد ته ورسیدل چې بلاخر دوي ملا وتړله چې په روسي صدر ولادي میر پوتین کودتا وکړي خو ولې دوي خپل دغه اهدافو ته ونه رسیدل او د بیلاروس د صدر لوکاشینکو په منځیګړتوب د واګنر کومندان یفګوني پریګوژن سره د زرګونو خپلې ملیشې سره بیلاروس ته لاړو .
په ظاهره خو د روسیې صدر پوتین دغه ناکامه کودتا بغاوت او غداري وبلله خو ولې بلخوا یې د ناټو هیواد پولینډ ته دهمکۍ (اخطارونه ) هم ورکړل
پوتین ولې پولینډ ته اخطار ورکړ.؟
——
ځکه چې د واګنر ملیشا نن د یوکراین نه د بیلاروس خاورې ته خپل عسکر او جنګي سازوسامان انتقالوي او د پولینډ په سرحد راغونډیږي . د دوي نه وړاندې د بیلاروس په دغه علاقه روس خپل اټومي وسلې او میزایل ځائ پرځائ کړي د روس دغه اقدام د ناټو هیوادونه خپل وجود ته ستر ګواښ بلي .او پولینډ هم نه غواړي چې د دوي په سرحد دی بیلاروس واګنر وساتي او دغسې د هغوي د خطراتو سره مخ شي .
د روس پلان او کلینینګراډ
——-
کلنینګراډ هغه روسي منطقه ده کومه چې د دوهم نړیوال جنګ په دوران کې شوروي اتحاد د جرمني څخه ولقه کړې دا علاقه د بالټیک سمندر په غاړه د روس د جغرافیې نه لرې او د ناټو د دوه مهمو هیوادونو لیټوانیه او پولینډ په مینځ کې ګیره ده د کلیننګراډ او روسیې تر مینځ یواځینې زمکنۍ لار د سوالکي لار ده کومې ته چې سوالکي ګیپ یا سوالکي کوریډرو هم ویلی کیږي دا لاره سل کلومیتره اوږده او د لیتوانیا / پولینډ په خاوره تیره شوې .
یوا خوا ددې لارې نه د ناټو یو لاک فوځونه کې ګیر چاپیره دي خو ولې بلخوا د واګنر ملیشې دا پلان دی چې هم په دغه لاره برید وکړي او د سوالکي کوریډور لاره کلینینګراډ ته خلاصه کړي . د روسیې د دې پلان نه مالومیږي چې د واګنر ملیشې لخوا د یفګوني پریګوژن په مشرۍ کې تش په نامه کودتا د روس د موجوده دولت ، فوځ او د هغوي ګډ پلان وو چې ددغې پلان د لارې دوي دنیاوال وغولوي او هغوي ته دا تصور ورکړي چې واګنر د خپلې غدارۍ له وجې د روسیې د خاورې وشړلې شو خو ولې اصل پلان او مقصد دا وو چې هم ددغې بهانې د لارې به د واګنر ګروپ زرګونوملیشا د ناټو سرحداتو ته ځان ورسوي او دغسې روس په دغه پرایوټ ملیشا د سوالکي کوریډور لاره د ناټو د دوه هیوادونو نه خلاصه کړي یو خوا به نه دوي کلیننکراډ ته زمکنې لاره جوړه کړي بلکې د ناټو د بالټیک سمندر دوه هیوادونه لاټویا او لیټوانیه به هم د خپل اتحادي (ناټو/یورپ) نه علیحده کړي .
امیر یوسفزی