Let us briefly review the century-long history of the Bacha Khan movement in a few paragraphs. 0

راځئ چې د باچاخانئ د سل کلن تاریخ جایزه په لنډو ټکو او یو څو پیراګرافونو کې واخلو .

د شلمې پیړئ پیل په نړئ کې د جمهوریت ، سوشلزم او ماډرنیزام څخه وشو ، د دغې وخت هر هیواد هر یو قوم هغه که خپلواک ، ازاد وو که محکوم او مظلوم خو دوي کوښښونه کول چې دغه درې واړه شیان خپل کړي او ددغې د عملي کولو لپاره خپله سیاسي مبارزه وکړي .
پښتانه د یو قوم په حیث نه بلکې د قبیلو په حیث د سکندر مقدونی د وخت نه واخله د مغلو او بیا د انکریز د دور پورې موجود وو .
که یوې قبیلې مغل استعمار ګڼلو نو بلې قبیلې به یې مرسته کوله .
د دوي په مینځ کې د قومیت تصور کم او قبیلوی تصور زیات وو .
لکه څه رنګه چې خوشال بابا په دې شعر کې وایې .
مستجاب مومند خو چرګه د مغل ده
زه خوشال خټک خو باز یم غر مې ځای دی .
د شعر سیاق وسباق او مفهوم دلته ډیر واضح دی او ددغې نه د پښتنو د تقسیم د مغلو ملاتړ او مخالفت هم .
مغل لاړل انګریز راغی او د مغلو ځای یې واخستلو .
انګریز چې راغی د نړئ سیاسي نقشه بدله وه ، په نړئ کې د جدید سیاست لومړی اغاز وو ، او محکومو او طاقتورو دواړو دا کوښښونه کول چې یو بل د جدید سیاست د لارې متحد کړي .
د پښتنو د سلګونو کلونو پاشلې شوې ټولنې ته هم اړتیا وه چې دوي د جدید سیاسي مبارزې د لارې متحد شي ، د دوي ذهنونو د قبیلوی انا او بهرم څخه پاک شي . هم په دې وخت کې باچاخان او د هغه ملګری خدای خدمتګار پاسیدل او پښتنو ته یې جدید سیاسي د نړئ د نورو قومونو په څیر ورکړو .
دوي کوښښونه وکړل چې پښتانه دې یو قوم شي نه چې قبلوی اناپرست پاتې شي .
چرته چې هم د دوي سیاسي مبارزه ورسیدله هم هغلته د پښتنو د ذهنونو څخه قبایلیت وتلو . پښتنو سیاسي لاره اختیاره کړه ، د تشدد څخه وتل .
نوټ ؛. هرکله چې پښتنو تشدد کولو نو هغې متشددانو ته انګریز وخت په وخت شکستونه ورکړی وو او د هغې شکستونو په نتیجه کې انګریز د پښتنو وطن په څلورو برخو تقسیم کړی وو .
نو باید ستاسو دلته سر خلاص وي چې متشدده پښتنو هیڅ ګټه هم دې وطن ته نه ده راوړې .
پښتنو ته د شکستونو نه پس باچاخان او خدای خدمتګارو نوی سیاسي سوچ او فکر وبخښلو همدغه وجه وه چې پښتانه په خپله خاوره یو مضبوط سیاسي فورس جوړ شو او د هغې نتیجه انګریز ته پښتنو د کال 1940 او 1946 په الیکشن کې ورکړه .
د باچاخان بابا له برکته نن د پښتونخوا 99 فی صده خلک د مختلفو سیاسي ګوندونو سره تعلق ساتي که چرې باچاخاني نه نو نن به هم پښتانه په قبیلوی لښکرو کې راغونډ وو.
د سیاسي مبارزې نه پس دا وخت د عصری علومو وو هم دا باچاخان وو چې پښتنو بچو له یې قلم او کتاب ورکړو او د موجوده پښتونخوا د سویلی ولسوالو نه واخله د دیر ریاست پورې یې پښتنو بچیانو ته د عصری علومو لپاره ښونځي جوړ کړل .
یو قوم ته د خپل تاریخ د بیا لیکلو او راژوندی کولو ضرورت وو هم دغه کار د باچاخان ملګرو او بیا وروستو د هغه شاګردانو وکړو نن ددغې شاګردانو څخه استاذ پرویز شاهین او ډاکټر خنیف خلیل صیب هم بل مشالونه دي .
یو قوم ته د خپلې ژبې د ژوندئ ساتلو ضرورت وي او هغه ضرورتونه د باچاخان د کارروان بې شمیره ادیبانو او شاعرانو سر ته ورسولو .
یو قوم ته د ژوندي پاتې کیدلو لپاره د کلتور ، روایاتو د جاری ساتلو ضرورت وي او هغه ضروروتونه ورله هم د باچاخان سیاسي غړو او لاروو وروبخښلو .
په کلتوری او سماجي لړ کې چې څومره د عوامی نیشنل ګوند لیکوالانو او دانشورانو کار کړی ددغې مثال د پښتون قوم په تاریخ کې هم نه شي په لاس راتللی .
نن وخت بیل دی د کتاب ځای ډیجیټل میډیا اخستی او د وخت د بدلیدلو سره سم د باچاخان لارویانو خپله ستراتیژي بدله کړه او کوښښونه کوی چې په لومړی ګام کې دې د پښتنو تاریخ نور هم په اسانه طریقه پښتنو ته صفا او روښانه کړي او په دغه لړ کې د ایمل خان ګام کوښښونه او خپل قیمتی وخت دغې سپځلي کار ته وربخښل د قدر وړ دي .
دا هم نن مې ددغې ستر پوډکاسټ کلیپونه د Facts are facts د لارې څخه وکتل چې پکې دوه نوموړي پښتانه تاریخ پوهان موجود دي او خپل تاریخ د پښتنو تاریخ په مضبوطو دلایلو خپل قوم ته وړاندې کوی .
نو ځکه خو موږ وایو که باچاخان نه وی ملګری یې نه وی بیا وارثان نه وی نو نه به دلته سیاست وو نه سیاسي او جمهوری فکر نه عصری علوم نه تاریخ نه ادب ، بلکې هرځای به قبایلیت وو او د هغې د لاندې به هر وخت ډب او کورنئ جګړې .
امیر یوسفزی

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ