0

د کاڼو دور

د کاڼو دور( Stone Age)


دا هغه دور دی کله چې انسانان لا تهذیب یافته نه وو ،نو د دوي د ژوند ضرورت کاڼي وو.
دلته د کاڼو مطلب دا نه دی چې دوي به خوړل ، بلکې ددې مطلب دا دی چې دوي به کاڼي د ښکار لپاره کارول دغسې د دوي د اوسیدلو ځای به هم د کاڼو غارونه وو، دې کې به یوه کورنۍ وسیدله .

دغې ټولې کورنۍ به په شریکه ښکار کولو ، د کورنۍ په هر فرد به ښکار فرض وو ، د ګډ ټولنېز ( معاشرتي ژوند) تصور نه وو.

Bronze Age د پیتلو دور
دا دور شپږ زره کاله پخوا پیل کیږي

کله چې انسانان د کاڼو د دور نه راوتل نو دوي ټولنیز ژوند اختیار کړو ، د کاڼو د دور د یوې کورنۍ د تصور نه راوتل ، ښارونه آباد شو ، کاروبار ته اړتیا شوه کاروبار راغی ، بازار ته اړتیا شوه نو د بازار د چلولو لپاره بزګري ( زمیداره) مینځ ته راغله

د زمیدارې لپاره د سیندونو اړتیا وه نو دوي د سیندونو په غاړه آباد شو .

د زمیدارې ( کرکیلې) لپاره د خیواناتو اړتیا وه نو دوي ، غوی ، غوا ، خر ، اوښ او اس domesticatedکړل
ځکه په دغه دور کې یاد کړي شوي خیوانات ټول ځنګلي وو.

ژوند کولو ته اړتیا وه نو انسانانو د ځان لپاره دستور جوړ کړو
تجارت ته اړتیا وه نو دوي د پیتلو سیکې (پیسې) ایجاد کړې

دستور جوړولو ته اړتیا وه نو انسانانو مذاهب د ځان لپاره غوره کړل او مذهبونه یې جوړ کړل .
مصرانو خپل خدایان انوبي او د وخت بادشا جوړ کړو ، عراقیانو او اریایانو بد پرستي اختیار کړه .

دې وخت ته د پیتلو دور ځکه ویلي کیږي ، هم دا وخت د انسان د عروج دور وو ، نه چا لاطیني امریکه پیژندله نه اسټرالیا نه یورپ
دې وخت کې صرف درې تهذیبونه وو
۱/ د نیل د مصر تهذیب
۲/ د دجله فرات
۳/ د امو او اباسین

هم دا قامونه وو چې دوي کې د علم خاوندان پیدا شو ،
عراقیانو ابراهیم علیه السلام پیدا کړو ، مصرانو اخناطون او د امو اریایانو زرتشت

د یو خدای تصور دې دنیا ته هم دې قامونو راوړې دی .تهذیب هم دوي راوړی د فلکیاتو او ریاضیاتو علم هم دوي راوړی .

مصرانو خپله ژبه کې لیکدود پیل کړو دغسې د اباسین ( علمی ) خلکو خپله ژبه په لومړی ځل توري ایجاد کړل .

عراقیانو د صفر د هندسو نه پیل کړه .

درې زره کاله وړاندې دغه تهذیبونه هغه وخت غورځیدل پیل شو کله چې د دوي په مقابل کې نورو انساني ګروپونو فوځي طاقت وموندلو ، چې دغه کې د بحیره روم د سمندر خلک کوم ته چې د sea peopleویلی کیږي ، دغسې یونیان څه موده پس غاوره قام جوړ شو او دوي د ګنداهاره ( موجوده پښتونخوا د لغمان او بامیان ) پورې راغلل او دوي د پښتنو اریایانو هغه تاریخ له مینځه یوړو کوم چې دوي ته د زردښت د زمانې نه پاتې وو.

نن که څوک وایې چې پښتون وي نو هغه به مسلمان وي ، مسلماني د اصل نسل نوم نه دی بلکې د دې اصلي مفهوم یو خدای ته ټیټیدل دي او هم دا پښتانه وو چې زرګونه کلونه وړاندې تقریبا د اسلام نه دوه زره کاله وړاندې هم دغې یو خدای ته ټیټیدل

امیر یوسفزئ .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ