د خپلو ماشومانو روزونه څنګه وکړی شي ؟
د نن ماشوم د سبا معمار وي ، که چرې ددغې ماشوم نن روزونه په مثبت طریقې سره وشوه نو سبا به هم دغه ماشوم صرف یواځې خپل کور کلی او مالت نه او ټولنه نه بلکې خپل وطن به هم په کامیابۍ سره مخ پر وړاندې بوځي .
د اروپای هیوادونو او ټولنو د پرمختګ لومړی لامل هم د نن د ماشوم بهترینه روزونه ده ، هر کله چې په دغه ټولنو کې ماشوم د دریو کلونو شي نو دوي kindergarten ته داخل کړی شي ، په دغه کې ماشومانو ته ناسته ولاړه ، عزت او احترام ښودلې کیږي هرکله چې دوي ددغې نه فارغ شي نو په عمر پنځه کلن وي دوي ددغې نه لاړ شي او په پرایمري ښونځیو (سکولونو ) کې داخل شي ، دوي ته مالومه وي چې څنګه به په عزت او اخترام سره ناسته ولاړه کوې .؟
په کور کې به دننه د مور پلار سره څنګه چلن کوې ؟؟
د دوي ذهنونه هم د کوره جوړ شوي وي هم د kindergarten نه .
دوي ته خپل مور پلار بلها مینه ورکوي خو د پیسو او په بازارونو کې د خوراک په بدل نه .
هر کله چې هم یو ماشوم بازار ته د مور پلار سره لاړ شي نو مور پلار د ده جایز مطالبات مني خو ناجایزه هرګز نه ، چې کله هم دا ماشوم د ده د خواهشاتو په یو څیز اخستلو پسې وژاړي نو مور پلار یې د سترګو په اشاره پوهوي نه چې په وهلو ټکولو .
دغه ماشوم چې کله د لسو یولسو کلونو په عمر کې د پرایمري د ښونځیو نه فارغیږي نو دده په ذهن کې خپلو استاذانو ، مېنه ، محبت ټومبلي وي دی د اخلاقي معیارو لوړه بیلګه وي . د ده د علم سطح په هغه وخت کې دومره اوچته وي چې د ته خپل راتلونکی مالوم وي چې زه به څه جوړیږم ؟؟
هرکله چې دی نهم ،لسم ټولګي ته ورسیږي نو دده عمر پنځلس ،شپاړس کاله وي ، کله چې هم د ده رحصتیانې شي نو دی په دغه کې ځانته یا کار پیدا کوي او یا د خپل مور پلار سره د بهر دنیا په سیل ووځي د مختلفو هیوادونو او انساني ټولنو او د هغوي د کلتورونو څیړنه کوي .
څه وخت پس چې دی د لیسې نه فارغ شي او د کالج په لور روان شي نو په وزګار وخت کې ځانته داسې کار پیدا کړي چې دده د مطالعې د نصابو مطابق وي هم په دغې کې خپلې لوستې کوي او هم پکې تجربات اخلي .
هرکله چې دغه نوی بالغان شوي هلکان یا نجونې په خپل ښونځي کې زړه نه لګوي یا کمزوري وي نو د ښونځي له اړخه دوي ته په مختلفو کمپنیو کې ټریننګ کورس پیدا کړي د دوه او دریو کلونو نه پس دوي هم په دغه فیلډ کې وسیعه تجربه لري .
د خپل کور څخه واخله د kindergartenپورې او د kindergartenنه واخله د ښونځي پورې ددې ماشوم سره مور پلار او استاذان په مینه او محبت سره مخامخ کیږي هرکله چې هم دی یو وران کار ته لاس اچوي نو په اشارو پویولی کیږي .
یو ماشوم چې څومره په مینه او محبت پوهولی کیږي دومره په درد او په عصه هیڅکله نه .
کله چې هم دوي د ۲۵ کلونو عمر ته ورسیږي او نه دی مالی طور برابر او آزاد وي د ته دده د محنت مطابق ګاډی ولاړ وي ، دی په خپل ژوند کې آزاد وي خپله ګټه تاوان پیژني او د خپل ژوند د ښو او مثبت کارونو په ګټه او د غلطو کارونو په انجام خبر وي .
د ده سټ د خپل مور پلار په زاړو هډونو نه وي پروت او نه دی د خپلې ټولنې لپاره د بربادۍ سبب جوړیږي ، ځکه دده په ذهن کې د وړوکوالې نه د خپلې ،ټولنې ، وطن سره مېنه ورټومبلې شوي .
د ته د ایماندارۍ درسونه ورکړي شوي وي .
د دوي په نسبت که چرې موږ په خپلو ماشومانو نظر واچوو او د هغوي ژوند ژواک ته وګورو نو اندازه به موږ ته وشي چې زموږ ټولنه کوم ځای ولاړه ده ؟؟
کله چې هم زموږ ماشوم خبرې زده کوي نو لومړی ورته موږ وایو پلانکي او پلانکۍ ته ښکنځل وکړه .
دی کنځل زده کړي .
دی چې کله هم ژاړي نو موږ ورته وایو بلا راغله اوس به دې وخوري .دی ژړا عرضي طور د ویرې نه بند کړي خو ولې دغه ویره دده په زړه کې مستقل پاتې شي ، کله چې هم دی د پنځه کلونو شي نو داسې مندرسو او سکولونو ته لاړ شي چې د الف ،ب ، ت یا د A,B,C د زده کولو سره په د تشدد پیل شي ،
دی چې سبا سبق سهی هم وایې نو دده زړه نه وي دی دومره ویریدلی وي چې که چرې ما یو ټکی هم قدر غلط کړو نو د استاذ د تشدد ښکار به شم .
او یا دده نه دغه تشدد وحشي جوړ کړي دی څه وخت پس سبق پریږدي او په غلطو کارونو لاس پورته کړي چې یواځې د خپل کور لپاره نه بلکې د ټولنې لپاره ناسور ثابت شي .
زموږ د اکثریتي ماشومانو د بربادۍ لامل هغه کورنۍ مېنه هم ده په کومه کې چې دده هره ناجایزه مطالبه پوره کیږي ، هرکله چې دده د بهترینې روزونې وخت او فرصت وي نو دده په لاس کې موږ د زرګونو روپو الیکټرونیکي الات کیږدو لکه مثلا ، موبایل ، دی دغه موبایل هیڅکله هم د مثبت کار لپاره نه کاروي بلکې د ګیمونو ، ټیک ټاکونو او د نورو منفي سرګرمو لپاره کارولی کیږي .
د ده پلار د عربو په دشتو کې مزدورۍ کوي او دده ناجایزه مطالبات د مور په واسطه پوره کیږي ،
بیا داسې وخت راشي چې دده پلار کورته لاړ شي د مسافرۍ پریوځي ددغې ځوان ځواني داسې جوړه شوي چې د محنت ، علم او تعلیم ماده پکې د صفر برابر وي ، د ته دده د عیاشیو لپاره پیسې پکار وي او هغسې پیسې نه وي کومې چې د ته خپل پلار د مسافرۍ په وخت رالیږلي وي ، نو دی لاړ شي په ټولنه کې د خرابو خلکو سره ملګرتیا جوړه کړي او هغوي د ده د تنکۍ ځوانۍ نه ناوړې ګټې پورته کوي ، کله چې دی د پنځویشتو کلونو شي او پوخ شي نو دده نه هغسې ناوړې ګټې نه پورته کیږي کومې چې دده په وروکوټوالی کې وي خو بیا دی داسې جوړ شوي وي چې د خپل نوی کل لپاره ناسور وي .
د ده اخلاقي معیار صفر وي او د راتلونکي د بربادیو نه ناخبره وي .
زموږ د ټولنې د بربادۍ ، عربت ، د لاملونو نه یو لامل دا هم دی چې موږ د خپلو ماشومانو په بهترینه روزونه کې پاتې راغلي یو .
په ټولنه کې د توازن پیدا کولو او د هغې په مخ وړاندې بولو کې د نن ماشوم رول لوبوي ، که چرې هم موږ د نني نسل په روزونه کامیاب شو نو نه به یواځې زموږ ټولنه مثبت اړخ ته لاړه شي بلکې بحثیت یو قام به موږ د نړۍ لپاره هم د اعلا معیارو ، د پرمختګ ، او امن مثالونه جوړ شو .
امیر یوسفزی