ښاغلی ډونلډ ټرمپ د دوهمې نړیوالې جګړې نه پس د امریکې لومړی ولسمشر وو چې په کال 2016 کې د ولسمشر د جوړیدلو نه وړاندې په خپل انتخابي کمپاین کې د امریکني ولس سره ژمنې کولې چې امریکه تر ټولو لومړۍ او موږ به یو وارې بیا امریکه لویه او عظیم الشانه جوړو . ښاغلي ټرمپ په دغه کمپاین کې د امریکې تیر شوي دولتونه په دې تور کړل چې د دوي ټول فوکس د نورۍ نړۍ په جوړولو پاتې شوی او هم له هغې د کبله ترې د امریکې د ولس مسایل حل کول شاته پاتې شوي .
کله چې ټرمپ ولسمشر جوړ شو د خپله ځانه یې هغه neo-conservativeسیاست مداران ګیر چاپیره راټول کړل کومو چې د ایران ، شمالي کوریا ، چین ، روس ، وینزویلا او د نړۍ د جنوب د اکثره هیوادونه سره نفرت ساتلو او کوم چې دوي د امریکې لپاره لوی خطر بللو ، هم دغې خلکو ټرمپ په کال 2018 کې د نکاراګوی او په کال 2019 کې د وینزویلا د حکومتونه په خلاف راوپارولو او د نکاراګوی د هغې وخت دولت د ټرمپ په حکم د یوې کودتا په صورت کې ړنګ کړی شو . بلخوا که هر څو د وینزویلا د نکولس مدورو د دولت په خلاف ټرمپ په کامیابه کودتا کولو کې ناکامه شو خو ولې په وینزویلا یې د خپلو اقتصادي بندیزونو رسۍ نوره هم ټینګه کړه ، هم هغه ټرمپ وو چې د هغه وخت خپلو مشیرانو لکه په مثال جون بولټن او مایک پمپیو د ایران او سوریا په خلاف راوپارولو ، او د سوریا د تیلو نه د مالا مال علاقې کنټرول یې په خپلو فوجونو واخستلو . ټرمپ یواځې د neo-conservative سیاست مدارانو په ولقه کې نه وو بلکې د AIPAC (یهودي لابۍ ) د تنظیم خپله هم یو رکن دی . او د هغې سره د ټرمپ ریشته د Evangelical مسیحي فرقې ده ، ټرمپ خپله یو سختدریزه Evangelical مسیحي دی او د ټرمپ نه ګیر چاپیره خلک حتی د امریکې د ریپپلکن او ډیموکراتیک مشران اکثریتي ددغې مسیحي فرقې سره تعلق ساتي ، هم دغه وجه ده چې دوي هر وخت اسرایلو ته لاس په نامه ولاړ وي .
ایونجیلیکل عیسایان هغه خلک دی کوم چې د حضرت عیسی علیه السلام د دوهم راتګ په اړه دا عقیده لري چې هرکله یهودیان د فلسطین خاورې ته د نړۍ د ګوټ ګوټ نه راټول شي نو هله به حضرت عیسی دې دنیا ته په دوهم وار راځي ، دې عقیدې لرونکو ته Christian Zionist یعنی مسیحي صیهونیان هم ویلی کیږي هم دغه مذهبي عقیده او د هغې په شا د AIPACنومې تنظیم او د Evangelical کلیسا تبلیغات وو چې ټرمپ یې په دې کنونس کړو چې د سوریا نه د کال 1973 او 1967 په جګړه کې د جولان /ګولان نیولی شوی علاقه د اسرایل برخه تسلیم کړي دغسې بیت المقدس ښار (مشرقی یروشلم ) ښار هم .
بلخوا هغې ټرمپ د یوکراین فوځ ته وسلې هم ورلیږلې په کومو وسلو چې د یوکراین فوځیانو څلور کاله مسلسل د مشرقی یوکراین روسي نسل خلک وژلو .
دا وو د ښاغلي ډونلډ ټرمپ هغه څلور کاله د کومو څلورو کلونو ژمنه چې ټرمپ د خپل ولس سره کړې وه چې د نورو نړۍ مسایل حل کول د امریکې فرض نه دي او نه به موږ ګوتۍ د نړۍ په معاملاتو کې وهو بلکې زموږ فوکس به د امریکې په بیا رغونه وي .
خو ولې ټرمپ هغه څه وکړل کوم چې د ټرمپ نه وړاندې د امریکې نورو ولسمشرانو کول .
د ټرمپ دوهم دور
———-______———
څه رنګه چې په کال 2016 د الیکشن په وخت ټرمپ د خپل ولس سره ژمنې کولې هم هغسې ژمنې یې د 2024 په الیکشن کې هم د خپل ولس سره کړي ، خو ولې بلخوا هغسې غواړي چې د اسرایل لپاره فلسطینیان د خپلې خاورې نه بیدخله کړي او د ایران موجوده عسکری او حکومتي نظام هم له مخې سره اوسي .
د ښاغلي ټرمپ پالیسي که هرڅومره د روس په اړه نرمه ده خو ولې یو ځل بیا هغه له ځانه هغسې neo conservative سیاستمداران چاپیره کړل دغه سیاستمداران یواځې نیو کنزرویټیو نه دي بلکې د هغې ایونجیلکل کلیسا او د صیهونۍ لابۍ ایپاک سره ژورې ریښې هم لري .په دغې کې مشهوره څیره د ټرمپ په راروانه کابینه کې د دفاع له وزارت لپاره ټاکلی شوی سیکتر Pete Hegseth هم شامل دی . Pete Hegseth ښه ویاړلی ایونجیلیکل صیهوني دی او د هغې لوی ثبوت د هغه خپل لیکلی شوی کتاب American crusade دی ښاغلی Pete Hegseth د امریکې د پروپاګنډه ټیلویزون فوکس نیوز اینکر هم پاتې شوې چې په خپله هره مرکه کې یې د فلسطینیانو د قتل عام او د ایران د بربادۍ خبرې کړي . دغسې د Marco Rubio هم دغه عقاید دي . ښاغلی Marco Rubio به د امریکې راروان خارجي مشیر وي ، ښاغلی مارکو روبیو او پیټ هیګزت دواړه د چین په خلاف سخت او ناوړه فکرونه لري ،
د امریکې راروان ولسمشر ټرمپ او د هغه نه ګیر چاپیره خلک که یو خوا د یوکراین په سر د روس سره د روغې او جوړې خبرې کوی خو ولې بلخوا دوي غواړي چې پیسیفک سمندر کې دې د چین په خلاف خپل بحري فوجونه نور قوی کړي او د چین په خلاف دې براه راست یا جګړه وشي او یا د چین په خلاف تاییوان هغسې استعمال کړي لکه څه رنګه چې یوکراین د روس په خلاف استعمالیږي . دوي دا هم فکر کوي چې د لاطیني امریکې په هغه هیوادونو کې دې بغاوتونه او کودتاګانې وکړي د کومو حکومتونه چې د چین سره د کال د اربونو ډالرو تجارتونه وکړي .
ددې نه داسې جوتیږي چې د امریکې د راروان حکومت ټول پلان به د اسرایل لپاره د ایران د وهلو د لبنان د ړنګولو او د فلسطینیانو د بیدخله کولو وي . قوی امکان دی چې د امریکې راروان حکومت به د فلسطین باقې سیمې هم په رسمي توګه د اسرایل برخې تسلیم کړي او ورسره د چین په خلاف هم په امریکه کې دننه داسې کمپاین د میډیا د لارې وکړي چې ګنې د امریکې د خراب معشیت ذمه وار چین دی .
د یوکراین مستقبل او ټرمپ
————————-
هرکله چې روس په یوکراین برید کړی نو ورسره سم یورپي هیوادونه د انرجۍ له کمي سره مخ شوي او د هغې اثر د یورپ په انډسټرئ پریوتې ، د یورپ خپله انډسټري خو یا بندیږي او یا د خطراتو سره مخ ده ، د هغې لویه وجه د روس نه انرجي یعنی ګیس نه اخستل یا نه رارسیدل دي . په برسلز کې ناست د یورپ سیاستمداران دا فکر کوي چې د یوکراین سره کمک وشي او د یوکراین فوج دې روس یو داسې پوزیشن ته ورسوې چې هرکله هم بیا د روغې جوړې خبرې کیږي نو د روس خبرې به ونه شي منل او هغه به روس ومنۍ کوم څه چې موږ غواړو خو ولې د یورپ د سیاستمدارانو دغه ناسمو رویو نن یوکراین یو داسې کندې ته ورکش کړو چې نه ترې بهر وتلی شي او نه پکې مړ کیږي ، هم دغه رویه د امریکې د ولسمشر جوبایډڼ او د هغه د کابینې هم ده .
خو ولې بیا هم نن د روس فوځونه ورځ تر بلې پیش قدمي کوي او د یوکراین نه زمکه لاندې کوي ، کوم سلګونه اربونه ډالرې چې د روس په خلاف یورپ او امریکې یوکراین ته ورکړې وې د هغې زیاتره برخه خو یا د یوکراین سیاستمدارانو چپه کړې یا یې فوجي افیسرانو ، دغسې یې د سلګونو اربونو ډالرو وسلې د روس فوځیانو په کورسک او مشرقي یوکراین کې له مینځه وړي .
د امریکې راروان ولسمشر ښاغلی ټرمپ او د هغه نه ګیر چاپیره نیو کنزرویټیو مسیحي صیهونیان په دې ټوله معامله خبر دي چې د یوکراین مرسته امریکې ته نوره ستراتیژک ګټه نه راوړي ځکه یو خو یوکراین د افرادي قوت له کمي سره مخ دی او بل د امریکې لخوا ورکړې شوې پیسې د یوکراین د سیاستمدارانو او فوجي افسرانو جیبونو ته ځي .
دریمه لویه وجه یې هم دا ده چې د ټرمپ راروان ټیم به په یو وخت د ایران ، لبنان ، فلسطین ، چین او د لاطیني امریکې د چین دوسته هیوادونه په خلاف جګړه ونه کړې شي نو هم دغه وجه ده چې دوي غواړي د یوکراین محاذ سوړ کړي .
خو ولې د امریکې موجوده حکومت کوم چې لا اوس هم د بایډن لاسو کې دی هغوي نن هم دا کوښښ کوي چې د یوکراین د بایللې جګړې فیصله دې د یوکراین په حق کې وشي خو ولې داسې ناممکنه ده .
هم ددې مشن تر سره کولو لپاره د امریکې موجوده حکومت خپل د جوارۍ اخرې داؤ لګوي او د یوکراین فوج ته اجازت ورکوي چې د امریکې ورکړي شوي میزایل دوي د روس په خلاف استعمال کړي .
اوس د بایډن اخرې دور او اخری داؤ دی ، د بایډن د جوارۍ دا اخرنې داؤ به روس زخمي کړي خو ولې د باقي یورپ حتی امریکا به خپله سیکورټي هم په یوه لویه خطره کې واچوي .
او دغسې به د ټرمپ د راروان دولت په سر د یوکراین هغه بوج پاتې شي د کوم نه چې ټرمپ د خلاصون لار ګوري.
امیر یوسفزی