زمونږ په مینځ کې چې نن څومره شخصیت پرستان (بت /پرستان) د تاریخ نه ناخبره د سیاست نه ناخبره د فیسبوک شهندان د مجازي پښتونستان او لوی افغانستان بډاخانان موجود دي د هغوي لپاره د خان عبدالولي خان د کتاب ؛باچاخان او خدای خدمتګارئ ؛ د دوهم جلد د اخرئ پاڼې څخه لږ حقایق وړاندې کوم
باید دا هر پښتون ولولي کوم چې نن په سوشل میډیا قصدن د عوامي نیشنل ګوند غړي راپاروي او هغوي ته سپکې سپورې وایې.
راځئ چې لومړې دغه تاریخ ولولو چې په دې قوم څومره لوبې شوي او څومره پرې نن کیږي ؟
خاینان څوک وو؟
جفاکاران څوک ؟
او د دې خاورې او ولس غداران څوک ؟؟
نن د بر وطن نه تښتیدلي رټلي شوي غله فسادیان هم نن ولي باغ په کاڼو ولي د دې سره هیله لرم چې د هغوي هم سترګې رڼا شي .
________
د ولي خان د روان فرهادي سره مرکه
انګریز دا خاوره قابو شل ټوټې کړله او بیلتون دومره راټینګ کړو چې زه د پیښور څخه افغانستان ته بې ویزې او بې پاسپورټه نه شم درتلی چې لومړی دا شل واړه ټوټې راټولې نه شي نو تر هغې به پښتون خپل مقصد ته ونه رسي او دغه زموږ مرام او دغه زموږ هدف دی
؛زه ځان ته پښتونستانی نه وایم ولې چې دا خو به زه بیا د فیرنګي هغه نسخه خپله کړم چې افغان جدا دی او پښتون جدا؛
زه دا نه شم تسلیمولی او هم دا وجه ده چې مونږ د انګریز د غلامئ نه ځان ازادوونو په دې اراده چې په دې طریقه به د انګریز دا پلیت اثرد افغانستان نه هم بیرته شي او افغانستان به په حقیقت کې ازاد شي او د پښتنو لوی کور به بیا راټول شي هغه د مفتي مخفي صیب ترانه
کشمیرنه تر هرات اورې
بلوچستان نه تر دورې
دا ټول پښتون دی هرچرې
څه رنګه پروت زرې زرې
د یو وجود په شانې کړې خدایه دا وجود زره زره
ما وې چې دغه ترانه تر اوسه زما په غوږونو کې کړنګیږي او ددغې مقصد لپاره موږ خپلې ځوانئ خاورې ایرې کړې او نن په اوچتو سترګو دا دعوه کولی شو چې د باچاخان په مشرئ کې نن هغه غلام پښتون د انګریز د غلامئ جغ وغورځولو او ازاد شو او یو ګونائ افغانستان ترې هم ازادی وګټله . خو ولې لومړی که موږ په هندوستان کې غلامان وو او په انګریز مو وس نه رسیدلو نو د ازادئ نه پس رانه دغه حق د پاکستان مشرانو تروړلی او د انګریز د بد سلوک نه راسره زیات بد سلوک کیږي خو ولې موږه مجبورۍ لرو او حقیقت ته ګورو ، ځکه باچاخان د پاکستان په اسمبلئ کې ویل چې موږ قومي تشخص غواړو او نن هم موږ په دغه ځائ ولاړ یو
خو ولې روان فرهادي دا تپوس هم کوی چې دغه مقصد به څنګه حاصلیږي او د دې لپاره به څه طریقې خپلول غواړي؟ نو د دغې جواب هم اسان دی ، د دې قامي مقصد حاصلولو لپاره لارې موږ ته مالومې دي او دغه لارې درې دي ولې چې نن پښتون په دریو برخو کې تقسیم دی ، یوه برخه افغانستان ، دوهمه برخه یې قبایلي سیمې او بله هغه سیمه کومې ته چې تاسو محکوم پښتونستان وایې،
نو د دې مقصد حاصلولو لپاره خو د ټولو نه ښه او موثره لاره داده چې افغانستان راپاسي ولې چې افغانستان نن قوت لري ، فوځ لري ، طیارې لري توپې او ټانکونه لري او پاکستان ته ووایې چې دا علاقې زما نه انګریز په زور اخستي وې او زما په ځیګر یې د ډویورنډ کرښه راښکلې وه ، ورور د ورور نه قوم د قوم د قوم ، قبیله د قبیلې نه جدا څه چې خاندانونه مو په مینځ شلولي دي، نو هغه انګریز خو لاړ خو د هغه نه پاتې د ډیورنډ د کرښې سل کاله قابو کیږي او انګریز په خپله خوښه خو نه دی تلی د هغه په خلاف په ګډه سره اخوا او دیخوا پښتنومبارزه کړې نو ته خو انګریز نه یې چې دا خاوره دې د شلو کلونو څخه راټینګه کړې .
که چرې داسې نه مني نو بیا به پاکستان د انګریز وارث وي او د هغه د زوی دعوه کوی نو بیا به ورله د افغانستان حکومت توپه په توپه وولی او طیاره په طیاره ، تاسو به د هغې مخې شئ او مونږ به د دې او د ډیورنډ د دې پلیتې کرښې نه به ځان خلاص کړو.
نو اوس فرهادي صیب اوس درنه تپوس کوم چې ایا تاسو داسې کولی شئ ؟
ځکه دا یوه موثره لاره ده
روان فرهادي یو ډیر هوښیار ، تجربه بیوروکریټ او ډیپلومیټ وو د کابل غوندې ښار په اوچتو افسرانو کې ازمیلې افسر ووهغه نیغ په نیغه جواب چرته ورکولو؟
خیر هغه خپله تجزیه پیش کړله لومړی پیل یې د امریکې د روس بیا د چین هندوستان څخه وکړو او دایې ثابتوله چې په نني حالاتو کې داسې ګام پورته کول هیڅ امکان نه لري
نو ما ورته ویل چې اوس د هوا راکوز شه او په زمکه پښې ولګوه چې په موجوده نړیوالو حالاتو کې داسې امکان نه لري نو دوهمه لاره دا ده چې د قبایلي علاقو شاعران وایې چې د دې سیمې ځوانان شنه زمري او هوابازان دي دوي قوت لري او د جنګ جذبه لري که چرې د چترال څخه واخله د وزیرستان پورې دا په سوونو ملینو شاه زلمي راپاسي او افغانستان یې په شا ودیریږي نو دا هم امکان لري چې کامیاب شي نو په دې حقله دې څه رای ده؟
ویل یې ولي خانه د موجوده بین الملي او ملي حالاتو په رڼا کې دا هم امکان نه لري.
نو ما بیا روان فرهادي ته ویل چې اوس به دریمې او اخرئ لارې له راشو
دا تاسو چې ورته محکوم پښتونستان وایې ، دا موږه د انګریز نه په ډیره قربانئ او تکلیفونو ازاد کړو خو ولې د ازادئ په خوږو خبر نه شو ، پاکستان راته په لاسو کې هتکړئ واچولې او په پښو کې بیړئ، قلم یې رانه اخستی ژبه یې راله تروړلې ، زه یې څملولی یم د پاڅه راباندې ناست دی نو زه خپل افغانستان ته مخ کړم چې از برائ خدا ، دا د پښتنو تاج او تحت د کوم مرض علاج دی ؟
دا خپله محکومه ورځ ورته بیان کړم ، بیا ورته ووایم چې دا د پښتنو خاوره ده ، ستا جایداد دی ، ستا وروڼه او ستا بچیان دي ، دا نن د دوښمن خوراک دی ، بجلي کارخانې دا خو د پښتنو دي او بیا ورته وایم راځه چې په شریکه دا خپل حق خپل کړو او دا تیت او پیت بچیان په یو ټغر او یو انغري سره راټول کړو زه دا درد او فریاد خپل ورور ته وکړم .
خو د خیبر په سر فرهادي سر راپورته کړي چې ولي خانه دا هم امکان نه لري ، پروت اوسه ورته لاندې چې د دې غاړې مایوسه شم نو بیا قبایلي وروڼو ته مخ کړم او په هغوي اواز کړم چې ای نیک بختو وګورئ چې دا ستاسو څه حال دی بچي مو بې تعلیمه بې کوره او بې علاجه دي او د جنت غوندې خاوره درنه دوښمن قبضه کړې د روزۍ درک مو نه لږي نو ای وروڼو راپاسئ چې په شریکه دا خپله خاوره خپله کړو او د خپلې خاورې دا خواږه خپلو بچیانو له وګټو .
هغوي لا فیصله کړې نه وي چې فرهادي صیب یې جواب کړی وي او د خیبر په سر بیا سر راپورته کړي چې ولي خانه دا خو هم هیڅ امکان نه لري ، نو زه د دواړو څخه مایوسه شم او مجبوره شم چې ځان له په دې ملک کې دننه ملګري پیدا کړم او د دوښمن زنځیرونو له تیګه راواچوم او په دې ملک ( پاکستان ) کې دننه خپل حق واخلم نو فرهادي صیب بیا خو به تاسو ته اعتراض نه وي؟؟
نو بیا فرهادي صیب سر په خیبر راپورته کړي چې ماته په تا او پاکستان کې څه فرق دی؟؟
نو مطلب مې دا دی چې کله باچاخان د خپل اصلاحي تحریک بنسټ کیښود نو داسې یوه ډله وه په افغانستان کې چې هغوي په صوبه سرحد کې هم ګوتې وهلې چې د باچاخان او خدای خدمتګارو په خلاف یې د قاتل قیوم خان سره مالي مرسته وکړه چې خدائ خدمتګار دلته په واک کې رانه شي ، دا هغه ډله وه چې یو خوا به یې په راډیو د پښتونستان سندرې ویلې او بلخوا به یې د بابړې د قاتلانو سره مرسته کوله .










