خبر دی چې نورا احساس بی بی ته پرون د باکستان د بشری حقونو سازمان په بهترینه کارکردګۍ انعام ورکړو .
نورا احساس ته دې مبارک وي
خو انعام د څه شي ؟
نورا احساس په کومه نامه د بشري حقونو اداره چلوی؟
په باکستان کې په زرګونو بلوڅ او پښتانه تر نن ورځ پورې ورک دي ، د هغوي لپاره نورا احساس بی بی څومره غږ پورته کړی ؟؟
ادریس خټک او علی وزیر د راولپنډئ د خونخوارانو په ځندان کې تر نن پورې بې ګناه او په دروغژونو مقدمو کې پراته دي ایا نورا احساس په دې خبر ده ؟؟
تر کراچۍ نه واخله پیښور پورې په هره میاشت کې په ماشومانو جنسي تیري کیږي بیا په بیدردۍ ق تلیږي د هغوي لپاره د نورا احساس څومره مبارزه ده ؟؟
دغه پریږدوئ نورا احساس کوم یو ټرسټ چلوي چې د هغې نه سهار او ماښام صرف د هغې د چم ګاونډ غریبانانو ته ډوډئ ورکولې کیږي ؟؟
هیڅوک هم داسې یو ثبوت نه شي ورکولی چې د انساني حقونو او مرستې په میدان کې نورا احساس خپل پنځه منټه وخت خراب کړی وي ،.
د نورا احساس خوش بختي دا ده چې مملکت خداد د عصري نړۍ نه په الټا سمت روان دی ، دلته مولا طبیب دی او طبیب د جومات په منبر ناست دی یا درسونه ورکوي او یا د څلویښتو ورځو چیلې لګوي .
دلته د خرکار ځای د BBAاو MBAسټوډنټ نیولی او خرکار د هغوي ځای
مملکت خدادا په موجوده عصری نړۍ کې یواځینې هیواد دی چې کوم خلګ په سهي توګه د انسانانو خدمت کوي د هغوي لپاره ژوند غواړي نو نه صرف هغوي لکه د سبین محمود غوندې په هیواد کې دننه ق تلیږی بلکې د ملک نه بهر د خپل ژوند په لټون وتلي هم نه بخښلی کیږي چې د هغوي لوی مثال کریمه بلوڅ دی .
د دواړو فقط ګناه دا وه چې د مظلومو لپاره یې مبارزه کوله .
په ثنا اعجاز وړانګه لوڼئ زمکه تنګه شوه او د فیسبوک ادارکاره نوره احساس پکې ایوارډ واخستو او هغه هم د بشری حقونو ایوارډ
مملکت خدادا او د هغې واکدارانو یواځې د خپلو وګړو توهین او بې حرمتي نه کوي بلکې د امن په نامه سرګرمۍ یې هم داغدارې او بې حرمته کړې.