د امریکې صدر جو بایډن په تلو تلو کې د یوکراین دولت ته د روس په خلاف د هغه توغندیو د حملو حکم ورکړو کوم توغندي چې په کمه فاصله کې خپل هدف په نخښه کوي دا هغه توغندي دي کوم ته چې امریکایان په خپله اصطلاح کې ATACM وایې ، د دې توغندو فاصله او هدف که هرڅومره لنډ وي خو موثره زیات بللی کیږي . ددې اجازت سره د یوکراین فوج اوس کولی شي چې په روس کې دوه سوه کلومیتره دننه د روسي فوج د وسلو ګودامونه او مرکزونه په نخښه کړي ، ددې سره سره برتانیې هم ددغې ډول توغندي کوم ته چې storm shadow ویلی کیږي یوکراین ته ورکړي چې دوي په روس کې دننه خپل اهداف په نخښه کړي .
د دې نه وړاندې روس پرله پسې نیټو او امریکې ته سرې کرښې راښکلې وې چې که چرې هم دوي د دغه سرو کرښو نه تیر شو نو روس به دوي د یوکراین په جګړه کې براه راست خپل دښمن وبلي او شاید روس په دغې هیوادونو هم بریدونه وکړي ، خو ولې امریکې او نیټو پرله پسې د روس ددغې راښکلې شوې سرې کرښې نه تیر شو او د جګړې یې لاس وانه خستل حتی د روس اخرنې سره کرښه یې هم د روس په کورسک علاقه د حملې په صورت کې تیره کړه .
خو ولې بیا هم روس دوي ته خپلې سرې سترګې ونه ښودلې ،ځکه چې روس ته مالومه وه چې د یوکراین فوجونه په نظامي او عسکری میدان کې د شکست سره مخ دي او که چرې موږ د یوکراین ماسټرانو یعنی امریکې او نیټو ته سترګې وښودلې نو شاید ګټلې جګړه زموږ په ناکامۍ تمامه شي .
اخر امریکې او نیټو د روس دغه پالیسي د روس کمزوري وبلله او دوي داسې محسوسه کړه چې ګنې که د یوکراین په لاس مونږ هرڅومره تجاوز وکړو نو روس به هم دغسې خاموشه پاتې شي، امریکې او نیټو د روس دغه خاموشه پالیسي کمزوري ګڼله او روس خپله فوجي ستراتیژي ، او ددغې نه نیټو او امریکې ګټه پورته کړه او د یوکراین په لاس یې شپږ ATCM او دولس storm shadow توغندي د روس په خلاف وکارول چې په دغې کې دولس توغنديو خپل خپل اهداف په نخښه کړل .
اخرکار روس هم هغې ستراتیژۍ له راغی د کومې ستراتیژۍ د لارې چې دوي د نیټو او امریکې په کردار د اخري حد پورې خاموشه وو ، او خپل هغه جدید توغندي یې فعال کړل د کومو نه چې نن هم امریکه او د هغه اتحادي هیوادونه محرومه دي .
نوټ :- نه خو زما په وسلو کې تجربه شته او نه په فوجي ستراتیژۍ کې چې زه پرې بحث وکړم ځکه چې زما دا سبجیکټ نه دی پاتې شوې نو لهذا زه به تاسو ته په دې حواله د امریکې د میسوچوسټ پوهنتون د ساینس او د ټیکنالوجۍ د څانګې د استاذ Theodore Postol تجزیه وړاندې کړم چې هغه په دې حواله څه وایې؟
د استاذ تیوډور پوسټل تجزیه
د روس لخوا چې کوم توغندې د یوکراین په ډینیپرو ښار کارولی شوی نو اصل کې دغه توغندی ته IRBM Oreshnik ویلی کیږي چې ددې فاصله د بین البراعظمي توغندیو نیمه فاصله جوړیږي (Intercontinental medium range ).
روس دغه توغندی د قازقستان له سرحده په یوکراین کارولی چې ددې فاصله دوه زره کلومیتره جوړیږي او ددې رفتار په یو سیکنډ دورانیه کې یو نیم میل جوړیږي یعنې د یورپ هر یو ښار ته د 7 منټو نه واخله د 11 منټو په دروانیه کې رسیدلی شي ددې رفتار د اواز د رفتار څخه زیات دی ، ددې توغندي اوږدوالی د 35 نه واخله د 40 میترو پورې او پلنوالی یو نیم میتر دی ، په دغه توغندی کې دننه د 8 نه واخله د 12 پورې اټومی او غیر اټومي وار هیډ خوندي وي ، چې ددغې رفتار د هایپر سونک د رفتار برابر بلکې دغه خپله هايپر سونک توغندي وي . هرکله چې دغه توغندې د خپل هدف نه په سلګونو کلومیتر لرې وي نو دغه د 8 نه واخله د 12 پورې توغندي کوم چې په دې کې دننه fit کړې شوي دغه د دغې توغندی نه بهر ووځي او خپل هدف ته ځان د بجلۍ د پړق نه په زیات رفتار رسوي ، چې نه خو د امریکې سره داسې راډار شته چې هغه یې په خپل نظر کې وساتي او نه داسې دفاعی توغندي چې هغه یې په هوا کې ناکاره یا جام کړي .
استاذ تیوډور پوسټل وایې چې امریکه به په راراونو دوه کلونو کې وتوانیږي چې دغسې ټیکنالوجي تر لاسه کړي خو ولې بیا هم موږ سل فی صده نه شو ویلي چې د امریکې دغه توغندی به د روس د توغندي غوندې کامیاب شي او که نه ؟
زما خپله تجزیه
—————
زه که خپله هرڅو په وسلو کې تجربه نه لرم او نه په فوجي الاتو کې خو ولې د تیوډور پوسټل د تجزیې نه دا نتیجه ضرور اخذ کولی شم چې د نن دور جګړې د هغه سټایل جګړې نه دي پاتې شوې په کوم سټایل چې امریکه او نیټو جنګیږي ، جنګونه خو یا په ورکوټو برقي الاتو کیږي او یا په هایپر سونک توغندیو ، روس ، چین بشمول ایران او شمالي کوریا خپل دفاعي او جنګي الات په برقي الاتو او هایپر سونک توغندیو بدل کړل او د امریکې او د هغې د اتحادي هیوادونو فوجونو ته لا هغسې روایتي وسلې پاتې دي ، د وسلو په دې نوې منډه کې روس د ایران مرسته کوی چې خپل جنګي الات په برقي الاتو بدل کړي هم دغه راز وو چې د ایران 90% توغندي د اسرایل په نواتیم فوجي اډه ولګیدل خو په ځواب کې د اسرایل لخوا په ایران برید د ایران جدید الاتو په شا وتمبولو ،
په دې اړه د سعودي عرب لپاره د برتانیې پخوانی سفیر ایلیستر کروک وایې چې هرکله د اسرایلو هوای فوج د عراق په فضا ورداخل شو او په ایران یې په یو وخت سلګونه توغندي ورخوشي کړل نو څه وخت پس د اسرایلو د فوج کمانډ اینډ کنټرول روم ته دا مالومه شوه چې موږ په خپل تاریخ کې په لومړی وار د یو نااشنا دفاعي سسټم سره مخ یو .
روس پخوا امریکې ته په ډاګه کړې چې که چرې تاسو زما په خلاف یوکراین ته وسلې ورکوې نو زه به هم هغې چاته ورکوم کوم چې ستاسو د مفاداتو په خلاف ولاړ دي ؟ او نن که چرته په نړۍ کې د امریکې د مفاداتو په خلاف په ښکاره جګړه کوي نو هغه د یمن خوثیان او د لبنان حزب الله دي او ورسره ایران .
د نن نه میاشت مخکې د یمن نه د اسرایل تل ابیب ښار په یو هایپر سونک توغندي وویشتلی شو ددې نه دا اندازه لګي چې دغه ټیکنالوجي د روس لخوا یمن ته ورکړی شوې .
نن د امریکې او اسرایلو او د نورې نړۍ میډیا په بخیره احمر کې د یمنیانو لخوا د امریکې په سمندري فوجي جهازونو باندې د حملو په اړه هم شپیلئ ده ، د نن نه یو څو ورځې وړاندې د امریکې او برتانیې سمندري فوج په یمن یوه لویه حمله وکړي خو ولې ددغې حملې نه یو څو ساعته وړاندې د یمنیانو په دوي وړمبی ګوذار وکړو او دغه حمله یې ناکامه کړه ، ددې نه موږ دا نتیجه اخذ کولی شو چې روس یو خوا ددغې سمندرونو جاسوسي کوی او بلخوا یمنیانو ته جدید برقي الات هم ورکوي چې د امریکې او برتانیې سمندري فوجونه په نخښه کړي .
دا مهال د لبنان په سرحدونو اسرایل د شپیته زرو نه واخله د اتیا زرو پورې خپل بهترین فوج ځای په ځای کړی چې په جنوبي لبنان قبضه وکړي خو ولې تر دې دمه دوي ناکامه دي ، ځکه چې اسرایل په روایتي طریقه جګړه کوی او حزب الله په جدیده طریقه او ورکوټو برقي الاتو .
د نړۍ روانو جګړو او جدیدو وسلو دا موږ ته ښکاره او په ډاګه کړه چې د پاکستان فوج په دې منډه کې ډیر وروستو پاتې دي ، د پاکستان توغندي نه هايپر سونک دي او نه تیز رفتاره دي که چرې هم پاکستان په دې وخت کې د کنونشنل جنګ سره مخ شو نو په اسانې سره به مات شي . د پاکستان دفاعی ادارې لګیا دي او کوښښ کوي چې دوي هم په وزیرستان او نورو پخوانو قبایلي علاقو کې د ورکوټو ډرون طیارو نه کار واخلي خو ولې دغه ډرون طیارې کال وړاندې په یوکراین او لبنان کې ناکامه شوی .
امیر یوسفزی،