په میلادي کال ۱۳۸۸(1388) کې دا ورکوټی کلی وو او د دې نامه سلقا وه ، دا هغه وخت وو چې مصر او لوانت ( سوریا، لبنان،فلسطین ) د مملوک حاکمیت د لاندې وو .
د فلسطین د غزا سیمې دا ورکوټې کلی په داسې لاره راتللو په کومه چې به د افغانستان ، مرکزي اسیا او د ایران ، ترکي خلک حج له تلل ، په کال 1388 کې هم په دې لار د افغانانو د حج قافله تیریدله او د
دې مشري سردار خان یونس نورزۍ کوله
. (فلسطیني تاریخ پوه حسن عبدالقادر په خپل کتاب قصة خان يونس کې لیکي چې خان یونس نورزۍ د مملوک سلطنت وخت کې د دې علاقې امیر هم وو )هرکله چې د پښتنو افغانانو دغه کاروان سلقا کلي ته راورسیدلو نو دوي دلته ایسار شو او دغه لاندینۍ سرائ یا مسافر خان یې د حاجیانو او د تجارتي قافلو لپاره جوړه کړله . دوي چې کله بیرته د حج نه راتلل نو په دغه ورکوټي سلقا کلي کې یې نورې ودانې جوړې کړلې . او د سلقا کلي نامه یې خان یونس کیښودله .
نن دغه کلي په ښار بدل شوی او هم د هغه پښتون افغان سردار خان یونس نورۍ په نامه دی .
نن هم د خان یونس نورزۍ په لاس جوړې کړې شوي ودانۍ دغلته موجود دي او د غزا خلک یې خپل وراثت ګڼي .
د خان یونس ښار ودانونکي پښتانه دي ، نن هم فلسطینیان وروڼه دغه تاریخ خوندي ساتي او خان یونس نورزي ته د قدر او احترام په سترګه په خپل تاریخ کې ګوري .