دغه کالم په لوستلو کې د 22 منټو نه واخله د 25 منټو پورې وخت اخلي .
ددې کالم لیکونکی کرسټینا ګولډ بووم ده د کال 2018 نه یې وړاندې یې په کینیا کې د نیویارک ټایمز لپاره کار کولو ،پس د هغې پاکستان ته راغله چې خپلې صحافتي ذمه وارۍ تر سره کړي او بیا په کال 2021 کې نیویارک ټایمز د افغانستان لپاره هغې ته صحافتي ذمه وارئ ورکړی شوې.
نن سهار دغه کالم ولوستلو غوښتله مې چې په دغه کالم کې خاص داسې څه دي چې زموږ پکول خانان یې راپارولي ، او د خپلو خپلو فیسبوکونو دوکانونه پرې چلول غواړي ، ددې د ویډیو ګانو او پوسټونو نه داسې مالومیږي چې دوي پخپله هم دغه کالم نه دی لوستلی .
یو خو د کالم انګلش د دوي لپاره ډیر ګران دی ، او بل کوم لیک یا کالم چې صرف 25 منټه په لوستلو کې اخلي نو هغه به د چا پلار ګوري .
بل پکول بونیري زه ښه پیژنم بیچاره میټرک کړی بیا د هغې نه پس جرنلسټ او د هغې سره سره سوشل میډیا ایکټیویسټ جوړ شوی دی دغه ځای ته چا رسولی دا ماته مالومه ده بحر حال ښه خبره نه ده چې د یو چا په ذاتي ژوند خبرې وشي .
اوس راځم دغې کالم ته .
کالم پیل کیږي د جلال ///// الدین //// حقاني نه چې د روس په خلاف به عرب هیوادونو پاکستان او CIA سپورټ کولو . دا خبره زموږ لپاره نوی نه ده دا ټولې دنیا ته مالومه ده .
بیا دغه لیکنه د امریکې لخوا په افغانستان د یرغل په موضوع ورداخلیږي ، او هم په دغه ځای کې د سیراج ////الدین ///// حقاني په ذاتي ژوند خبره کیږي چې چرته وځیګیدلو او چرته لوی شو .
په دریمه برخه کې یو مهم پیراګراف دی او هغه دا چې د کال 2006 نه پس هم حقاني او د هغه ډلې د امریکې سره مذاکرات غوښتل خو ولې امریکې د حقاني د ډلی په یو استاذی برید وکړو او هغه یې و/ژلو او بل یې جیل ته واچولو .
اوس دا ځای ډیر مهم دی .
ددې نه واضحه شوه چې د افغانستان دغه مذهبي خلک که هرڅومره سختدریځه وو خو بیا یې هم غوښتل چې د امریکې سره مذاکرات وشي بیا یې هم خپل کوښښونه کول چې جګړې ته د پای ټکی کیخودل شي خو ولې دلته اوس څه کیږي؟
امریکه د امن سفیران وژني . او دا د امریکې تاریخ دی چې مدام یې د امن په سفیرانو بریدونه کړي ،ځکه چې چرته امن وي یا د امن خبرې کیږي نو هغلته به د امریکې د وسلو غټې کمپنۍ او شراکتونه څه رنګه ګټې کوي ؟ د وسلو کاروبارونه به څنګه کوي؟؟؟
کله چې په دغه دوه مولایانو صاحبانو کې یو وژلی کیږي او بل نیولی کیږي نو د حقانی اعتبار ختمیږي او ددغې وروستو خپلو کارروایانو ته دوام ورکوی .
ددې کالم په اخره کې سیراج الدین ////// حقاني غواړي چې د افغانستان دې د ټولې دنیا سره ښې اړیکې ولري او په داخل کې دې خپله legitimacy د افغانانو نه حاصله کړي او د هغې لپاره سیراج غواړي چې د ښځو د تعلیم دروازې خلاصې کړی شي .
او هم دغه دریځ ته لیکواله کرسټینا ګولډ بووم د ریفارمیشن نوم ورکړی چې څه رنګه یو سختدریزه ډلې خپله پالیسي په واک کې د راتلو نه پس نرموی .
په کالم کې صرف د مولا // هیبت //// الله لخوا د ښځو په تعلیم لګولو شوو بندیزونه ته اشاره کړی او دلته د هغه دغه پالیسي د سیراج //// حقاني د پالیسۍ سره په ټکر کې ده خو ولې دلته مهمه خبره سیراج حقاني دا هم کوی چې د ښځو په عصری علومو قدغنونه مستقل نه دي دا ستونزه به یو ځل حل شي ، ددې نه اندازه داسې لګي چې په موجوده رژیم داسې مشران یواځې حقاني نه شته چې هغوي مولا //// هیبت //// قایله کول غواړي چې د ولس د رای احترام وکړي او هغوي ته د تعلیم اجازت ورکړي .
په دغه کالم کې یو ځای هم داسې پیراګراف نشته چې کورنۍ جګړې یا یوې داسې کودتا ته پکې اشاره شوې چې ګنې سراج به یې سبا وکړي او یا په راروان وخت کې او افغانستان د یوې بلې کورنۍ بربادۍ سره مخ شي
امیر یوسفزی