0

د پاکستان بیرغ او د سوشل میډیا د خریت پسندو ستونزه

تاریخ دی چې ترکله نه هندوستان ته مینسټریم سیاست راغلی نو پښتنو په لومړی وار په دغې کې د باچاخان بابا په مشرئ کې برخه اخستې وه د کال 1942 او د کال 1946 جنرال انتخابات یې ښکاره او واضحه مثالونه دي ، د پښتنو وطن افغانستان وو هغلته به لا د جمهوري اصولو او پروسو عمل نه ترسره کیدلو او د پښتونخوا پښتانه ورسره خدائ خدمتګارو بلد کړي وو، پاکستان جوړ شو او د وخت تیریدلو سره سره دلته نوي نوي ګوندونه جوړ شو ، دلته کې پیپلز ګوند راغی او پښتنو د هغې بیرغ پورته کړولو چې یو اړخ ته پکې د پاکستان د بیرغ څخه سپوږمئ او ستوری هم اخستلی شوی وو ، مسلم لیګ راغی د هغوي بیرغ هم پښتنو پورته کړو کوم بیرغ چې د پاکستان د بیرغ څخه اخستلی شوی وو ، دلته جماعت اسلامي او تحریک انصاف هم راغلل او د هغوي بیرغونه هم پښتنو پورته کړل په کومو بیرغونو کې چې د پاکستان د بیرغ نیمائ برخې شاملې وې.

خو اوس سوال دلته ولې صرف په عوامي نیشنل ګوند اوچتیږي ، ؟ ایا د دوي سیاست د پاکستان د ماتولو دی ؟ نه بلکل هم نه ، تاریخ ګواه دی چې کله پاکستان جوړ شو نو ددې ماتیدل د افغانستان باچایانو او صدرانو هم نه دي غوښتلي ، خو په عوامي نیشنل ګوند به دا سوال پخوا د پښتونخوا یوې پینډې کمیونسټ ګوندونو پورته کولو او سره مسلم لیګیان به یې بلل او نن دغه سوال د سوشل میډیا یو څو درځنه خریت پسند پورته کوي ،
که دوي ته چرې موږ دا منطق بیان کړو چې عوامي نیشنل ګوند په پاکستان کې دننه د پښټونخوا د ولسونو لپاره سیاست کوی نو دوي به درته ضرور دا وایې چې ددغې شین بیرغ لاندې پاکستان د بابړې نه واخله تر اوسه پورې پښتانه وژلي . نو ددغې بیرغ هیڅ جواز نشته چې ستا د اسټیج څخه چاپیر شي .

هو که چرې موږ دوي ته ددغې سوال ددغې منطق په ځواب کې دا ووایو چې برتانیې پوره سل کاله پښتانه دردولي ، زورولي او بیا یې تقسیم کړي نو بیا هغلته ولې پښتانه منډې وهي ؟
امریکې ته ولې وهي کومې امریکې چې پوره پنځوس کاله پښتانه لولپه کړي ؟
د اسټرالیا نه واخله تر جرمني ، ناروی ، نیدرلینډ پورې دلته ددغې هیوادونو ځواکونه پراته وو چا د پښتنو په جنازو بریدونه کول او چا په ارزګان کې غریب پښتانه زمیدار په خپلو جایدادونو کې په سپیو ماتول . نو بیا هغلته ولې پښتانه منډې وهي ؟؟ د هغوي نه پناه او اسناد ولې غواړي ؟ کله چې د دوي د اسنادو وخت پوره شي نو بیا د هغوي د دفاع څوګندونو ولې اخلي ؟
تر سعودي نه واخله تر اماراته پورې دلته نن هم پراکسي ډلې چلولې کیږي او پښتانه زوروي نو بیا پښتانه ولې دغې هیوادونو ته ځي ؟!

ګوره پښتانه ستا د خپلې مدرسې خلکو هم زورولي ، کمیونسټو هم او ډیموکریټانو هم او سردارانو جنګسالارانو هم نو بیا تر نن پورې ولې پښتانه د هغوي سره په څنګ کې ناست دي ؟
پرون تالېب په افغانستان کې په ولسي او سیاسي جرګو بریدونه کول خو ولې نن د افغانستان اکثریت د هغوي په شا ولاړ دی . دا ولی؟؟

ګوره زما لپاره زموږ د ګوند لپاره دا هیڅ اړتیا نه لري چې ما د پاکستان بیرغ ولې پورته کړی ، زموږ لپاره مهمه داده چې دلته کې موږ د خپل قوم او ولس سیاست په سهي توګه وکړو او هم په هغې لاره برابر روان یو . خو ولې که چرې ستاسو دا ستونزه وي چې دا بیرغ د اسټیج څخه مه پورته کوه ځکه چې ددې د لاندې پښتانه ریاست وژلي نو یواځې دلته دغه ریاست نه وو بلکې د عرب نه واخله تر غربه پورې او د غرب نه واخله تر روسه پورې خلک د پښتنو په بربادولو کې شامل دی ، نو ایا موږ دا ویلی شو چې د هغې ملکونو د ویزو لپاره ولې خپل جایدادونه او مالونه ګاڼه کوئ ؟؟؟

د پاکستان سره زموږ سیاست هم تړلی او معشیت هم ، نن د څلورو کروړو پښتنو نه واخله تر شپږو کروړو پورې پښتانه د پاکستان د سیاست او معشیت سره تړلی شوی نه چې د افغانستان او هندوستان ، دلته کې د دغې وطن چا بیرغ پورته نه کړو یا یې ترانه ونه وویله یا یې ځان د پاکستان د جغرافیې نه د خپلو خواهشاتو او ارمانونه او خیالونو د امله وباسلو نو د باقي شپږو کروړو پښتنو لپاره یې بل بدیل څه دی ؟؟

ګوره خانه سمه ده پاکستان پښتانه وژلي د بابړې واقعات یې کړي خو که چرې واقعي تا ددغې دوښمنئ د لاسه دا ملک پریښودلی وي او امریکې ته تلی یې نو دلته کې به خامخا دوه درې سوه ډالرې فیملئ له رالیږې او چې ستا دغه دوه درې سوه ډالرې صرف د لسو منټو لپاره هم د پاکستان په بینک کې پاتې شي نو ددغې بینک فایده ده ، نو دا راته وایه چې د بیرغ نه خو به یې وتښتې خو ولې د معشیت نه به یې څنکه تښتې؟

پښتانه سمه ده پاکستان وژلي خو ایا موږ ته په نن وخت کې یا پرون چا بل هیواد ښودلی چې ددغې دعوه ګیر شئ ؟؟
تاریخ ګواه دی چې دلته د بابړې واقعات هم د ظاهر شاه په مرسته کیدل نو په داسې صورت کې د پښتنو سره اپشن څه وو؟؟

خانه ګوره !
موږ دلته مینسټریم سیاست کوو کومه چې د وخت په تقاضو پوره دی او د هغې د لارې د پښتونخوا ولسونو له حقونه او ژوند ګټل غواړو او که تاته خامخا ددغې بیرغ نه ستونزه وي نو بیا ددې ملک د معشیت سره هم ستونزه وتړه او بایکاټ یې وکړه او ځانته بدیله لاره پیدا کړه او که نه تاته دا ستونزه وي چې پښتانه یې وژلي نو په پښتنو لومړی یرغل برتانیې کړی وو بیا د برتانیې میشتو په لکونو پښتنو ته هم ووایې چې کډې مو بار کړئ او ځانله بله سیاره وګورئ .

د خدائ په امان

په دې ارټيکل د خپلې رائے اظهار وکړئ

خپله تبصرہ ولېږئ