د پښتونخوا د غیر سیاسي کولو پروسسز 0

د پښتونخوا د غیر سیاسي کولو پروسسز

فرانس ، برتانیه ، اسپین د نولسمې پیړئ د نیمائ پورې نړیوال استعماري طاقتونه وو . همدې وخت کې د دوي لاندې چې کوم قومونه وو هغوي Political intellectualism ته راغلي وو .
دوي ته د وسلوالو ډلو نه زیاته خطره د سیاسي دانشمندئ نه وه .
همدغه وجه وه چې دوي به په محکومو قومونو کې هغه ډلې سپورټ کولې کوم چې نارکسسټ یا انارکسټ وو.
ددغې انارکسټو او نارکسسټو د سیاسي اړي ګړي په نتیجه کې به د محکومو ولسونو په ټولنه کې افراتفرئ او سیاسي عدم استحکام مخې ته راغی او کله چې به دوي د عدم استحکام سره مخ وو نو د کلونئل ریاستي مشندرئ لپاره به د دوي کنټرولول اسان وو .
که موږ چرې د برتانوی هند د سټراکچر د ماتیدلو تاریخ وګورو نو د دوي ملا که یو خوا دوهمې نړیوالې کمزورې کړې وه نو بلخوا د هندوستان Political intellectualism نه چې وسلوالو ډلو .
د وسلوالو ډلو په شتون کې دوي مدام ګټه کړې وه او د هغې لوی مثال یې د پښتنو وسلوال تحریکونه وو انګریز د هغې نه ګټه پورته کړه او پښتانه یې څلور ځایه وویشل .
د پاکستان جوړیدلو نه پس په صوبه سرحد ( موجوده پښتونخوا ) کې د پښتون پولیټیکل انټلیجنسیا خلاف مختلفې ډلې انسټال کړې چې سر یې په پلان B کې په نفاذ ش ر یعت او پلان C کې په ت البنایزیشن او په پلان D کې بیرته په عمران خاني سیاست ولګیدلو .
پلان D مکمل دی .
د پلان D په اختتام کې یې د عمران خان ګوند پښتونخوا ته محدود کړو .
د هغې لوی مثال لاندې درکوم ؛.
په پلان C کې عمران خان وایې نوی پاکستان جوړوم او اکثریتي ممبران د قومي اسمبلئ لپاره د پنجاب صوبې نه جوړوي ، خو ولې په پلان D کې بیا د عمران خان ګوند صرف د پښتونخوا ثابتوي .
هغه څنګه ؟
دا مهال په پنجاب اسمبلئ کې د پیټي ائ 106 ممبران دي .
ایا تاسو په پنجاب اسمبلئ کې د مسلم لیګ خلاف د هغوي مزاحمت د عمران خان په سر لیدلی ؟ یا دوي په پنجاب کې خپل ووټران رابهر کړي ؟؟
ځواب 0 ,.
ددې نه ښکاره او واضحه ده چې د ملک طاقتوره فوجي بیورکریسي + سیول بیورکریسي + پرایوټ سیکټر پاکستان تحریک انصاف صرف د پښتونخوا ګوند جوړول غواړي او دغه کار ورله د پیټي ائ + د منظور احمد پشتین ملاتړي په مفتو کې کوی .
ددغې ښکاره مثال ؛.
راپاسئ د پښتنو حکومت یې ختم کړو .
راپاسئ پښتانه لوټل غواړي
د پښتنو حکومت یې ځکه ختمولو چې د پښتنو وسایل ولوټي .
یعنی کوم کار چې فوجي بیورکریسي ، سیول بیورکریسي + پرائیوټ سیکټر کول غواړي هغه کار ورله دوي په مفتو کې کوی .
د پاکستان طاقتورې خلقې پیټي ائ په پښتونخوا کې صرف د سیاسي عدم استحکام د پاره پریږدي او دوي هم شپه او ورځ جدوجهد کوی چې پیټي ائ د پښتنو پارټي ده .
په پلان D کې که چرې عمران خان وو او که نه خو ولې پیټي ائ به وي دوي به په مرکز کې هغه برخه لري کومه چې د صوبه سیند څخه پیپلز ګوند ته لږه ډیره ورکوی خو ولې بیا په بشپړه توګه سیند هغوي ته حواله دی .
همدغې رنګ خو په مختلف ډول به د پاکستان طاقتور خلک پیټي ائ په پښتونخوا کې as deploticizing force ساتي چې یو خوا د دوي د لاندې پښتانه د خپل اصلي قومي سیاسي مبارزې نه لرې ساتي او هم هر وخت د Polticial destabilisation سره مخ وي .
Endgame
فوجي مافیا + سیول مافیا+ پرائوټ بزنس سیکټر = پیټي ائ د سیاسي عدم استحکام جاري ساتلو لپاره غیر سیاسي لښکر .
امیر یوسفزی.

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ