برقعه د اسلام نه مخکښې !!
ليک : امير يوسفزی
تاریخ پوهان وایې چې د نن نه څلور زره کلونه مخکې د عراق د د جله او فرات په غاړه میشت سمارا قام هغه وخت بورقه ښځو ته ور په سر کړه کله چې دوي په بزګرۍ ( کرکیله ) ګوتې پورې کړي . سماریان د انسانانو هغه ډله ده چې په تاریخ کې لومړی تهذیب یافته خلګ یادیږي ، هم دا خلګ وو چې څاروي یې په کار راوستل ، لکه په مثال اس ځنکلي وو دوي د انسانانو په کار راوستلو ، غوا او میښه ځنګلي وه دوي ترې د کور څاروي جوړ کړل چې د خوراک ضروتونه ترې پوره کړي .
څومره چې دوي جدید کیدل هم دومره د دوي ښځو د خپلو سړو سره برابر په کار روزګار کې ونډه اخستله ، په زمیدارو(بزګرو) ښځو کې او د مالدارو خلګو په ښځو کې د توپیر په توګه دوي بورقه ایجاد کړه یانې د غریب ښځې به زمیداره کوله نو د هغې لپاره به بورقه اچول مشکل وو د مالدار ښځې به په ارام په کور ژوند کولو نو هغې به د قیمتي کپړې بورقه کاروله .
په لومړی کې چې څه رنګه ما ذکر کړې وه چې بورقه یا د ښځې هغه کالي چې مخ ،ویښته او وجود پکې پټ وي د نن نه څلور زره او دوه سوه کاله پخوا د سمارا ( قدیم عراقیانو) ایجاد دی ، په دغه وخت کې به د مالدارو خلګو ښځو بورقه اچوله دا چې د هغې او د غریب خاندان سره تعلق لرونکې په مینځ کې فرق څرګند وي .
دوهمه وجه یې دا هم وه چې کومې ښځې به د مباشرت لپاره کارولې کیدلې نو د هغې او پاکو ښځو په مینځ بیلول هم وو .
یوناني جغرافیه پوه سټرابو د نن نه دوه زره کاله پخوا په خپل کتاب کې لیکي چې د ماده ( میدیا) ښځې داسې لباس اچوي چې د هغوي مخ ، ویښته او جسم نارینه ذات ته په نظر رانه شي .
دغسې په دریمه صدۍ عیسوۍ کې عیسای لیکوال ترتولین لیکي چې په جزیره عرب کې د عربو ښځې بورقه د روایتي لباس په توګه کاروي .!تاریخ پوهان وایې چې دنیا ته د حضرت عیسی علیه السلام د راتګ نه دیارلس سوه کاله وړاندې په اشوري سلطنت کې پرده په ښځو فرض عین وه ، اشوروي تهذیب د عراق په پخواني تهذیبونو کې تر ټولو یاد تهذیب بللی کیږي .
دوي باقاعده د ښځو د پردې لپاره رسمي قانون هم جوړ کړی وو د دوي د رسمي قانون څلویښتمه ماده صرف د ښځو د حجاب په اړه ده .
کومو ښځو چې به پرده نه کوله نو ددغې قانون د لاندې به په هغې د وخت نظام جرمانه لګوله یا به یې نورې سزاګانې ورکولې
کومه ښځه چې به د خپل کور نه د خپل محرم سره یا یواځې د کور څخه بهر وتله نو پرده به یې لازمي کوله
د دوي د رسمي قانون د ۴۰ څلویښتمې مادې د لارې هغه ښځو ته د پردې اجازت نه وو کومې ښځې چې به د مباشرت لپاره کارولې کیدلې او یا هغه ښځې چې د مالدارو په کورونو کې خادمانې وې .
که یو سړي د خپلې وینځې یا د بازارۍ ښځې سره واده کول غوښتل نو د هغه لپاره لازمه وه چې ۵ ګواهان راوبلي او د هغوي په وړاندې د هغوي سره د وخت مطابق نکاح وکړي او ومني چې دا زما کور ودانې ده نو بیا د هغې وینځې یا سیکس ورکرې( بازارۍ ښځې ) لپاره لازمي وه چې په پرده کې ژوند وکړي .
د اشوریانو نه پس خخامنشي سلطنت ( قدیم فارس ، افغانستان ، مرکزي اسیا منځني ختیځ ) د ښځو لپاره هغه قوانین وضع کړل کوم چې په اشوري سلطنت کې پلي کیدل .
د دوي نه پس ساساني سلطنت د ښځو ژوند ژواک نور هم محدود کړو او د سختې پردې د لاندې یې راوستلي ، 
د ښځو په ګواهۍ ورکولو قدعنونه ولګیدل او د دوي د کور نه بهر کار روزګار د حسرو بادشاه په زمانه کې نور محدود شو .
جاري دی
امير يوسفزی