د قوم پرستۍ اصلي مفهوم ، خپل هویت ، خپل روایت خپل کلتور ،خپله ژبه خپل وجود خپل وسایل خپل اختیار خپله خاوره او خپل قوم ژغورل او ساتل دي
د دنیا یو مذهب هم انسان ددغې لارې نه دی منع کړی. خو بلخوا ملیان پښتانه نه صرف د قوم پرستۍ د سیاست نه منع کوي بلکې د استعماري قوتونو سره شریک د خپل قوم په خلاف ولاړ دی .ځکه دوي ته مالومه ده چې د نړۍ کوم یو قام په خپلو روایاتو خپل کلتور او خپل سیاست او په خپله خپلواکۍ اخستلو کې کامیاب شوی ، او خپل هویت یې ژوندی ساتلی نو هغلته د مذهبي دوکاندارانو دوکانونه هم بند شويد قوم پرستۍ سره د دوي دوکانونه بندیږي ،ځکه دوي د فابریکیټډ احادیثو نه کار اخلي او پښتانه ددغې اصلي لارې نه په څنډ ساتل غواړي . قوم پرستي وکړۍ او د ملا مذهبي دوکاندارۍ ته تر ټول عمر لپاره د پای ټکې کیږدۍ .