د نړۍ په سیاسي او اقتصادي نظام کې بدلون او د پاکستان مستقبل .
تاریخ دا دی چې پاکستان په کال ۱۹۴۷ جوړ کړی شو او هندوستان آزاد . کله چې برتانیې هندوستان پریښودلو نو هندوستان او نوی جوړ کړي شوی هیواد پاکستان ته د برتانیې نه په وراثت کې تعلیمي ، اقتصادي ، معاشي ، مالیاتي ، عدالتي او فوجي ادارې پاتې شوې ، برتانیه لاړه خو ولې خپلې نو ابادیاتي ادارې یې دلته دواړو هیوادونو ته په میراث کې پریښودلې، د نوی جوړ کړي شوی هیواد د فوج لومړي سپه سالاران جنرال فرانک میزروی ( General Sir Frank Messervy ) او د هغه نه پس جنرال ډوګل ګریسی (Sir Douglas David Gracey) وټاکل شو ، ځکه د تقسیم هند نه پس چې کوم فوج پاکستان ته په برخه کې ورکړی شو وو نو د پاکستان د نوی جوړ کړي شوی ریاست لپاره ناممکنه وه چې خپله نوې او ازاده دفاعي پالیسي یې جوړه کړی وې نو هم دغه وجه وه چې د برتانیې دغه پاکستاني فوجي سپه سالارانو د پاکستان دفاعي پالیسي د خپلو جنګي مفادو لپاره پاکستان ته په راراون وخت کې پریښودله .
د وخت سره سره د هندوستان دولت خپلې ادارې د برتانیې د نو ابادیاتي نظام څخه آزادې کړې خو ولې مملکت خداد پاکستان په دې لړ کې هیڅ بدلون رانه وستلو ، هم دغه وجه ده چې د فوج نه واخله د عدالتي نظام پورې په هغه برتانوي نو ابادیاتي طریقه کار روان دي .
د دوهمې نړیوالې جګړې نه پس که هرڅومره د فرانس او برتانیې په دنیا اجاره داري ختمه کړې شوه خو ولې د هغوي نه پاتې پالیسۍ امریکې ته منتقل شوې او دغسې د مالیاتي نظام سره سره دوي د یو بل سره په یو اتحاد کې جوخت لاړل ، او هم هغه مالیاتي نظام دوي په ګډه د نورې نړۍ په خلاف د یو سیاسي ټولز په توګه وکارولو او دغسې یې نړۍ مختاجه کړه ، او کومو هیوادونو چې د امریکې ډکټیشن ته غاړه کې نه ښودله نو هغوي په هغه مالیاتي اجاره دارۍ ووهلی شو.
د نړې غټو هیوادونو لکه هندوستان ، چین ، برازیل ، روس او جنوب افریقې پرمختګ کولو خو ولې بیا هم د دوي په لار کې د مغرب دغه مالیاتي نظام لوی خنډ وو ، ځکه د دوي بینکونه د ډالر مختاجه وو ، خو ولې اخر دغه هیوادونه کیناستل او دوي خپل اتحاد جوړ کړو کوم ته چې نن BRISC ویلی کیږي
B برازیل
R روس
I انډیا
S ساوت افریقه
C چین
د دوي خپل منځنې کاروبار نن د دنیا د 29% نه واخله د 33% پورې جوړیږي ، نن د دوي 50% کاروبار په خپلوخپلو کرنسو کې کیږي په راروان وخت کې به دوي د خپل مارکیټ نه د امریکې ډالر بې دخله کړي او دغسې به په دنیا کې د امریکې مالیاتي سسټم ته لوی نقصان یا شکست وشي ، او کله چې دغه شکست امریکې ته وشي نو د نړئ د جنوب هیوادونه به د امریکې د سیاسي فشار نه ازاد شي .
هم دا وجه ده چې د نړۍ د جنوب اکثریته هیوادونه غواړي چې دغه مالیاتي بلاک BRICS ته لاره پیدا کړي او د مغرب د سلګونو کلونو د نوابادیاتي سسټم نه ځانونه وژغوري او دوي په خپلو خپلو هیوادونو کې سیاسي طور او معاشي طور خودمختاره شي .
پاکستان هم د نړۍ د جنوبي حصې مهم هیواد دی ، خو ولې دلته لا نن هم د نړۍ د مغربي حصې په نو ابادیاتي دور کې جوړې شوي ادارې او جوړې شوې پالیسۍ چلیږي .
هندوستان په تیرو 75 پنځه کلونو کې د هغه پاتې نظام نه ځان وژغورلو خو ولې د پاکستان په یو سیکتر یا یوه اداره کې تر نن پورې اصلاحات ونه شو ، یو خوا که د BRICS اتحاد له برکته د نړۍ د جنوبي برخې هیوادونو ته نوې روخ میلاؤ شو خو ولې بلخوا پاکستان لا نن هم د مغرب په اکسیجن ساه راکاږي .
BRICS هیوادونه غواړي چې هغه هیوادونه د ځانه سره څنک په څنګ واخلي کومو هیوادونو چې کم ازکم او د څه حده پورې د مغرب د اجاره دارۍ نه خپلې ازادې ادارې جوړې کړي .
یو خوا که برکس د پرمختګ په لور روان دی نو بلخوا د امریکې ( مغرب) مالیاتي نظام په دنیا کې ورځ په ورځ غورځیږي . په داسې حالاتو کې د پاکستان لپاره هیڅ ممکنه نه ده چې دی د مغرب د اکسیجن ډبه د خپلې خولې نه وغورځوي او د برکس هیوادونو په اکسیجن دې د ده رنځور جسم د کټ نه بیرته پاسي ،
که چرې پاکستانی واکدارانو د حالاتو نزاکت ته وکتل هم چې دوي دې د برکس هیوادونو سره تجارت وکړي خو ولې دغه هیوادونه به یې د ځان سره وانه خلي ځکه چې د برکس مالیاتي سسټم د مغرب د اجاره دارۍ نه جدا او په بیل ډول دی او د پاکستان ادارې د مغرب د بینکونو او مالیاتی سسټم په پنجو کې ښکیل دي .
د مغرب د نو ابادیاتي نظام نه واخله تر اوسه پورې د نړۍ د جنوب په مثال د څخا ډنډ وو خو ولې نن دغه ډنډ اوچیږي او دغه هیوادونه غواړي چې نور یې د پاکو اوبو نه دغه ډنډونه ډک کړي .
او د پاکو اوبو نه د ډکولو لپاره به اړینه وي چې دوي خپلې ازادې ادارې ولري او د BRICS هیوادونو په جدیده جوړه کړې شوې فارموله لاړې شي .
په دې ټوله scenario کې د پاکستان مثال د څخا ډنډ د هغه ماهي دی چې په کوم ماهي دغه ډنډ اوچ شي او دی په کې مړ پاتې شي .