دا کال 2011 وو چې په سوریا کې د Free Syrian Army (جیش الحر) په نامه یوه ډله پورته شوه ، د دوي په شا نه صرف د برتاتیې ، امریکې ، فرانس او نورو هیوادونو ملاتړ وو بلکې د قطر او سعودي عرب ، او اردن هم وو، جیش الحر د دمشق ښار په خواوشا سیمو کې د بشارالاسد په خلاف عملیات پیل کړل ، د دوي هدف په سوریا کې ډیموکراسي قایمول وو ، د دمشق ښار خواوشا سیمې په خاصه توګه درغا ښار او یرموک کیمپ د دوي لاسو ته وغورځیدلو ، هم په دې وخت کې د دمشق په نژدې علاقه مشرقی غوطه کې یوې بلې ډلې سر راپورته کړلو چې ددغې نامه جیش الاسلام او ددې مشري ظهران علوش کوله ، جیش الاسلام په دغه وخت کې په سوریا کې لومړۍ ډله وه چې د القاعده سره یې بیعت کړی وو ، په کال 2015 کې غوطه شرقي د سوریا فوج محاصره کړله او څه وخت پس د روسي ځواکونو په یو برید کې ظهران علوش ووژلی شو.
په کال 2012 کې چې کله جیش الحر په عالمي سټیج نوم پیدا کړو او ورسره وسره یې د اردن د سرحدي سیمو پورې علاقې په خپل کنټرول کې راوستلې نو هم په دغه وخت کې د سوریا حکومت په جیلونو کې بندیوان د القاعده ډلې غړي خوشي کړل ,ځکه د سوریا د حکومت ته مالومه وه که چرې موږ دا خلک د جیلونو نه ازاد کړل نو دوي به د القاعدې ډلې د چتر لاندې راټولیږي او د جیش الحر ځای به اخلي او کوم مهم چې د بشارالاسد په خلاف په نړیواله کچه بیا په خاصه توګه د امریکې او ترکي او قطر لخوا روان دی نو هغه به کمزوری شي .
جبهة النصره .
هم هغسې وشوه کومه چې د سوریا حکومت غوښتله هم په دغه وخت کې د القاعده ډلې د سوریا څانګه جبهة النصره مینځ ته راغله چې ددې مشري ابو محمد الجولاني کوله ، ابو محمد الجولاني ددې نه وړاندې په عراق کې د ابو بکر بغدادي سره په ګډه د امریکې په خلاف جنګیدلو او هم دغه مهال ونیولی شو او د امریکې فوج په کیمپ بوکا کې بندي کړو .
کله چې په سوریا کې د بشارالاسد په خلاف جګړه پیل شوه نو ابو محمد الجولاني د بغدادي په حکم سوریا ته راغی او د سوریا د القاعدې څانګې جبهة النصره بنیاد یې کیښودلو ، د جبهة النصره د جوړیدلو سره سم په ادلب صوبه کې احرارلالشام نومې ډله هم په وجود کې راغله چې ددې مشر ان حسن عبود او ابو خالد السوري وو، ابو خالد السوري په افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد هم جنګیدلي وو ، او د اسامه خاص ملګری بللی کیدو ، هم په دې وخت یعني په کال 2013 کې د عراق او سوریا په سرحدي سیمو کې داعش په ظهور کې راغی ، تر دې وخته پورې داعش د القاعده د عراق څانګه بللی کیدله ، د سوریا ادلب صوبه په تاریخي توګه د سلافي مسلک سره د تعلق لرونکو اکثریتي صوبه بللي کیږي ، هم په دې وخت کې جبهة النصره د داعش سره مضبوطې اړیکې درلودلې خو ولې د دوي بلې نظریاتي ډلې اخرارالشام غوښتله چې د جیش الحر سره په ګډه د بشارالاسد په خلاف جګړه وکړي او صرف په سوریا کې دننه اسلامي نظام راولي دوي د بغدادي په خلافت یقین نه ساتلو او هم دغه وجه وه چې ابو خالد السوري او حسن عبود د داعش لخوا ووژلي شو، د سوریا په مشرقی علاقو کومې چې په دیر الزور صوبه کې راځي هم دغلته د بشارلاسد د فوجونو په خلاف جیش الحر نومې ډله جنګیدله او هم دوي بې له دیر الزور ښار څخه ثابته صوبه ونیوله څه موده پس داعش جیش الحر ته شکست ورکړو او د رقه صوبې پورې کنټرول یې ترلاسه کړو ، په دې وخت کې د رقه ښار د جبهة النصره او احرارالشام په ولقه کې وو او داعش دغه دواړه ډلې د یوې جګړې نه پس د رقه ښار څخه بیدخله کړې او د حلب مغربي علاقو ته لاړل او هم ددغې ځای نه د داعش د تش په نامه خلافت داستان پیل شو چې په لږه موده کې د عراق د موصل حتی د بغداد نه د سل کلومیتره په فاصله کې خواوشا علاقو ته وغځیدلو .
د سوریا د حکومت لخوا د القاعده د ځندانونو نه بهر ویستل په دغه وخت کې سوریا ته عرضي ستراتیژک ګټه راوړه او هغه دا وه چې کومو خلکو د امریکې په مرسته د جمهوریت قایمولو لپاره مبارزه کوله نو د هغوي هغه جمهوري مشن د داعش ، جبهة النصره ، او احرارالشام په مضبوط شکل کې د راتللو سره ناکامه شوه ، د جیش الحر نیم خلک خو یا جیش الاسلام ته لاړل یا داعش یا جبهة النصره او اخرارالشام ته ،
په کال 2015 کې د سوریا په مشرقي علاقو داعش قبضه وکړه ، او شمال یې د ډیره حده پورې د کردانو لاس ته وغورځیدلو او دغسې ادلب د جبهة النصره او د هغه د لاندې ډلو چې پکې د شیشان نه واخله د ترکستان اسلامک ګوند پورې د ترهګرو ډلو لاس ته پریوتلو او دوي یو اتحاد جوړ کړو چې نامه یې پرې جیش الفتح کیخودله ، د دوي په شا د امریکې ، ترکي او فرانس برتانیې برپور مرستې حاصلې وې او د هغې لوی ثبوت د امریکې د مړ شوی سنیټر جان میککین ادلب ته دوره وه چې په هغې کې ددغې ډلو تر څنګ لیدلي کیږي ، دوهم ثبوت یې دا وو چې جیک سلوان کوم چې نن د جو بایډن په حکومت کې په اعلی عهده دی په هغه وخت کې د هیلري کلنټن مشیر خاص وو هغه په یوه مرکه کې ویل د په سوریا کې القاعده زموږ په غاړه ولاړه ده او په دغې وخت کې د سوریا القاعده هم دغه جبهة النصره وه ، دوي په کال 2015 کې د شمالي حما په الغاب سیمه کې د بشارالاسد د فوځ په خلاف اپریشن پیل کړو چې د سوریا فوځ ته پکې سخت زیان واوړیدلو ، یو خوا د دمشق ښار خواوشا د غورځیدلو د خطراتو سره مخ شوه بلخوا داعش د تدمر ښار پورې راورسیدلو او بل خوا تش په نامه جیش الفتح الغاب پلان ټولو ونیولو .
هم دا وخت وو چې د سوریا حکومت مخصوصه کړله چې روس ته دعوت ورکړي او سوریا د امریکې ، فرانس ، برتانیې او قطر د پراکسي ډلو څخه وژغوري ، روسیې دا درخواست قبول کړو او د کال 2020 پورې یې کامیاب عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې د سوریا فوج د اردان د سرحد پورې او ورسره د ګولان هایټ پورې ورسیدلو ، دغسې یې د دمشق خواوشا سیمې د جیش الاسلام او جیش الحر څخه پاکې کړې او تسلیم شوي ترهګر یې په شنو بسونو کې د یو ډیل په نتیجه کې د سوریا صوبې ادلب ته ډي پورټ کړل ، بلخوا د سوریا فوج د حزب الله په مرسته د دیر الزور ښار درې کلنه محاصره ماته کړله ، ( دیر الزور ښار درې کاله د داعش په محاصره کې وو) هم په دې دورانیه کې د حلب ښار مغربي سیمه د فلسطینيانو (لواالقدس ) په مرسته د القاعدې (جبهة النصره ) څخه پاکه کړله ،
(نوټ هم دې وخت کې جبهة النصره خپله نامه په هئة تخریر الشام بدله کړې وه )
اخرۍ ډز بندي
_——-__
په کال 2020 د مارچ په میاشت کې د روس ، ترکي او سوریا تر مینځ د ډز بندۍ پریکړه وشوه او دغسې د سوریا فوج ودرولی شو ، که چرې په هغې وخت کې د ډز بندۍ پریکړه نه وې شوی نو شاید نن د بشارالاسد په خلاف د یو درځن نه زیاتې جهادي ډلې هم بچ نه وی پاتې شوې . د جنګ بندۍ ددغې لوظنامې لاندې د سوریا افراطي ډلو ته نوی ژوند په لاس ورکړو ، چې په مینځ کې د یوکراین او فلسطین شخړه رامینځ ته شوه ، او دغسې یې د نړۍ د نورو کشالو نه د نړیوالو مخ واړولو ، هم په دې وخت کې سیاسي همدردۍ بدلې شوې ، د فلسطین حماس ډله که هرڅومره په مسلکي توګه سني ډله وه خو ولې دا یو سپین سپیځلی حقیقت دې چې د هغه اتحاد مهم غړی دی کوم ته چې په عربۍ کې محور المقاومة ویلی شي چې د یمن نه واخله د عراق او د عراق نه واخله د حزب الله پورې ډلې پکې شاملی دي او هم دوي د یو بل سره مرستې کوي او ددغې لوی ثبوت په سوریا کې د ایران او حزب الله شتون دی د هغې لوی ثبوت په بحیر احمر کې د یمنیانو لخوا د اسرایل او د هغه د ملګرو هیوادونو تجارت وهل دي او د هغې لوی او ستر ثبوت خپله د حماس مشر اسامه حمدان دی کله چې هغه المعیادین ټیلي ويزیون ته په خپله مرکه کې وایې چې بې د سوریا د حکومت د مرستې نه موږ د اسرایل خلاف د ۷ اکتوبر عملیات نه شو ترسره کولی ،
بنیامین نتن یاهو او محور المقاومه :.
په اسرایل د ۷ اکتوبر له بریدونو نه پس نتین یاهو پرله پسې د خپل ولس سره دا ژمنه کړې چې لومړی به د دې اتحاد یو لاس حماس پریکوو او دوهم لاس حزب الله ، دا خو د لمر غوندې سپیځلی حقیقت دی چې د لبنان حزب الله د خپلو مشرانو قرباني د فلسطینیانو لپاره ورکړې ، او دغې حزب الله ته مهمات د عراق نه د سوریا په لاره رسولي کیږي حتی د فلسطین حماس ډلې ته هم ( کوم حماس چې په ویسټ بینک کې عملیات کوي )
د یوکراین انټلیجنس ادارې او د سوریا افراطي ډلې:.
دا مهال یوکراین په ډونباس کې د یو لوی شکست سره مخ دی ، او ددغې نه د روس د مخ اړولو کوششونه کوي ، هم په دغه لړ کې د نن نه یو څو میاشتې مخکې د ترکي د اخبارونو په خاصه توګه the cradel او د فرانس ټیلي ویزیون France 24 خبر ورکړی وو چې د یوکراین استخباراتي ادارې به د سوریا افراطي ډلو ته کاماکازي ډرون ورکوي او ورسره فوجي ټریننګ ، د یوکراین او نیټو لومړی هدف دادی چې د سوریا په افراطي ډلو د روس حمییم اډه له مینځه یوسي کومه چې د مغربي اسیا په مهمه علاقه او پهٔ مهمه سمندري غاړه ( بخیره روم ) کې پراته ده .
د اسرایل هدف :.
د بنیامین نتنیاهو د بشارالاسد په اړه اخرنې وینا داسې وه ؛( بسارالاسد د اور سره لوبې کوي ) د نتیاهو دا اخطار نن تاسو خپله په مختلفو رسنیو کې کتلې شې او هم ددغې نه 16 ګنټې پس د سوریا افراطي ډلو په حلب ښار برید وکړو ، او د ښار خواوشا د سوریا د فوج دفاعي لاین لکه د شګو د دیوال ونړیدلو هم په دې عملیاتو کې د یوکراین کاماکازي ډرون ولیدلی شوې ، په تیر 72 کې چې کومه علاقه د سوریا له فوج د لاسو څخه وتلې په دې علاقه نیولو باندې د کال د 2015 نه واخله د 2017 پورې وخت لګیدلی ، ددې نه داسې څرګندیږي چې د سوریا د فوج مواصلاتي نظام ټول جام کړی شوی او دا ټیکنالوجي صرف د سوریا په ګاونډ کې اسرایل او ترکي لري چې د مهمو عملیاتو په وخت د دوښمن مواصلاتي نظام ړنګ او فوجیان یې ړانده کړي .
نتایج
—
که چرې د سوریا فوج وغورځیدلو نو ګټه به د چا وي؟
د افراطي ډلو ؟
که د ترکي ؟
یا اسرایل؟
ددې لومړی کامیابي به ښکاره خبره ده افراطي ډلو ته میلاویږي ،ځکه د دوي دیارلس کلنه مبارزه د بشارالاسد غورځول او د سوریا اختیار په خپلو لاسو کې اخستل دي ، خو سوال دادی چې نظام به کوم قایموي ؟
شریعت که جمهوریت؟
ښکاره خبره ده چې هیة التحریر الشام ( پخوانۍ جبهة النصره) شریعت غواړي خو ولې نورې ګڼ شمیر ډلې نن هم امریکې ته نژدې دي او جمهوریت غواړي نو نتیجه به یې دا شي چې سوریا به د یوې بلې کورنۍ شخړې سره مخ شي .او دغسې به اسرایل د عربو په سر ناست نور دوام وکړي ځکه دا تاریخ دی چې اسرایل ته په منځني ختیځ کې شخړې پکار وي چې په منځني ختیځ کې کورنۍ شخړې وي نو دی به په ارام وي ،
دوهم اسرایل ته به یوه بهانه دا په لاس ورشي چې زه پخپله پوله جهادیان نه شم زغملی نو هم ددې بهانې لاندې به په نړیوال سټیج همایت تر لاسه کړي ،
او اخرۍ لویه کامیابي به یې دا وي چې حزب الله او حماس دواړو ته به د وسلو سپلای بنده شي ، او دغسې به د ایران جوړ کړی شوی اتحاد کوم ته چې the axis of resistance ویلی کیږي خو ولې د اسرایل په معنی او مفهوم د the axis of evils به له مینځه لاړ شي او د هغه د وجود لپاره چې کوم خطرات دي هغه به د ير وخته پورې له مینځه لاړه شي .
امیر یوسفزی
لالا کاپى مې کړو….
د معلوماتو له مخې….