0

د یوني پولر دنیا څخه د ملټي پولر دنیا پورې

د یوني پولر دنیا څخه د ملټي پولر دنیا پورې

د دوهمې نړیوالې جګړې د ختمیدلو سره او بیا په خاصه توګه د مللي متحده ( اقوام متحده) په وجود کې د راتللو نه پس امریکا په مثال د ښاریې د هغه پولیس شوه کوم چې په بازار کې په زور د نوکر پیشه او مزدورکارو خلکو نه په زور پیسې اخلي هم یې ټکوي او بیا چې هغه فریاد کوي نو الټا پرې کیس کوي او مجرم یې ثابتوي .
د کال ۱۹۶۷ نه واخله د کال ۱۹۶۹ پورې امریکې په دنیا کې ۶۴ رژیم چینج (د نظام د بدلون )اپریشنونه کړي دا په هغه هیوادونو کې د کومو هیوادونه کلتور ، روایت ، معاشي ، اقتصادي او سیاسي نظامونه چې د امریکې او د امریکې د اتحادي یورپ خلاف وو.

په کومو هیوادونو کې چې د امریکې د رژیم چینج اپریشنونه ناکامه شو نو هغه یې د سختو اقتصادي بندیزونو د لاندې راوستل او دغسې یې دغه هیوادونه د قدرتي وسایلو سره سره د غربت کندې ته چپه کړل . لکه په مثال وینزویلا ، ایران او کیوبا .
په کومو هیوادونو کې چې امریکې او یورپ خپل نظامونه راوستل او یا یې د هغې هیوادونو د وخت د حکومتونو سره ښه تعلقات جوړ کړل ، دغه حکومتونو خپل ولسونه وځپل ګټه یې ایلیټ کلاس خلکو ته میلاؤ شوه خو ولې ولسونه یې خوار پاتې شو ، د دغسې هیوادونو اکثریت په ګلوبل ساوت یعنې د دنیا په جنوب کې دی ( د برازیل نه واخله د انډونیزیا پورې) د دوهمې نړیوالې جګړې نه واخله د عربو د سپرلي ( Arab Spring) پورې امریکې او د هغه اتحادي برسلز ( یورپي اتحاد) په دنیا کې د خپل اقصادي ، معاشي ، سیاسي او فوځي قوت نه مزې اخستلې او نورې دنیا یعنی ګلوبل ساوت ( د دنیا جنوب ) کومه چې د دنیا اتیا فیصده نفوس لري ، دغې اتیاؤ فی صدو نفوس یې تشې تماشې کولې .

په یوني پولر دنیا کې چې کومو هیوادونو د امریکې او یورپ لخوا جبر او ظلم ګاللو نن هغوي راوچتیږي دا هغه هیوادونه وو چې په کلتور ، تهذیب ، تمدن او تاریخ د امریکې او یورپ څخه زیات مالدار وو خو ولې د خرابو نظامونو او د امریکې د ډیکټیشن د لاسه کمزوري پاتې وو .

چین څه د پاڅه دوه سوه کاله د غربي استعماري قوتونو لخوا محاصره هیواد پاتې شوې دغسې د دنیا په شمال ( ګلوبل نارت) کې د روس په اړه هم د غربي قوتونو امریکې هغه پالیسي وه کومه چې د چین ، سویلي افریقې ، جنوبي اسیا ، او د شرقی جنوبي اشیا په اړه وه .

نن یوني پولر دنیا په ملټي پولر دنیا بدله شوې ، نن د دنیاوالو د تقدیر فیصلې یوني پولر دنیا نه شي کولې ، د یوني پولر دنیا څخه ( د یورپ ، امریکې) څخه ګلوبل فاینانشل دارالخلافه په تیزۍ سره ګلوبل ساوت اړخ ته روانه ده د ملټي پولر دنیا اتیا فی صده معشیت ، سیاست او اقتصاد به ګلوبل ساوت ( د دنیا د جنوبي حصې د هیوادونو لاس کې وي )

په دنیا کې روانه جګړه بیا په خاصه توګه په یوکراین او منځني ختیځ (مشرقی وسطي ) کې د غربي اتحادي ، امریکې کمزورۍ ښکاره په نظر راځي . یو وخت وو چې دلته به امریکې څه غوښتل هم هغه به کیدل ، نن د دنیا ددغې منطقو نه د دوي څادر راټولیږي . او هغه قوتونو د دوي په مقابل کې زیات قوت وموندلو د کومو په خلاف چې دوي په دغه منطقو کې اډې لري . په متځني ختیځ او یوکراین کې روانه جګړه به نه صرف امریکه او غربي هیوادونه فوځي او سیاسي طور پرېباسي بلکې د دوي نه به د ګلوبل فاینانشل کیپټل هم په قبضه کې واخلي .

امیر یوسفزئ

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ