0

پښتون قام پرست لیکوال پروفیسر شاه خالد

د پروفیسر شاه خالد صیب مبارزه د هیچا پټه نه ده ، شا صیب اعلی او لوستی انسان دی څو کلونه وړاندې د اسلام آباد په یو پوهنتون کې استاذ وو بیا چین ته په سکالر شپ لاړو ، څه موده پس شاه د خپلې وظیفې صرف لاس ونه وینځل بلکې ژوند یې په عذاب شو .
د شاه صیب ګناه دا وه چې صرف یې ریاستي زهریله پالیسۍ چیلنج کولې ، نن یې نه نوکري شته نه نور کار روزګار او نه د ملک نه بهر وتلی شي وجه یې دا ده چې د مملکت خداد د سختو قدغنونو لاندې ښکیل دی ،
شاه صیب هره میاشت دوه او درې وارې په دغه کشالو کې اسلام آباد ته ځي او مالی حالت یې داسې دي چې ورسره د لارې کرایه هم نه وي .
شاه صیب د یو داسې مضبوطې نظریې خاوند دی چې د دې هرې سزا د پاسه ترې هم نه اوړي .
—-««««
شاه صیب ته زما د فیسبوک د لیک د لارې مشوره ده چې شاه صیب موږه سیاسي خلګ یو په سیاست یقین ساتو او چې کله سیاست کوو نو د خپل راتلونکي فکر به هم کوو
شاه صیب تاسو یو نیم لاک روپۍ تنخوا اخستله او هغه دې د هغه چا لپاره بایله کوم چې په اکثریتي توګه د ریاست دغه زهرجنې پالیسۍ سپورټ کوي او کوم چې یو بل له پښې صرف وهي نه بلکې ماتوي یې .
شاه صیب تاسو د هغې چا لپاره خپل ښه راتلونکی په داو ولګولو کوم چې شپه او ورځ د مملکت خداد لپاره تاته کنځلې کوي تا غدار بولي .
شاه صیب د وخت تقاضه ده موږ سیاسي خلګ یو او په سیاست یقین ساتو په بعضې وخت کې موږ له د خپل راتلونکی د بچ ساتلو لپاره د مفاهمت او حکمت نه کار اخستل پکار وي .
په دې نړۍ کې زموږ د سترګو د مخې غټو غټو بادشاه خانو او سیاست مدارانو د خپل مستقبل د بچ ساتلو لپاره خپل خپل هیوادونه پریخودل .
نو تاسو خو بیا د یو کمزوري قام یو کمزوری لیکوال یې هغه څه وکړه کوم چې درته د مملکت خداد واکداران وایې .
په درنښت .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ