How important is nationalism to nations (1) 0

قوم پرستي د قومونه لپاره څومره مهمه ده؟

 (Bible old testament ) د تورات مطابق کله چې ابراهیم علیه السلام د عراق (Mesopotamia) څخه کنعان (فلس-طین) ته لاړو نو خدای تعالی د هغه سره وعده کوی چې د مصر د نیل د دریاب څخه واخله د عراق د فرات پورې زمکه ستا ده .

ابراهیم علیه السلام یو فرد وو هغه په دې دومره لویه زمکه څه کول چې نن پرې شپږ ملکونه جوړ دي؟

هغه خو د خپلې کورنۍ سره په جونپړه کې هم وخت تیرولو شو .

اصل کې د خدای له اړخه ددې انعام مطلب دا وو چې ستا نه به زه دوه نسله انسانان پیدا کوم او هغوي به هم په دې زمکه ابادوم هم دا به د هغوي هیواد وي .

نن که په اسرایل نومې ریاست کې ټول وګړي د هغه د نسل څخه نه دي خو ولې یوه زمانه وه چې په دې خاوره د هغه نسل په اکثریت سره موجود وو کوم چې د هغه د زوی حضرت اسحاق د نسل څخه وو.

د بل زوی څخه عرب وځیګیدل چې نن هم په هغه خاوره ژوند کوي .

قوم پرستي په یوه مخصوص جغرافیه کې د قومونو د ژوند کولو نوم دی ، اوس که دلته قوم پرستي ګناه وې نو خدای تعالی به قوم ابراهیم په دغه محصوصه جغرافیه کې نه بندولو .

انسانان پریږدوا خدای پاک ځناور یې هم په خپل شناخت سره په مخصوصه جغرافیه کې رابند کړي ، او دغه د هغه شناخت وي . افغانان چې په بهر نړۍ کې په افغان یادیږي نو دا د خپلې مخصوصې جغرافیې له برکته ، که چرې تا ددغې نه افغانان بیدخله کړل دوي به لاړ شي بل هیواد ته شپږ اته نسله پس به د دوي نه خپل شناخت هیر وي دوي به د هغې وطن وګړي بللي کیږي کوم چې اته پشته وړاندې د دوي غور نیکونو ته سرنوشت ورکړی وي .

د ځنګل د حیواناتو هم یوه مخصوصه علاقه وي چې دغې ته Habitat zone ویلی شي ، زمری که هر څومره د ځنګل بادشاه وي خو چې کله د خپل zone نه ووځي نو لیوان او ګیدړان یې مات کړي .

قوم پرستي هم دغه د خپلې جغرافیې د خوندي ساتلو خبره کوي ،ځکه دغه خاوره دغه جغرافیه د هغوي شناخت وي ، کله چې د انسان د روخ نه د خپلې جغرافیې سره مینه ووتله کله چې د خپله جغرافیه بې ارزښته کړه نو دی به لوټلی کیږي هم وژ-لی کیږي هم او بې شناخته کیږي هم .

هم دا کوښښونه د پښتنو خلاف اغیار کوي او مذهبي جواز ورله لټوي ځکه دوي ته مالومه ده چې مذهبي بیانیه څومره د انسان احساسات وژلي شي دومره یې ټانک ، توپه او جنګي جهاز هم نه شي له مینځه وړلی .

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ