0

د يوکرائن نه تر فلسطين

په کوم وخت کې چې د يوکراين موجوده پايه تحت (کيف ) ښار وو نو په هغه وخت کې ماسکو کلي وو . تاريخ دا وايې چې د ماسکو ښار بنياد هم په کيف ښار کې ايخودل شوي ، ددې نه د يوکراين او د
روسانو تر مينځ د تاريخي ريشتې مالوميږي ، په روايت ، ثقافت کلتور او ژبه د روس او يوکراين خلک يو دي .

کله چې د جرمني نازي حکومت ټول يورپ بشمول روس د خپلې قبضې د لاندې راوستل وغوښتل او د باربوروسه په نوم د اپريشن اعلان يې وکړو نو د يوکراين نازيان د هټلر ملګري شو دوي په يوکراين کې د روس نوازو په خلاف داسې غير انساني سلوک وکړو چې په تاريخ کې به مدام د دوي په لمنو دغه جرايم تک تور داغ وي .

نن هغه نازيانو ته په يوکراين کې ازو بريګيډ ويلي شي ۔

د هټلر نازي فوځونو په يو څو ورځو کې يوکراين د روسانو نه آزاد کړو او په روس ورغلل خو ولې د سټالن ګراډ او لينن ګراډ چپو وهل او په شا لاړل او اخر د روس په خاوره مسلسل د دريو کلونو د جګړې نه پس د روس فوځونه وتوانيدل او په برلن ورننوتل .

مغرب او مشرق جرمن د يو بل نه جدا شو ځکه مغرب د امريکې او د هغې د اتحاديانو لاسو ته راغي او مشرق د روسانو . د روس د کميونسټ انقلاب نه پس د غربي کيپټلسټو او د روسي کميونسټو تر مينځ څړه جګړه روانه وه خو ولې چې کله دواړو ته د هټلر نه خطرات شو نو بيا يې مفادات يو شو .

 

د جرمني نازي نظام ړنګ شو خو ولې د کميونسټو او کيپټلسټو تر مينځ څړې جګړې هغسې دوام وکړو .په کال 1949 کې امريکې او د هغې غربي اتحاديانو د ناټو يا اوټان بنياد کيښودلو چې پکې مغربي جرمني هم شامله وه . هم دغه وخت کې مشرقي جرمني د روسي کميونزم لاندې وه ، د غربي جرمني لخوا د ناټو په اتحاد کې شموليت په مشرق جرمني کې کميونسټو خپل وجود او نظام ته ستر ګواه بللو

 

هم دغه وجه وه چې روسانو د دوي په مقابل کې خپل اتحاد جوړ کړو کوم ته چې د Warsaw pactويلي کيږي . دا هغه اتحاد وو کوم چې د ناټو د فوجي مقاصدو او اهدافو په مقابل کې جوړ کړې شوي وو .

کله چې په کال 1979 کې شوروي اتحاد (پخواني روس) په افغانستان بريد وکړو نو د دوي په خلاف نو دغه ځل ناټو اتحاد ته د جګړې موزون ميدان په لاس راغي ، هرڅو که د ناټو او د وارسا پاکټ د اتحاد ټانکونو يو بل ته په يورپ کې مخامخ ولاړ وو خو ولې دوي بيا هم د مخامخ جګړې نه ډډه کوله .

ددغې لويه وجه دا وه چې د يورپ ولسونو ايله د دوه نړيوالو جګړو نه راوتلي وو او د دوي نوي نسل په پرامنه فضا کې ژوند کولو ، هم دغه وجه وه چې دوي خپله نيابتي جګړه د پښتنو / افغانانو په ستوني راومنډله.

کله چې لس کاله پس د شوروي اتحاد مات ګوډ ځواکونه د افغانستان نه په شمال ووتل نو د دوي هغسې زبر ځواکه نه وو پاتې .د دوي د اقتصاد سره سره د دوي اتحاد (وارسا پاکټ ) هم ژوبل شو او ددغې اتحاد نه پولينډ ، رومانيه ، هنګري ، بلغاريه ، البانيه ، چيک ، وخت په وخت ووتل دغسې مشرقي جرمني د مغرب سره يوځاي شوه او د روس هغه فوځي اتحاد سر وخوړلو کوم ته چې وارسا پاکټ ويلي شو .  

روسانو ته دومره اذيت نه د افغانستان جګړې رسولې وو او نه د جرمني د نازيانو کوم اذيت چې روسانو ته د خپل زاړو اتحاديانو په ناټو کې د شموليت په وخت رسولي نو روس نن اصل کې د هغې ازاله کوي .د شوروي اتحاد ( سويت يونين ) د ماتيدلو نه پس ورلډ ارډر د امريکې لاسو ته راغې خو ولې دا ورته نه وه مالومه چې په دې دنيا کې داسې قامونه هم شته چې هغې مالدار تهذيبونه ، روايتونه او تاريخونه لري ، او په ګلوبل ساوتھ کې به داسې هيوادونه راټوکيږي چې د امريکې ورلډ ارډر به چيلنج کوي . د دوي سره به روس هم ملګري وي ، روس په تيرو څلويښتو کلونو کې هم د ناکاراګوئ خشر وليدلو او هم د کيوبا او وينزويلا هم د خپل نژدې اتحادي د ليبيا د معمر قذافي .

د وارسا پاکټ د پخواني اتحاديانو په ناټو کې د شموليت نه پس امريکه غواړي چې د روس يو بل پخواني رياست د کوم نامه چې يوکراين ده هغه په ناټو کې شامل کړي او هم دغسې به دوي د يوکراين په شامليدلو د روس سرحد ته ورسيږي او هم به د روسانو نه د هغې خلکو ربط وشلوي کوم چې په تاريخ کې يو خلک پاتې شوې ( يوکراين ،روس)

خو ولې وخت تير وو امريکه د منځني ختيځ او افغانستان جګړو ستړې کړې وه بلخوا روس دمه کوله او خپله ملټري يې ماډرنايز کوله ورسره چين معشيت مضبوطولو ، او اخر د ګلوبل ساوتھ ( برازيل ، جنوبي افريقه ، چين ) غوندې هيوادونو د دوي معشيت که يو خوا د خپلې مقابلې کړو نو بلخوا روس فوځي پرمختګ کړي وو .  

نن روس په يوکراين کې څلورو اړخونو ته چوکس ناست دي د دوي فوځونه د دفاعي لاين د لاندې دي .د دوي په مقابل کې د يوکراين فوځونو ته د امريکې او ناټو نه د اربونو ډالرو جديد وسلې ميلاويږي خو ولې دوي تر اوسه داسې پرمختګ د جنګ په ميدان کې ونه کړو د کوم اميد او توقع چې د دوي نه دنيا ساتله .

بلخوا د دوي په شا ولاړ اروپائ (ناټو) هم ويره محسوسوي که چرې د يوکراين فوج وغورځيدلو نو د روس فوځ به زمونږ د دروازې پورې راورسيږي هم دغه وجه ده چې دوي په ويره او بيړه بيړه فنلينډ ، سويډن په ناټو کې شاملوي دا چې د بالټيک د سمندر سره سره خپل سرحدات هم مضبوط کړي . 

روسانو اروپايان په خپل کور کې په دفاع مضبوطولو مجبور کړل او خپله د فرانس د لاندې د غربي افريقې کالونو ته ورسيدل .

يو خوا که يورپ د اسرايل سره د جديد دفاعي سسټم Arrows 3 اخستلو معاهده کوي نو ولې بلخوا د روس وزير خارجه سرګئ لاروف د فلسطيني اسماعيل خانيه سره ملاقاتونه کوي . نن د روس او يورپ امريکې جنګ داسې فيز ته داخل شوي چې کوم هيواد د روس په طرف سفارتي طور هم ولاړ دي نو د دوي د عيض وعضب ښکار دي .

نو بيا په داسې خالاتو کې به روس  د Arrows 3  ډيفنس سسټم څنګه په خپله درشل کې برداشت کړي ؟؟

نن د فلسطين د حماس ترجمان وايې چې زموږ سره د ايران د ملاتړ نه علاوه د داسې هيوادونو ملاتړ حاصل دي چې د چا په تصور کې هم نشته . د تير کال په اخره کې روس د هغې ۵ يوکراينو صوبو په روس کې د ادغام اعلان وکړو او ددغې نه پس د يوکراين فوځونو د کاونټر افيسنيو ( جوابي کاروائ ) اعلان

دوي ته جرمني د يورپ نورو هيوادونو بشمول امريکې د ۵۰ اربو ډالرو مرستې هم ورکړې خو نتيجه يې صفر ده .

نه خو د روس فوځونه مخکې ځي نه شاته او دغسې د ناټو هيوادونو د اربونو ډالرو امدادونه خرابوي ، روس ته مالومه ده چې ددې جنګي پاليسۍ سره به د يورپ معشيت کمزوري کيږي او هم د دې حکومتونو په خلاف به هغه ولسونه پاسي د کومو د ټيکس پيسې چې د يوکراين فوځونو ته ورکولي کيږي . بلخوا د حماس په لاس اسرائيل ته هم ښايي چې که چيرې ستا دفاعي سسټم زما سرحد ته رارسيږي نو زه هم کولي شم چې ستا په کور حماس درننباسم ،

د روس د پخواني صدر دمیتري میدویدوف د بیان او د اسماعیل خانیه سره د سرګئ لاروف د مولاقاتونه هم دا څرګندوي چې که ته یوکراین ته راځې نو زه د غربي افریقې نه واخله د منځني ختیځ پورې تا  پسې  درتلی شم .روس هم د یوکراین نه د امریکې او یورپ مخ اسرایل ته کړو او هم یې اسر ایل ته دا وښودله چې د (ايرو تري)  جواب به درته  ضرور ميلاويږي

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ